1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بوسنيا: په سونو مهاجر د م.م له مهاجر کمپ څخه شړل شوي

۱۳۹۹ مهر ۱۰, پنجشنبه

د بوسنيا پوليسو د مهاجرو يو کمپ خالي کړی دی او د دغه کمپ په سونو اوسيدونکي داسې يوه لیرې پراته کمپ ته استول شوي چې د ژمي د شرايطو له پاره په ښه توگه سنبال نه دی. په بوسنيا کې دغه ډول يو شمير نور کمپونه تخيله شوي دي.

https://p.dw.com/p/3jH90
Migranten in Bosnien und Herzegowina
انځور: Kemal Softic/AP Photo/picture-alliance

اسوشيتد پريس خبري آژانس او د ملگرو ملتونو چارواکو رپوټ ورکړی دی چې د بوسنيا چارواکو د هيواد په شمال ختيځه کرانجينا سيمه کې د ملگرو ملتونو له يوه کمپ څخه په سونو مهاجر ايستلي دي. 

په بيهاچ ښار کې يو کمپ چې زياتره اوسيدونکي یې ځوانان ول، تخيله کړل شوی او تړل شوی دی. د دغه کمپ اوسيدونکي په يوه لیرې پرته سيمه کې پراته داسې کمپ ته ليږدول شوي دي چې د ژمي د يخو شپو او ورځو له پاره په سمه توگه مجهز نه دی او لا دمخه ډېر ډک دی.

د ملگرو ملتونو د مهاجرت نړيوال سازمان (آي او ام) څخه پيتر فون دېر اويريرت د تويتر له لارې ويلي: «د اونا سانا سيمې چارواکو د بيرا د مهاجرو د استوگنځای ټول ۳۵۰ اوسيدونکي په زور ليپا ته انتقال کړي دي. دغه کمپ لا دمخه په بشپړه توگه ډک دی.»

نوموړي همدا راز په لیپا کلي کې د مهاجرو يوه ويديو هم خپره کړې ده او زياته کړې ده چې ځينو مهاجرو بيرته بيهاچ ښار ته چې د کروشيا سره پر سرحد پروت دی، مخه کړې ده.

اويريرت زياته کړې: «ټول به نن شپه تر شنه آسمان لاندې تیروي چې غیرې انساني کار دی او هیڅ اړتيا ورته نه وه. دا د يوه بشري ناورين پېل دی.»

د مهاجرت سازمان دغه کارکوونکي اسوشيتد پريس خبري آژانس ته وويل چې له بيهاچ ښار څخه د شلو کيلومترو په واټن کې د ليپا کلي ته څېرمه پروت دا کمپ په اپريل مياشت کې جوړ شوی وو او ښايي ډېر ژر به یې چارواکي تړلو ته مجبور شي. هغه زياته کړه: «دا کمپ يوازې د دوبي د شرايطو له پاره جوړ شوی دی.»

د سرپناه ناوړه شرائط

د بوسنيا چارواکو له خپلو دې عملیاتو څخه دفاع کړې ده او ویلي یې دي چې دوی په دې آند چې په نورو ځايونو کې به د مهاجرو مناسبه پالنه امکان ولري.

د بوسنيا «بي اچ آر ټي» خبري شبکې د يوې سيمه ایزي چارواکي نيرمن کلاجچ له قوله ويلي: «موږ تخنيکي مرستې ته چمتو يوو او په دې آند يوو چې په ليپا کې په کافي اندازه ځای شته کیدای شي دغه کمپ له دوو تر درو زرو مهاجرو له پاره مناسب استوگنځای جوړيدی شي.»

سيمه ایزو چارواکو له اوږدې مودې راهيسې د بيرا د مرکز د تړلو هڅه کوله. بيرا د بوسنيا له هغو اوو کمپونو څخه يو دی چې «آي او ام» يې غم خوري. بوسنيايي چارواکي پلان لري دويم کمپ چې کابو ۷۰۰ کسان پکې ميشت دي، هم په راتلونکو ورځو کې وتړي خو تر اوسه روښانه نه ده چې دغه مهاجر به چیرته ساتل کيږي.

Migranten in Bosnien und Herzegowina
د کرواشيا سرحد ته څيرمه پراته مهاجرانځور: Kemal Softic/AP/dpa/picture-alliance

د کرانجينا سيمې پنځه مهاجر کمپونه بوسنيا ته رسيدونکي کابو نيمايي مهاجرو ته د سرپناه ځايونه دي. د مهاجر کمپونو د تخليه کولو تر تازه عملياتو د مخه هم د اټکلونو پر اساس کابو ۲۵۰۰ مهاجرو سرپناه نه درلودله.

د مهاجرو هغه گروپونو چې د پناه غوښتنو په کمپونو کې ورته ځايونه نه دي ورکړل شوي، د کرواشيا پولې ته څېرمه په ځنگله کې ژوند کوي. هغوی په موقتي سرپناو کې اوسي چې ځينې یې نازکې خېمې او يا د کارتنونو او يا ونو له پاڼو څخه جوړې شوې نوري سرپناوي دي.

بوسنيا د هغو په زرونو مهاجرو په تمځای بدل شوی دی چې د اروپايي ټولنې هيوادونو ته د رسیدو هيله لري. زياتره دغه مهاجر په سرايوو او کرانجينا سيمه کې دي ځکه له پيړيو راهيسې له نژادي پلوه د ويشل شوي دغه هيواد نورې سيمې مهاجر نه قبلوي.

اروپايي ټولنې بوسنيا ته د مهاجرو د پالنې او له دغه بحران سره د مبارزې له پاره ۶۰ ميلیونه يورو ورکړي دي. زياتره دغه پیسې پر هغو کمپونو مصرفيږي چې چاري يې د ملگرو ملتونو د مهاجرت اداره پرمخ وړي.

زموږ له آرشيف څخه: