1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بریتانیا هم له امریکا سره سم له افغانستانه ځپل ځواکونه باسي

۱۴۰۰ فروردین ۲۵, چهارشنبه

تر هغه وروسته چې روښانه شوه امریکا خپل ټول ځواکونه له افغانستان څحه باسي، بریتانیا هم پلان لري چې دغه کار وکړي. د بریتانیاوي ځواکونو د وتلو بهیر به د سپتمبر تر یوولسمې نیټې پورې بشپړ شي.

https://p.dw.com/p/3ryOu
Afghanistan Kabul | Anschlag auf schiitische Gedenkfeier
انځور: picture-alliance/dpa/AP Photo/R. Gul

د ټایمز په نوم رسنۍ ویلي دي چې بریتانیا هم غواړي چې له افغانستان څخه خپل نزدې ټول پوځیان د همدې کال د سپتمبر میاشتې تر یوولسمې نیټې پورې را وباسي.

د دغې ورځپاڼې په حواله بریتانیا داسې پلان چمتو کړی دی چې له مخې یې په کابل کې د افغان ځواکونو د روزنې اکاډمي چارې پخپله افغان حکومت ته وسپاري.

اوس مهال په افغانستان کې نزدې ۷۵۰ بریتانیاوي عسکر میشت دي چې د امریکايي پوځیانو له حضور پرته به ورته په افغانستان کې پاتېدل ستونزمن وي، ځکه بریتانیاوي ځواکونه تر ډیره حده پورې پر امریکایي اډو او بنسټونو باندې اتکا لري.