1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تر میلیون زيات کوچنیان د زهري چاپیریال له امله مړه سوي

۱۳۹۹ آبان ۳۰, جمعه

د کوچنیانو د نړیوالي ورځي په مناسبت د کوچنیانو د ملاتړ ادارې د هغوی پر حالت د چاپیریال اغیزو ته اشاره کړې چي له کبله یې ۱،۷میلیونه کوچنیان مړه سوي دي.

https://p.dw.com/p/3lawv
BdTD - Bangladesch Dhaka Kind spielt im Müll
انځور: Imago/ZUMA Press/M. Hasan

د نوموړي سازمان مشر د پنجشنبې په ورځ د جرمني په اوسنابروک ښار کي خبر ورکړی دی چي هرکال شاوخوا یو اشاریه ۷ میلیونه کوچنیان چي پنځه کلنۍ ته نه دي رسېدلي، د چاپیریالي ککړتیاوو لکه ناپاکو اوبو او ککړي هوا له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي.

ددغه سازمان ویاندي، بیرتا کیوتر ویلي دي چي، هر دریم کوچنی په وینه کي راټول سوي سرب لري او په دې ډول یې له ژوند سره لوبي کیږي.

نوموړي ادارې یو وار بیا خپله هغه غوښتنه تکرار کړه چي له مخي یې کوچنیان د یوه سالم چاپیریال درلودلو حق لري. د کیوتر په خبره دغه اضافي پروتوکول باید د ملګرو ملتونو د کوچنیانو د حقونو په کنوانسیون کي شامل سي.

تیری دی هومس درې اونۍ مخکي په نړیواله سطحه د یوه سالم چاپیریال له پاره د کوچنیانو د حق  درلودلو په هکله یو کمپاین پیل کړ چي د «زما سیاره، زما حق» تر نامه لاندي د آنلاین له لاري لاسلیکونه راټولوي.

دغه کمپاین باید په جرمني او ۴۰ نورو هیوادونو کي هم پرلاره واچول سي، چي ددغي مرستندویه پروژې څخه ملاتړ وکړي. ویل کیږي چي په پای کي به دغه راټول سوي لاسلیکونه د ملګرو ملتونو عمومي منشي او په ملګرو ملتو کي د کوچنیانو کمیټې ته وړاندي سي.

د کوچنیانو د حقونو کنوانسیون د ۱۹۸۹م کال د نوومبر پر۲۰مه د ملګرو ملتونو د عمومي اسامبلۍ له خوا تصویب سو. بې له امریکا متحده ایالاتو څخه هغه نورو ټولو هیوادونو لاسلیک کړی دی.

Ag/گ.پ،ن.ز