1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کرونا: آلمان ته د سفر کولو په اړه نوي مقررات

۱۴۰۰ اردیبهشت ۲۳, پنجشنبه

هغه کسان چي له رخصتیو وروسته او یا هم نور کسان چي آلمان ته راځي، اوس باید نوي مقررات په پام کي ونیسي. په دې ډول هغه کسان چي واکسین سوي او یا یې هم کرونا تیره کړې وي، ضرور نه ده چي قرانطین سي.

https://p.dw.com/p/3tKrh
Coronavirus - Verschärfte Einreisekontrollen Frankfurt/Main
انځور: Boris Roessler/dpa/picture alliance

دغه نوي مقررات سر له نن پنجشنبه (د می ۱۳ مه) په ټول آلمان کي اعتبار لري. د واکسین سوو او له کرونا څخه بیرته رغېدلو کسانو له پاره د قرانطین او د کرونا د تيست کولو شرطونه له منځه ځي، خو یوازي د هغو کسانو له پاره ضروري دي چي له یوه داسي هیواد څخه راځي چي د کرونا نوي ډولونه پکښي راپیدا سوي وي.

د کابینې د یوې پریکړي له مخي پر هغو کسانو باندي هم دغه مقررات تطبیقیږي چي واکسین یې نه وي لگولی، آلمان ته تر بیرته ستنیدو وروسته د لس ورځني قرانطین څخه سرغړونه کوي او له هغو هیوادونو څخه راځي چي هلته د اوو ورځو په ترڅ کي په هرو سلو زرو اوسیدونکو کي تر ۵۰ ډیر کسان په کرونا اخته گیږي.

په دې ډول باید نوموړي کسان دا ثابته کړي چي تازه یې د کرونا تيست منفي وي. د دغو مقرراتو له مخي ښايي د دوبي په موسم کي هم په اروپا کي سفرونه آسانه سي، د مثال په ډول واکسین سوي والدین کولای سي د خپلو نه واکسین سوو کوچنیانو سره یو ځای سفر وکړي.

د رابرت کوخ انستیتوت په حواله د ټولو آلماني اتباعو له پاره چي له هغو هیوادونه څخه بیرته راستنیږي چي د کرونا نوي ډولونه پکښي رامنځته سوي، د قرانطین شرایط د پخوا په ډول اعتبار لري.

دا هغه هیوادونه دي چي په هرو سلو زرو اوسیدونکو کي د اوو ورځو په ترڅ کي تر ۵۰ زيات کسان په کرونا اخته کیږي.

د کرونا له امله خطرناکو هیوادونو څخه د بیرته راتگ په صورت کي کیدای سي د قرانطین موده پنځو ورځو ته رالنډه سي، هغه هم په دې شرط چي د بیرته ستنیدونکو کسانو د کرونا تيست یې منفی وي. خو په هغو هیوادونو کي چي د کرونا نوي ډولونه راپیدا سوي، له هغو څخه د بیرته ستنیدو په صورت کي باید ۱۴ ورځني قرانطین په نظر کي ونیول سي او د منفي تيست ثابتول یې د قرانطین وخت نه سي لنډولای.

GP/NZ/DW.Online