1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سږکال په نیمروز کې د پنبې حاصلات لس چنده زیات شوي

۱۳۹۹ مهر ۷, دوشنبه

د کرنې او مالدارۍ وزارت په نیمروز کې د پنبې حاصلاتو له ډيريدو څخه خبر ورکوي. دغه وزارت وايي چې په دې ولایت کې د پنبې حاصلات لس چنده زيات شوي او پنځه زره ټنه ته رسيدلي دي. خو د اوبو کمښت د کروند ګرو ستره ستونزه ګڼل کيږي.

https://p.dw.com/p/3j6cj
Bildergallarie Baumwolle in Afghanistan
انځور: Getty Images/Afp/Noorullah Shirzada

د نیمروز کروند ګرو وړاندوینه کړي، چې سږکال په دغه ولايت کی د پنبې حاصلات د تير کال په پرتله لس برابره زياتيږې. په نيمروز کې د کرنې او مالدارۍ وزارت ریاست ويلي،چې سږکال د پنبې حاصلات پنځه زره ټنه ته لوړ شوي، چې له تير کال سره د پرتلنې له مخې لس برابره زيات شوي. دا په داسې حال کې ده په دغه ولایت کې تير کال د پنبې حاصلات يوازې ۵۶۰ ټنه ول.

د نيمروز د کرنې او مالدارۍ وزارت رياست وايي، چې په دغه ولایت کې د خلکو علاقه د پنبې کرلو ته ډيره شوې ده. زياته شوې چې د چابرجک، خاشرود او د دغه ولایت په نورو ولسواليو کې پنبه کرل کيږې او هر کال يې حاصلات زياتيږې.

د نيمروز ولايت د کرنې او مالدارۍ د رياست يو تن مسؤل ذبيح الله اوليا زاده وايي، چې سږکال په دوه زره او ۲۵۰ هکتاره زمکه کې پنبه کرل شوې او تمه کيږې چې له هغې څخه به پنځه زره ټنه پنبه راټوله کړل شي.

د نیمروز ولايت د کرنې ریاست دغه چارواکې، د پنبې حاصلاتو زیاتیدل په دغه ولايت کې د پنبې له کرلو سره د خلکو د علاقي زياتوالې په گوته کوي. د دغه ولایت کروندګر د پنبې له کرلو څخه راضي دي. د نیمروز په چابرجک ولسوالۍ کې د منصور بلوچ په نامه يو کروندګر، چې له دوو کالو راهيسې پنبه کري د حاصلاتو زياتیدلو ته خوشبینه دی او وايې، چې د پنبې حاصلاتو زياتیدل او نړیوال بازار ته يې لاره موندل د دې سبب شوي، چې د دغه ولایت ډير شمير کروندګر د پنبې کرلو ته وهڅيږې. منصور بلوچ په دغه ولایت کې د اوبو کمښت د کروندګرو ستره ستونزه ګڼي او له حکومت څخه غواړي چې په دي لاره کي ورسره مرسته وکړي.

Bildergallarie Baumwolle in Afghanistan
په افغانستان کې اوس هم يو شمير ښځې او ماشومان د پنبې په کروندو او د نخ توليداتو په برخه کې کار کويانځور: Getty Images/Afp/Aref Karimi

پنبه د غنمو حاصلاتو له راټولولو وروسته کرل کیږی. د دغه ولايت د کرنې او مالدارۍ ریاست مسؤلين زياتوي چې پنبه د غنمو په پرتله کمو اوبو ته اړتیا لري. په دغه ولايت کي دوه ډوله پنبه کرل کيږي، چې يو ډول يې په کال کي درې ځلي حاصل ورکوي او بل ډول يې په کال کي یو ځل.

افغانستان د پنبي پخوانی توليدونکی

د پنبې کرل په افغانستان کې له لرغونو کرنیزو محصولاتو څخه ګڼل کيږې. يو مهال دغه هیواد په سیمه کي د پنبې، نخ او نخي کاليو له مهمو توليد کونکو هيوادونو څخه ګڼل کيده او داسې فابريکې يې درلودې، چې په سلونو کسانو په کي کار کوو. خو کرار کرار دغه محصولات کمرنګه شول. نیمروز،پروان، کنړ، روزګان، فاریاب، هرات، بغلان، جوزجان، کاپیسا، ننګرهار، سمنګان، سرپل، هلمند او کابل له هغه ولايتونو څخه دي،چې پنبه په کي کرل کيږي.

له پنبې څخه کيدی شي له خوړو نیولي تر پوشاک پورې توليد وشي. د پنبه دانې له غوړو څخه په پخلي او هم په طبابت کي ګټه پورته کيږي.له تفالي څخه يې د څارویو خوراک، له مالوچو يې نخي محصولايت توليدیږې او بوټې يې کیدای شي چې په کیمياوي سره کې ترينه ګټه پورته شي.

پنبه د افغانستان له مشهورو صادراتي توکو څخه ګڼل کيده چې په دغه هیواد کي دري لسیزي پخوا نږدي ۲۰ زره هکتاره زمکه کي کرل کیدله او په کال کې د پنبې حاصلات ۳۵۰ زره ټنه وو. اوس هم ډير شمير کلیوال د پاخه عمر خلک، ځوانان، ښځې، نارينه او حتي ماشومان د پنبې په کروندو او د نخي توليداتو په برخه کي کار کوي.

زموږ له آرشيف څخه: