1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې د «امن ساحې» د ایجاد طرحه

۱۴۰۰ شهریور ۷, یکشنبه

فرانسه او بریتانیا د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له یو شمیر نورو غړو سره غواړي د افغانستان په پلازمېنې کابل کې «امن ساحه» رامنځته شي. ټاکل شوې ده د دې پلان مسوده د امنیت شورا فوق العاده غونډې ته وړاندې شي.

https://p.dw.com/p/3zdbc
UN-Sicherheitsrat verlängert Syrienhilfe eingeschränkt
انځور: picture-alliance/dpa/XinHua

د فرانسې ولسمشر امانوئیل ماکرون ویلي دي چې د بریتانیي له لومړي وزیر سره پر سلا مشورو اخته دی او دواړه هیوادونه د یوه پریکړه لیک د مسودې د جوړولو په حال کې دي چې په پام کې ده د امنیت شورا ته وړاندې شي.

ټاکل شوې ده چې د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا پنځه دایمي غړي هیوادونه د دوشنبې په ورځ د افغانستان د کړکیچ په هکله یوه فوق العاده غونډه دایره کړي. دغه هیوادونه عبارت دي له امریکا، روسیې، چین، فرانسې او بریتانیې څخه چې د ویټو حق درلودونکي دي.

فرانسه او بریتانیه  غواړي چې د دې پریکړه لیک مسوده د افغانستان په اړه د فوق العاده غونډې په جریان کې وړاندې کړي. د امن منطقې د رامنځته کولو هدف به په افغانستان کې د بشردوستانه عملیاتو دوام وي.

Frankreich Emmanuel Macron und Boris Johnson in Paris
د فرانسې ولسمشر امانوین ماکرون او د انګلستان لومړی وزیر بوریس جانسنانځور: Reuters/G. Fuentes

د فرانسې ولسمشر ویلي دي دغه پریکړه لیک کولی شي په بیړنیو شرایطو کې د ملګرو ملتونو سازمان فعالیتونو دوام ته یو چوکاټ رامنځته کړي، مسئولیتونه واضح کړي او «نړیوالې ټولنې ته اجازه ورکوي چې طالبان تر فشار لاندې وساتي.»

فرانسه او بریتانیا هغه دوه هیوادونه دي چې د جمعې او شنبې په ورځو کې يې د خپلو نظامي ځواکونو، د هغوې د افغان همکارانو او په افغانستان کې له خطر سره مخامخو کسانو د را ایستلو عملیات پای ته ورسول.

که څه هم د امریکا متحده ایالاتو د چارواکو په وینا تر اوسه پورې له ۱۱۰ زرو ډیر کسان له افغانستان څخه ایستل شوي دي، خو اوس هم په دغه هیواد کې داسې په زرګونو کسان پاتې دي چې د نړیوالو ځواکونو تر وتلو وروسته هم د طالبانو له خوا د تعقیب او مجازات کیدو له جدي خطر سره مخامخ دي. 

آژانسونه: ش.ن/ ق.ن