1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د ويني په تيست سره د سرطان تشخيص- آيا واقعاً امکان لري؟

۱۴۰۰ تیر ۳۱, پنجشنبه

د ویني یو تیست چي سرطان په ابتدايي مرحله کي دقیق او په اعتمادي ډول سره معلوم کړي، د سرطان د وختي پیژندلو په لار کي به یوغټ ګام وي. د یوې امریکايي څېړني پراساس دا ممکنه ده، خو پخپله تیست جنجالي دی.

https://p.dw.com/p/3xpaj
Illustration Krebszelle
انځور: Imago Images/Science Photo Library

په امریکا متحده ایالاتو کي د سرطان پر ۵۰ مختلف ډول تیستونو باندي تحقیقات سوي دي. دغه ټوله په کلیفورنیا کي د ګرال «GRALL» شرکت له خوا تمویلیږي او څېړني یې کیږي. ویل کیږي چي د ویني تیست نه یوازي باید سرطان معلوم کړي، بلکي دا هم معلومه کړي چي هغه د بدن په کومه برخه کي دی.

په کلیفورنیا کي د دغه شرکت له خوا د تحقیقاتو نتایج د تیري جون میاشتي په اخره کي د «Annals of Oncology» په نامه سرطان علمي مجله کي نشر سول.

په ټوله نړۍ کي ساینس پوهانو د دغه ډول یوې پروسې په تکمیلولو کي کار کړی دی چي ځيني ابتدايي بریالیتوبونه هم لري. خو د جرمني په هایدل بیرګ ښار کي د سرطاني خدماتو د مرکز څخه د سوزانه رېمرس په نظر «د ویني د تیست تر لمړني بریالي خبر پوري چي هغه د ټولو خلګو له پاره د استعمال وړ وي، لا ډیر وخت پاته دی.»

سوزانه رېمرس په مجله کي نشر سوو وروستیو نتایجو ته د شک په سترګه ګوري او وايي: «امکان لري په تازه نتایجو کي یو څه افراط سوی وي او ډېري وعدې ورکړل سوي وي. د دې له پاره چي د سرطان د ابتدايي پیژندني پخاطر دي د ویني تیست مثبته نتیجه ورکړي، باید نور تحقیقات او پر عامو خلګو باندي ډیري لابراتواري تجربې تر سره سي. یوازي په دې صورت کي کيدای سي ډاډه اوسو چي پر هغه چا باندي چي تیست تر سره کیږي، واقعاً یې سرطان په اعتمادي او دقیق ډول سره معلومولای هم سي. د تیست ممکنه ریسکونه او خطرونه هم باید د امکان تر حده پوري رالږ سي.»

د سرطان تیست څنګه کیږي؟

ډیر شرایط باید پوره سي تر څو د ویني د تیست له لاري واقعاً سرطان معلوم سي. د دې کار د سرته رسولو په خاطر باید سرطاني حجرې، د ډي ان اې«DNA» یوه برخه او یا هم د ملا او شمزۍ حجرات د ویني په جریان کي ګردش پیدا کړي. یوازي په دې صورت کي د ویني تیست سرطاني غدې معلومولای سي.

Universitätsklinikum Heidelberg Bluttests bei Brustkrebs
انځور: Universitätsklinikum Heidelberg

د سرطان مختلفي مرحلې

د سرطان تقریباً ۲۰۰ ډوله موجود دي چي پر ۵۰ باندي یې د کلیفورنيا په تازه څېړنه کي تحقیقات سوي دي. دغه تحقیقات پر داسي کسانو باندي سوي دي چي د سرطان په مختلفو مراحلو کي وه. يعني نوموړي څېړني هغه سرطاني غدې په نظر کي نیولی دي چي کاملاً په ابتدايي مرحله کي وې او هغه هم چي سرطان یې پیشرفته سوی او خطرناکي مرحلې ته رسیدلی ؤ.

د کلفورنیا د دغي پروژې له خوا د تحقیقاتو په جریان کي د هغو کسانو چي سرطان یې لوړي مرحلې ته رسیدلی ؤ، د ویني د تیست نتایج یې ۹۰،۱ فیصد وه، یعني ښه نتیجه یې ورکوله. خو د هغو کسانو چي سرطان یې په ابتدايي مرحله کي ؤ، بیا یې نتیجه فقط ۱۶،۸ فیصده او ډیره لږ وه. په بل عبارت د سرطان په ۸۳ فیصدو پيښو کي چي سرطان یې په ابتدايي مرحله کي ؤ، د ویني د تیست له لاري یې نتایج معلوم نه سول. 

په دې خاطر به نو د سوزانه رېمرس په نظر د ویني د تیست له لاري د سرطان د وختي پیژندلو تر اعتمادي او دقیق نتایج ورکولو پوري ډیر وخت ته اړتيا وي. ځکه اوسنی تیست کیدلای سي غلطه مثبته نتیجه ورکړي او یا برعکس غلطه منفي. په دواړو حالاتو کي دا یوه شخړه ایزه موضوع ده او د سرطان د وختي پیژندلو سره مرسته نه کوي.

د مثال په ډول که تیست غلطه مثبته نتیجه وښيي، نو به مریض ته د سرطان د له منځه وړلو د میتودونو مطابق سختي دواوي او کیمیاوي معالجه تطبیق سي چي په حقیقت کي نه باید ورباندي تطبیق سوې وای. دا به بیا نور سخت جانبي عوارض هم ولري.