کارپوهان: بيا ډېر افغانان له هيواده په تېښته دي
۱۴۰۰ تیر ۲۲, سهشنبهپه آلمان کې د افغانستان په اړه د تحلیلگرانو شبکې همکار مدیر توماس روټیگ ویلي دي چي په تیره بیا تحصیل یافته ځوانان هڅه کوي د بورسونو او یا هم په گاونډیو هیوادو او ترکیه کي د پانگوني له لاري بهر ته ولاړ سي. ځیني بیا هڅه کوي ځانونه ایران ته ورسوي.
همدارنګه د څارونکو په حواله له ایران څخه ترکیې ته هم د افغانانو اوښتل ډیر سوي. د ترکیې په وان ولایت کي د بشري حقونو ادارې مشر، محمت کاراتاس، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چي د ترکيې وان ولایت چي له ایران سره په سرحد کي پروت دی، له افغانانو ډک سوی. هغه دا خبره تائیدولای سي چي هره ورځ تر ۱۰۰۰ اضافه افغانان له نوموړي سرحد څخه راتیریږي.
روټیګ د دغو مهاجرتونو علتونه داسي په ګوته کوي: که څه هم زیاتره افغانان خپل د پناه غوښتني په عریضه کي د مهاجرت دلیل اقتصادي مشکلات او په اصطلاح یوه ښه ژوندانه ته ځان رسول بولي، خو هغوی په حقیقت کي له جنګ جگړو راتښتیدلي دي.
د روټیگ په خبره، دا چي په افغانستان کي د هوسا ژوند تیرولو له پاره نور امکانات نه سته، نو دا هم د څه د پاسه ۴۰ کلونو جگړو او نښتو نتیجه ده.
په دا وروستیو کي په افغانستان کي زورزیاتی خپل اوج ته رسیدلی دی. د روان کال د می مياشتي په سر کي د بهرنیو ځواکونو د ایستلو په پیل کیدو سره، طالب جنگیالیو د دغه هیواد یو پر څلرمه برخه سیمي تر خپلي ولکې لاندي راوستي او په نورو سیمو او ښارونو کي هم د پرمختگ په حال کي دي.
په ډیرو ولایتونو کي ملیشې جوړي سوي او د امنیتي ځواکونو ملاتړ کوي. څارونکي بیره لري چي دغه هیواد ښايي یو وار بیا د داخلي جنگونو میدان وگرځي.