1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په افغانستان کي د آلماني عسکرو د امنیت په هکله اندیښنې

۱۳۹۹ بهمن ۲۴, جمعه

په افغانستان کي د آلماني عسکرو د امنیت په هکله اندیښې مخ پر زیاتیدو دي. ددغو اندیښنو یو دلیل، په اپریل مياشت کي له افغانستانه د ناټو ځواکونو د وتلو او یا هم په دغه هیواد کي د دغه ماموریت د اوږدیدو په هکله بحث دی.

https://p.dw.com/p/3pFrV
DW Special 20 Jahre Bundeswehreinsatz in Afghanistan
انځور: picture-.alliance/dpa/M. Gambarini

د جمعې په ورځ خپور سوي یوه رپوټ له مخي، د جرمني د دفاع وزارت یوه ویاند د آ.آر.ډې تلویزیون ته ویلي دي: «تر اپریل وروسته د ناټو ماموریت اوږدیدل، کیدای سي زموږ د سرتیرو له پاره د خطر سبب سي.»

په امنیتي کړیو کي ویل کیږي چي دا کار کیدای سي ددې سبب سي چي مزارشریف ته د آلماني قرارگاوو د ساتلو له پاره نور جنګي تجهیزات هم واستول سي.

ددې کار علت په افغانستان کي د ناټو ځواکونو ماموریت د پای ته رسیدو په هکله له سره فکر کول دي، لکه څنګه چي مخکي پلان سوي ول، د اپریل تر پایه باید عملي سي.

خو تر اوسه پوري په دې اړه کومه سیاسي پریکړه نه ده سوې. په اوس وخت کي هر څه په واشنګټن پوري تړلي. هلته باید نوی حکومت پریکړه وکړي چي آیا یو کال مخکي له طالبانو سره به د خارجي ځواکونو د ایستلو په اړه رامنځته سوي تفاهم ته ادامه ورکړي او که څنګه.

په اوس وخت کي درې امکانات موجود دي: د اپریل تر پایه د ځواکونو وتل، یا ددغه ماموریت اوږدیدل. که هغه د طالبانو په موافقه وي او که نه وي. طالبانو وختی لا اعلان کړی، که په افغانستان کي ځای پر ځای سوي خارجي ځواکونه د می تر میاشتي پوري و نه وزي، نو خپله مبارزې او جهاد ته به ادامه ورکړي.

د جرمني د آزاد دیموکرات ګوند ویاندي، ماري اګنیس شتراک څیمرمن د آ.آر.ډې رسنۍ سره په خبرو کي وویل: «د آلمان پوځ باید امنیتي وضعیت ته په کتو سره دا په پام کي ولري چي ښايي حالت ددوي له پاره ډیر خطرناکه سي.» همدارنګه د ناټو له پاره هم ورته خطر موجود دی.

د آ.آر.ډې د مرکزي سټودیو د معلوماتو له مخي راتلونکې اونۍ به د ناټو ۳۰ سفیران سره راټول سي، تر څو په دې اړه خبري وکړي چي د نړیوالو ځواکونو د امنیت ساتلو له پاره کوم تدابیر په نظر کي ونیول سي. د فبرورۍ پر ۱۷مه او ۱۸مه بیا د ناټو د غړوهیوادونو د دفاع د وزیرانو غونډه پلان سوې ده.

د سوسیال دیموکرات ګوند سیاسي ویاندي، سیمتي میولر بيا له افغانستانه په چټکۍ سره د ځواکونو د ایستلو څخه خبرداری ورکړی.

AG/G.P/N.Z