1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

مېرکل د «پېړۍ» له يوې ننګونې څخه خبرې کوي

۱۳۹۹ مهر ۲۴, پنجشنبه

د آلمان مرکزي او آيالتي حکومتونو د کرونا په وړاندې تدابيرو پر لا سختولو توافق کړی دی څو د ټولبند مخه ونيول شي. تر اوسه لا دغه تدابير هومره سخت نه دي چې کېدای شي له دې وروسته نور هم پسې سخت کړل شي.

https://p.dw.com/p/3jxRa
Berlin | Corona-Gipfel im Kanzleramt
انځور: Stefanie Loos/dpa/picture-alliance

د آلمان د صدراعظمې انګلا مېرکل او د آيالتونو د لومړي وزيرانو تر منځ دغه غونډه «تاريخي» بلل شوې ده. ډېر ژورناليستان حيران ول چې د دې معنی به څه وي. يوازې دا حقيقت چې دغه غونډه په لومړي ځل په څلورو مياشتو کې په حضوري او فزيکي‌ ډول د صدرعظمې په اداره کې دايره شوې ده، نه په مجازي او ويډيويي‌ توګه، د دې تشريح نه وه. خو د غونډې په يوه سند کې بيا يوه اشاره ورته شوې وه: د کرونا د چټکې خپرېدنې بهير يو «تاريخي بعد» لري، ځکه چې هغه هېوادونه چې کنترول يې په لاس کې ساتلی، په اقتصادي او اجتماعي توګه تر نورو ښه له بحران څخه تېريږي. 

تر دغې اته ساعته غونډې وروسته په خبري‌ کنفرانس کې مېرکل زياته کړه چې دغه وبا د «پېړۍ يو چیلنج» دی. نه يوازې د دې په سر اوس پرېکړه کيږي‌ چې څو تنه ښايي مړه شي،‌ بلکې دا هم چې اقتصاد او د خکلو رفاه ساتل کېدای شي او که نه. د هغې په خبره دغه څه په تېره بيا په ځوانانو پورې اړه لري چې لا ډېر کلونه په مخ کې لري.‌

د هغې په وينا بايد خلک اوس له «مېلو»‌ څخه تېر شي څو وروسته ښه ژوند وشي کولی.‌ دا ځکه چې آلمان هم بې انتها‌ مالي‌ امکانات په اختيار کې نه لري: «آلمان د يو بل ټولبند اقتصادي وس نه لري.»

Symbolfoto Corona-Risikogebiet
انځور: Geisler-Fotopress/picture-alliance

په خبري غونډو کې د مېرکل د دروني وضعيت اټکل ډېر سخت وي.‌ خو کله چې يې آواز لا دروند او تاکيد يې زيات وي،‌ نو خبره بل ډول وي چې دا هم داسې يوه شېبه وه. هر چا حس کړل چې مېرکل اوس ډېره جدي وه.

کومې پرېکړې وشوې؟

د دغه تاکيد او غونډې ته د دومره تمې خلاف پرېکړې هومره جدي نه دي. په اصل کې د «هوت سپوت» يعنې د اوسنيو سختو ځپل شويو سيمو ستراتيژي له لويو ښارونو څخه ټول هېواد ته غځول کيږي.‌ کله چې د اخته کسانو شمېرې له ټاکل شوو حدودو څخه واوړي، نو بارونه او رستورانونه د شپې تر يولسو بجو وروسته تړل کيږي. همداراز د ګروپونو په شکل کې د خلکو راټولیدو او پر خصوصي مېلو بنديز لګول کيږي.

کله چې په يوه سيمه کې د ۱۰۰ زرو اوسېدونکو په سر د ۵۰ اخته کسانو له شمېر څخه تجاوز کيږي، نو حد اکثر لس کسان له دوو بېلو کورنيو څخه کولی شي چې په ګډه سره وګوري. سربېره پر دې به په هغسې عمومي واټونو کې چې ډېره ګڼه ګوڼه پکې وي، د ماسک اغوستل اجباري‌ وي. خو د اړيکو محدودول يوازې يوه توصيه ده چې دقيق پلي کول يې پر آيالتي حکومتونو پورې اړه لري.

کای الکساندر شولڅ/ن ص/ن ز

زموږ له آرشیف څخه: