1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مجیب الرحمن روغتون ته انتقال شوی دی

۱۳۹۹ آذر ۱۴, جمعه

د افغانستان وتلی ورو توپ اچوونکی مجیب الرحمن په کرونا ویروس تر اخته کیدو وروسته د آسترالیا کوینز لنډ روغتون ته انتقال شوی دی. مجیب څه موده وړاندې د آسترالیا په سوداګریز لیګ کې د ګډون له پاره آسترالیا ته تللی وو.

https://p.dw.com/p/3mDRx
Cricket WM zwischen Afghanistan und Australien
انځور: Getty Images/AFP/D. Sarkar

د افغانستان د ملي لوبډلې وتلی لوبغاړی او په نړۍ کې د ورو توپ اچونې دوهم مقام لرونکی مجیب الرحمن په آسترالیا کې روغتون ته انتقال شوی دی.

د راپورونو پر اساس هغه په کرونا ویروس تر اخته کیدو وروسته د آسترالیا په کوینزلنډ روغتون کې تر درملنې لاندې دی.

مجیب الرحمن څو ورځي مخکي له یو شمیر نورو افغان لوبغاړو سره یو ځای، د استرالیا په سوداګریز لیګ کې د لوبیدو له پاره دغه هیواد ته تللی. وروسته له هغې چې په مجیب الرحمن کې د ناروغۍ ځینې نخښې ولیدل شوې، هغه د درملنې له پاره یاد روغتون ته انتقال شو.

د معلوماتو له مخې مجیب الرحمن به ښايي د کرونا له کبله، د بیګ باش لیګ په سیالیو کې په لومړیو دوو لوبو کې له ګډونه محروم شي.

د کوینزلنډ د کریکټ مشر ټیري سوینسون ویلي دي چې اوس اساسي موضوع د مجیب روغتیا ده. د هغه په خبره، هغه یو ځوان دی چې له کوره هم لیرې دی او موږ به دا ډاډه کړو چې د هغه سمه پالنه وشي.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب