د اروپا د اتحادیې څخه د بریتانیا تر کامل وتلو وروسته د دغي اتحادیې اتباع بیله ویزې او په اتوماتیک ډول د پاته کیدو حق نلري. خو هغه کسان چي د ۲۰۲۰ م کال د ډسمبر تر ۳۱ دمخه په دغه هیواد کي استوګن وه، کولای سي د انګلستان د داخله وزارت څخه تقاضا وکړي، چي بیله اداري تشریفاتو او ویزې څخه د سفر امکانات ورته مساعد کړي.
د بریکزیت موافقتنامې دغه ډول یو حق هم هغوی ته ورکړی دی. د انګلستان حکومت بیا د سویس او اروپا د اتحادیې د نورو غړو هیوادو اتباعو ته د جون تر ۳۰ مي پوري مهلت ورکړی دی، چي خپلي غوښتني ورواستوي.
پدې ډول سره هغه کسان چي غوښتني یې منل کیږي ، د بریکزیت دمخه غوندي حقوقو څخه برخمن کيږي. تراوسه، یعني د برکزیت او اروپا د اتحادیې څخه تر وتلو درې اونی وروسته، څلور ملیونه او ۹۰۰ زرو کسانو دغه ډول تقاضاوي ورکړي دي، چي ۴،۴ ملیونه یې قبول سوي دي. د بریتانیا داخله وزارت مګر دا روښانه کړې نده، چي د ۳۴۰۰۰ کسانو د غوښتنو د ردیدو علت څه شي دی.
تر دې خبر یوه اونی دمخه په لندن کي د اقتصادي ارقامو مرکز اعلان کړی ؤ، چي په لسهاوو زره هغه خارجي کارګرانو ، چي د کرونا په سبب بیکاره سوي وه، بریتانیا پرې ایښې او دې ته یې ترجیح ورکړې ده، چي د کار بیرته پیدا کیدو ته د انتظار په عوض خپلو اصلي ټاټوبو ته ولاړ سي.
دا هم پداسي حال کي ده، چي د بریتانیا اقتصاد د کار خارجي قوې ته ډیرسخت محتاجه دی او د قوانینو او مهاجرت د مقرراتو سختیدل کیدلای سي د کرونا د بحران عواقب نورهم شدید کړي.
زموږ د ارشیف څخه په دې ارتباط یو انځوریز البوم:
-
د برېکزيټ په تړون کي پر کومو ټکو توافق سوی؟
صفر ګمرکات
په تړون کي پر دې توافق سوی دی چي اروپايي اتحاديه به له دې وروسته هم وکولای سي چي خپل مالونه بېله تعرفې او ګمرکاتو څخه بريتانيې ته صادر کړي. په بدل کي په اروپايي اتحاديه کي هم پر بريتانوي مالونو او مصنوعاتو تعرفې نه لګول کيږي.
-
د برېکزيټ په تړون کي پر کومو ټکو توافق سوی؟
بېله ويزې سفر، ټولنيز او امنيتي آسانتياوي
په تړون کي پر دې هم توافق سوی دی چي له دواړو اړخونو څخه سفر کوونکي به تر ۹۰ ورځو پوري پاته کېدو پر وخت ويزې ته اړتيا ونلري. خو د دواړو اړخونو اتباع به د کار کولو، تحصيل، دايمي اقامې لرلو او تجارت کولو حق د پخوا په شان ونلري. هغه کسان چي له تړون مخکي يې لا کار کاوه، د کار کولو حق به يې برقرار وساتل سي. د دې تر څنګ تقاعد، روغتيايي مراقبت او يو شمېر نور ورته حقونه پر ځای پاته وي.
-
د برېکزيټ په تړون کي پر کومو ټکو توافق سوی؟
د کب نېونې په تړاو تفاهم
دا چي له برېکزيټ وروسته به د اروپايي اتحاديې کب نيونکي د بريتانيا په اوبو کي په کوم مقدار د کب نيولو حق ولري، دا يوه له تر ټولو جنجالي موضوعاتو څخه وه. خو اوس پر دې توافق سوی چي د راتلونکو پنځه نيمو کالو له پاره به پدې هکله پخواني حقونه په عبوري توګه پر ځای پاته سي. له هغه وروسته بايد دواړه اړخونه پر دغه موضوع نوی تفاهم وکړي.
