1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان کې جګړې، ایا د ولایتونو د سقوط وېره شته؟

۱۴۰۰ خرداد ۳, دوشنبه

د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي په بېلابېلو ولایتونو کې د پراخو جګړو له امله اندېښمن دي. وکيلانو په افغانستان کې د سولې په تړاو د امریکا پر ډيپلوماټیک ماموریت هم نېوکې کړي.

https://p.dw.com/p/3tsjT
Konflikt in Afghanistan
انځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture alliance

د ولسي جرګې د نن دوشنبې (۲۰۲۱م کال د مۍ ۲۴) په عمومي غونډې کې یوشمېر وکيلانو د ځینو ولسوالیو د پرله پسې سقوط له امله اندېښنه وښوده.

وکيلان وايي، په هغو وسلواليو کې چې جګړې پکې رواني دي، پر وخت پوځي اکمالات نه کیږي، ځکه نو ځيني پوستې او ان ولسوالۍ سقوط کوي.

"طالبان د لسو ولایتونو د سقوط پلان لري"

د جرگې په عمومي غونډه کې ان ځینو وکيلانو دا اندېښنه هم وښوده چې طالبان غواړي د هيواد لس ولایتونه سقوط کړي.

د ولسي جرګې غړي عارف رحماني وویل، اوسمهال څو ولایتونه د سقوط له ګواښ سره مخامخ دي: «بحران د کابل دروازو ته رارسېدلی، بحران د کندهار، فاریاب، غزني او مزار دروازو ته رسېدلی. طالبان غواړي لږ تر لږه لسو ولایتونو ته سقوط ورکړي.»

هاخوا په دې جرګه کې د بغلان استازي مامور احمدزي وویل، له شاوخو شل ورځو د بغلان په بیلابیلو ولسوالیو او سیمو کې سخته جګړه روانه ده.

د جرګې دغه غړي پر حکومت هم نېوکه وکړه چې په جګړه کې د طالبانو پر ځای د عامو خلکو پر کورونو بمبارونه کوي: «پرون د دفاع وزارت له خوا ړنده بمباري شوې ده، بمباري د عام ولس پر کورونو شوې چې د یوې ښځې او یوه ماشوم په ګډون څلور کسان پکې شهېدان شوي، جنګ په نهرین کې دی، جنګ په بغلان کې دی، جنګ په ګذرګاه نور کې دی او دوی راځي ډنډغوري بمباروي.»

رپوټونه وايي چې همدا اوس په لغمان، زابل، غزني، هلمند، میدان وردګ، فراه او بغلان ولایتونو کې سخته جګړه روانه ده چې په دغو ولایتونو کې خبره د پوستو او ولسوالیو تر سقوط رسېدلې ده.

په تېرو ۲۴ ساتونو کې د لغمان ولایت الیشنګ او الینګار ولسوالیو ترڅنګ د مرکز مهترلام ښار څنډو کې هم جګړه روانه وه.

د ملي دفاع وزارت په دې جګړه کې د طالبانو پر شاتمبولو خبر ورکړی، خو طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپله ټویټرپاڼه لیکلي چې تېره ورځ هم په دغه ولایت کې یوولس پوستې د هغوی لاس ته ورغلي.

هاخوا د مشرانو جرګې د امنیتي او دفاعي کمېسیون مشر هاشم الکوزي دویچه ویله ته وویل، د افغان ځواکونو په مشرتابه کې د فساد له امله جګړه له ولسوالیو د ولایتونو مرکزونو ته رارسېدلې: «طالبان اوس کولای شي په یوشمېر ولایتونو کې د کلاشینکوف په واسطه د ولایت مقام پر ودانیو ډزې وکړي، ځینې مسؤلین په غلاوو اخته دي، څوک تیل خرڅوي، څوک د عسکرو تجهیزات او مهمات خرڅوي.»

هاشم الکوزي دا هم وویل چې که د امنیتي ځواکونو په مشرتابه کې ستونزې او فساد په همدې توګه دوام ومومي، نو لرې نه ده چې ځيني ولایتونه به هم د طالبانو تر ولکې لاندې راشي.

د مشرانو جرګې دغه غړي طالبان تورن کړل چې د مذاکراتو پر میز د ډير امتیاز اخېستو په موخه یې جګړې ته زور ورکړی.

د سولې په تړاو د امریکا پر ډيپلوماټیک ماموریت نېوکې

د جرګې په نننۍ غونډه کې ځينو وکيلانو د افغان سولې په تړاو د امریکا ډیپلوماټیک ماموریت هم ناکام وباله. هغوی امریکا تورنه کړه چې په افغانستان کې کورنۍ جګړه غواړي.

د جرګې د غړو په وینا د افغان سولې له پاره د امریکا ډيپلوماټیک ماموریت ددې پر ځای چې جګړې کمې کړي، برعکس د جګړو د ډېرېدو او تاوتریخوالي سبب ګرځیدلی.

اسماعیل شاکر – کابل