1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيانړیوال

«کرونا "احتمالاً" د چین له لابراتوار څخه اشتباهاً خپره شوې»

۱۴۰۱ اسفند ۱۰, چهارشنبه

د امریکا د فدرالي پولیسو مشر چین تورنوي چې د امریکا د هغو هڅو مخه نیسي چې غواړي د کرونا ویروس د خپریدو لامل پیدا کړي. د نوموړي په باور د کوید ۱۹ ویروس د چین د ووهان ښار په یوه لابراتوار کې د یوې حادثې له امله خپور شوی.

https://p.dw.com/p/4O6wR
China I Virologin Shi Zhengli in Wuhan
انځور: Chinatopix/AP/picture alliance

د امریکا متحده ایالاتو د فدرالي پولیسو یا اف. بي. آی مشر کریستوفر ورای پر چین باندې تور لګولی چې دغه هیواد د امریکا د هغو هڅو پر وړاندې خنډونه جوړوي چې غواړي د کوید ۱۹ ویروس د خپریدو منشأ پیدا کړي. ورای وايي چې د دوی اداره په دې باور ده چې د کوید ۱۹ ویروس د چین په ووهان ښار کې د یوې لابراتواري حادثې په نتیجه کې خپور شوی دی.

د اف. بي. آی مشر له فاکس نیوز امریکايي رسنۍ سره په مرکه کې ویلي: «د امریکا فدرالي پولیسو [FBI]  ‌د یوې مودې راهیسې دا ارزولې ده چې د کرونا وبا په قوي احتمال سره په ووهان ښار کې تر یوې حادثې وروسته خپره شوې ده.» د امریکا د فدرالي پولیسو د یادې ادارې مشر په دې هکله ډېر جزيات ور نه کړل او زیاتوي چې هغه سري یا محرم طبقه بندي شوي دي.

د کوید ۱۹ ویروس چې د لومړي ځل له پاره د ۲۰۱۹م کال د نومبر په میاشت کې د چین په ووهان ښار کې خپور او تشخیص شو، په چټکۍ سره په ټوله نړۍ کې خپور شو چې له کبله یې میلیونونه کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

کرونا ویروس څرنګه خپور شو؟

د ورای دغه څرګندونې څو ورځې وروسته له هغې رامخې ته کیږي چې په متحده ایالاتو کې د وال سټریټ ژورنال په نامه یوې بلې رسنۍ راپور ورکړ چې د متحده ایالاتو د انرژي وزارت ارزونې ښوولې چې په کم احتمال سره د کوید وبا په چین کې د غیر ارادي لابراتواري حادثې په نتیجه کې رامینځته شوې.

په امریکا متحده ایالاتو کې نورې استخباراتې ادارې د اکادمیکو مطالعاتو پر بنسټ بیا په دې باور دي چې د کوید ۱۹ ویروس د لابراتوار له لارې نه بلکې په طبیعي شکل رامنځ ته شوی دی. د همدې تیرې دوشنبې په ورځ، د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت د شورا ویاند جان کربي وویل چې د امریکا حکومت د کوید ۱۹ د خپریدو د منشاً په برخه کې نهايي نتیجې او اجماع ته نه دی رسیدلی.

د امریکا متحده ایالاتو د فدرالي پولیسو یا اف. بي. آی مشر کریستوفر ورای پر چین باندې تور لګولی چې دغه هیواد د امریکا د هغو هڅو پر وړاندې خنډونه جوړوي.
د امریکا متحده ایالاتو د فدرالي پولیسو یا اف. بي. آی مشر کریستوفر ورای پر چین باندې تور لګولی چې دغه هیواد د امریکا د هغو هڅو پر وړاندې خنډونه جوړوي.انځور: Kendall Warner/ZUMA Wire/IMAGO

د همدې موضوع اړوند دلته ولولئ:د کرونا نوی ډول – څيړونکي یې اندیښمن کړي

پر چین انتقادونه

کله چې د چین د بهرنیو چارو وزارت له ویاند څخه د وال ستریت ژورنال رسنۍ د رپوټ په هکله د تبصرې غوښتنه وشوه، نو نوموړي په ځواب کې د روغتیا د نړیوال سازمان رپوټ ته اشاره وکړه چې پکې د کوید ۱۹ ویروس د خپریدو لامل د لابراتواري حادثې پر ځای طبیعي ښوول شوی دی. نور چینايي چارواکي هم دغه راز څرګندونې ردوي او هغه د بیجینګ پر خلاف یو بد کمپاین ګڼي.

پوهه:آیا د کرونا د ویروس پرمهال د وینی گروپ هم کوم نقش لري؟

په عین حال کې، له فاکس نیوز رسنۍ سره د امریکا د فدرالي پولیسو مشر په خپله مرکه کې همدا راز چین تورن کړ چې د کوید ۱۹ د منشا او د خپریدو د دلیل د موندلو په برخه کې د امریکا د هڅو مخه نیسي. هغه وویل: «د چین حکومت...خپلې ټولې هڅې کوي څو دلته زموږ د هلو ځلو مخه ونیسي. هغه کار چې موږ یې کوو، هغه هڅې چې د امریکا حکومت یې کوي او زموږ نیږدې متحدین یې کوي.» نوموړي زیاته کړې چې دا د ټولو له پاره یو بدبختي ده.

پر دې ټولو سربیره، د چین او امریکا اړیکې په دې وروستیو کې د ټایوان د موضوع، پر اوکراین باندې د روسیې د یرغل او همدا راز په امریکا کې د چینايي جاسوسي بالونونو له کبله لا پسې ترینګلي شوي دي.