-
د برېکزيټ په تړون کي پر کومو ټکو توافق سوی؟
د هوايي لارو او امنيت همکارۍ
په داسي حال کي چي بريتانوي اتباع به د اروپايي اتحاديې د هوايي سفر بازار ته آزاد لاسرسی له لاسه ورکړي، د دواړو اړخونو تر منځ به د هوايي لارو د امنيت او د هوايي سفر د تنظيم همکاري ادامه ولري. په تړون کي راغلي چي بريتانوي کارګو الوتنې به د اروپايي اتحاديې ټولو هوايي دګرونو ته غېر محدود لاسرسی ولري.
-
د برېکزيټ په تړون کي پر کومو ټکو توافق سوی؟
بعضي تجارتي همکارۍ وژغورل سوې
په اوتوماتيکه توګه په اروپايي اتحاديه کي د بريتانوي ډاکټرانو، نرسانو، فارماسي کارپوهانو، انجينرانو او نورو مسلکي کسانو په رسميت پېژندنه له منځه تللې ده. البته د دواړو اړخونو تر منځ د پانګونې او تجارتي راکړه ورکړه پر آسانتياؤ او همکاريو توافق سوی دی. دغه تړون په ديجيتل بازار کي هم پر دواړو اړخونو د خنډونو د له منځه وړلو هوډ کوي.
-
د برېکزيټ په تړون کي پر کومو ټکو توافق سوی؟
د انرژۍ په ساحه کي همکاري
ريتانيا به د اروپايي اتحاديې د کورنۍ انرژۍ له بازار، د اروپايي اټومي انرژۍ له ساحې او د اتحاديې د افرازاتو له تجارت څخه نور برخمنه نه وي. خو دواړو اړخونو د انرژۍ په سيکتور کي يو د بل له لارو څخه د محافظت او په زياته په شمالي سمندر کي د انرژۍ پر همکارۍ توافق کړی دی. د دې تر څنګ په پاريس کي د چاپيريال ساتنې د تړون تعهدات به هم پر ځای پاته وي.
-
د برېکزيټ په تړون کي پر کومو ټکو توافق سوی؟
بريتانيا په سائنسي تحقيقاتو کي ملګری پاته کيږي
بريتانيا به د تعليم، تحقيق او ټيکنالوژۍ په اروپايي پروګرامونو کي نور غړيتوب ونلري، لکه د ايرازموس پوهنتون او د ګاليلای سټلايټ سيسټم پروګرام کي. خو د برېکزيټ په تړون کي راغلي چي په بعضو مهمو د سائنسي تحقيقاتو په برخه کي به همکاري ادامه ولري.
-
د برېکزيټ په تړون کي پر کومو ټکو توافق سوی؟
د لاريو د ترانسپورت ساحه
د بريتانيې د لاريو ترانسپورتي شرکتونه به د اروپايي اتحاديې اړونده بازار ته لامحدود لاسرسی له لاسه ورکړي. خو له يوې نقطې څخه تر بلې پوري ترانسپورت به له دې وروسته هم پر دواړو اړخونو ممکن وي. په دې کي ترانزيتي حقونه او يو شمير نور حقونه هم شامل دي. په دې ترڅ کي د سړک د محافظت، د کار اصول او د عادلانه سيالۍ نقاط هم ځای کړل سوي دي.
-
د برېکزيټ په تړون کي پر کومو ټکو توافق سوی؟
په يورو پول او عدلي چارو کي د همکارۍ پای
بريتانيا به له يورو پول او يورو جست (د عدلي چارو د همکارۍ سازمان) څخهپر شا سي. په دې توګه به د يادو ادارو له معلوماتي ځېرمي څخه نور ځان ته معلومات نه واخيستلای سي. خو د برېکزيټ تړون د دې تضمين کړی چي په بله بڼه به په يادو ساحو کي همکاري ته ادامه ورکړي. په دې کي د مسافرو په تړاو د معلومات چټکه تبادله او د جرايمو د مخنيوي په ډګر کي همکاري شامله ده.