1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چین له افغانستان سره د میلیونونو یورو مرستي ژمنه وکړه

۱۴۰۰ شهریور ۱۸, پنجشنبه

چین له افغانستان سره د ۲۰۰ میلیونو یوآن په ارزښت چي معادل يې ۲۶ ميليونه يورو کيږي، د بشري مرستو ژمنه وکړه. په دغو مرستو کي، دارو درمل او واکسينونه هم شامل دي.

https://p.dw.com/p/406j2
China Peking Außenminister Wang Yi
انځور: Wang Yuguo/XinHua/picture alliance

 لکه څنگه چي په پیکنگ کي ددغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت د پنجشنبه په ورځ اعلان کړی، په دغو مرستو کي به د نورو ترڅنگ، غنم، دارو درمل او واکسینونه شامل وي. دغه ډول ژمنه د چین خارجه وزیر، وانگ یي د افغانستان د نورو گاونډیو هیوادونو د بهرنيو چارو وزیرانو سره په گډه کړې ده.

د هغه په خبره چین به د واکسینونو په لومړۍ بسته کي د کرونا درې میلیونه دوزه واکسین صادر کړي. هغه زیاتوي، د چین اولسي جمهوریت دې ته تيار دی چي د کرونا له پاندیمي سره د مبارزې له پاره نور مرستندویه عاجل توکي هم افغانستان ته واستوي.

وانگ یي، په خپلو خبرو کي د نوموړي وزارت په حواله ویلي دي چي، افغانستان له دوو چيلينجونو بشري ستونزو او کرونا پاندیمي سره لاس او گریوان دی. گاونډیو هیوادونو غوښتل له افغانستان سره مرسته وکړي تر څو دغه هیواد له بحران څخه راووزي.

هغه پر امریکا متحده ایالاتو هم ږغ وکړ چي پس له وتلو دي هم خپل مسؤلیت ادا کړي او د نورو هیوادونو په پرتله لا ډیر مسؤلیت لري چي خپلي اقتصادي او بشري مرستي ورسوي تر څو د افغانستان ملاتړ وسي، په هغه کي ثبات رامنځته او د بحران مخه ونیول سي.

په دغه ویدیويي کنفرانس کي د وانگ یي ترڅنگ د پاکستان، ایران، تاجيکستان، ازبکستان او ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیرانو هم گډون کړی وو.

GP/NZ/AG