کروشیا: د پولیسو د تعقیب پر وخت ۱۴ مهاجر ټپیان سوي
۱۴۰۳ شهریور ۱۹, دوشنبهکروشیايي رسنیو د پولیسو له خولې رپوټ ورکړی دی چي په مهاجرو ډک یو موټر چي لوېدیځي اروپا ته پر لار وو، بوزنیا - هیرڅیگووینا ته نیژدې د بریښنا له یوې پايي سره ټکر کړی دی.
مخکي له هغه پولیسو داسي یو موټر تعقیباوه چي د سویس لمبرپلیټ یې درلوده. د هغه موټروان د چارواکو له خوا د توقف له امره سرغړونه وکړه او د هغه پر ځای یې د موټر سرعت لا پسي تیز کړ. ټپیان سوي کسان چي کوچنیان او سخت ټپیان هم پکښي شامل دي، روغتونونو ته انتقال سوي دي. چارواکو خپلو پلټنو ته ادامه ورکړې ده.
د بوزنیا - هیرڅیگووینا او کروشیا په اصطلاح د مهاجرو له پاره د بالکان له لاري، په تیره بیا افغانان او سوریایان د لویدیځو اروپا هیوادونو ته روان وي.
د ملگرو ملتونو د کډوالو چارو ادارې په حواله، د جولای مياشتي په پای کي په بوزنیا کي څه ناڅه ۲۰۰۰ پناه غوښتونکي او مهاجر په لاگرونو کي اوسیدل. د هغوی شمیر د سرحدونو او ساحلي څارونکو د اروپايي آژانس
«فرونټکس» په حواله د روان کال په لومړیو اوو میاشتو کي ۷۵ سلنه راکم سوی دی. دغه رقم یوازي د همدې لارې له پاره شاوخوا ۱۲ زره ۴۰۰ وو.
په مجموعي ډول په دغه دوره کي د مهاجرو په لارو کي د پام وړ بدلون راغلی دی: د مدیترانې له لاري ۶۴ سلنه لږ مهاجر اروپا ته راغلي دي. برعکس د هغو کسانو شمیر بیا ۱۹۵ سلنې ته لوړ سوی دی چي د ختیځ سرحد له لاري له روسیې څخه راځي. لکه څنگه چي فرونټکس لیکلي دي، د کنري ټاپوگانو له لاري د لویدیځي افریقا په لاره کې بیا ۱۵۴ سلنه زیاتوالی لیدل کیږي.
GP/NZ/AG