1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

له کرایي مېندو سره پاتې شوي په زرګونو چینایي ماشومان

۱۳۹۹ مهر ۳, پنجشنبه

شتمنو چینایانو له هیواد څخه بهر د خپلو ماشومانو د زیږونې له پاره د اجاره يي مېندو د شرکتونو ملاتړ ترلاسه کړی دی، خو د کرونا ویروس د وبا له امله د خپلو ماشومانو د لیدو او یا یي کور ته راوستلو څخه محروم پاتې دي.

https://p.dw.com/p/3ixBY
Ukraine Coronavirus Leihmutterschaft BioTexCom
انځور: Efrem Lukatsky/AP Photo/picture alliance

د سرحدونو بندیدل، سفري محدودیتونه او د ویروس د خپریدو ویره، د مور پلار او ماشومانو ترمنځ فاصله کمیدو ته نه پریږدي. په چین کې مېندې اجازه نه لري چې د بل چا ماشوم ته په خپل رحم کې روزنه ورکړي. دغه بندیز د بی وزله ښځو څخه د ناوړه استفادې د مخنیوي په خاطر په ۲۰۰۱ م کال کې لګول شوی دی.

چیري لاین، په آرامه آرامه خپل د زوی زانګو زنګوي او فکر کوي چې شاید دا زانګو یې د زوی له پاره کوچنی شي، ځکه دا نه پوهیږي چې کله به خپل زوی ولیدلی شي. چیري لاین، له هغو په لسګونو مېندو څخه یوه ده چې د خپل ماشوم له پاره پردۍ یا بیګانه ده، ځکه د هغې زوی د «سروګیټ مدر» یا اجارې مور په کور کې زیږدلی دی او خارج یا بهرني هیواد کې بند پاتی دی.

د کرونا ویروس وبا د خپریدو له ویرې ډیر شمیر هیوادونو خپل سرحدونه تړلي دي او اوس دغه ماشومان له خپلو په اصطلاح تجارتي یا کرایي مېندو سره په پردیو هیوادونو کې بند پاتې دي.

Ukraine Kiew | Coronavirus | Leihmutterfirma
انځور: Getty Images/AFP/S. Supinksy

په چین کې داسې مور پلار له ۳۵ څخه تر ۷۵ زره امریکایي ډالرو پورې په بهرنیو هیوادونو کې هغو په اصطلاح کرایي یا اجاره شویو مېندو ته ورکوي چې تر ۹ میاشتو پورې د دوی ماشوم په خپل رحم کې روزي او یا بیا یې تر زیږولو وروسته دوی ته سپاري.

دغه کرایي مېندې زیاتره وخت دوی په روسیې، اوکراین، گورجستان، امریکا او لاؤس کې پيدا کوي. په عادي حالاتو کې به په اصطلاح اجاره مېندو ماشوم تر زیږونې وروسته ژر تر ژره د هغوې بیولوژیکي مور پلار ته تسلیمولو، خو کرونا وبا اوس دغه سیستم ګډو وډ کړی دی.

په جون میاشت کې د اجاره یي مېندو د خدوماتو وړاندې کونکي کمپنۍ  BioTexCom یوه داسې ویډیو پوسټ کړه چې په هغې کې په یوه هوټل کې د نوي زیږیدلو ماشومانو یو کتار ښودل کیږي. په همدې منځ کې د BioTexCom کمپنۍ یوه استازي د فرانسې خبري آژانس ته ویلي چې اوس له دوی سره ۴۶ نوي زیږدلي ماشومان موجو دي چې تر نیمایي د زیاتو بیولوژيکي مور پلار یې په چین هیواد کې دي.