د ګیلاس ونو د بن ښار ته ګلابي رنګ ورکړی
اوس مهال په اروپا کې د ګيلاس ونو د غوټيو (چيري بلُسم) د غوړيدو موسم دی. د آلمان په ښارونو کې يو هم بن دی چې د ګيلاس ونې يې شهرت لري. انځورونه يې وګورئ.
هر څه ګلابي
د الت شتات سیمه د همدغو ونو په درلودلو، د بن ښار يوه مشهوره او توریستي سیمه ګڼل کيږي. هغه وخت چې کرونا نه وه دا وخت به په دغو کوڅو کې «د پل ایښودلو ځای نه وو.»
په بن ښار کې ګيلاس ونې
د ګیلاس د ونو غوټۍ معمولا د اپریل میاشتې له پيل سره په غوړيدو پيل کوي. خو هوا هم رول لري.
د الت شتات يا زوړ ښار
د بن د زاړه ښار کوڅې له دغو ونو ډکې دي. د کرونا وبا تر خپریدو مخکې به دغه کوڅې له سيلانيانو ډکې وې خو اوس په کې خال خال هغه هم تر ډيره ځايي خلک لیدل کیږي.
د سړې هوا اغیز
تیرکال چې پسرلی ګرم وو، دا وخت د دغو ونو ګلان تقریبا خلاص شوي ول، خو سږکال د سړې هوا له کبله د ځينو ونو غوټۍ لا سمې نه دي غوړيدلي.
په خلاصو سیمو کې د سړې هوا اغيز ډير دی
راين آوه، د بن ښار يو لوی تفريحي پارک دی. د سړې هوا له کبله سږکال د دغه پارک د ګیلاسو ونو ګلان تر اوسه نه دي غوړيدلي.
الت شتات
د بن ښار په ډيرو سیمو کې د ګیلاس ونې کينول شوي دي، خو به دې کې تر ټولو مشهوره سیمه د الت شتات يا زوړ ښار سیمه ده.
نڅا او خوشالي
ملګري ځوانان، د شنبې ورځې په سهار وختي د بن الت شتات ته راغلي او د ګيلاس ونو د ګلابي ګلانو تر چتر لاندې په ګډاوو خپلې خوښي لمانځي.
سپی هم راغلی
کورنۍ، سیلانیان دغو ګلانو ته راځي. ځوانان بیا تر ډيره له خپلو ملګرو يا جوړې سره راځي. يو ځوان د خپل سپي سره راغلی دی.
مقررات به منئ
خو د سپيو له پاره هم مقررات ټاکل شوي دي او دا نو د سپي د خاوند مسئولیت دی چې ورته پام وکړي. ځکه ګل او ناپاکي سره جوړ نه راځي. څرنګه چې په دغې سیمه کې د سپيو پيشاب کول ممنوع دي.
د ښایست له پاره
د ګیلاس ونې تر ډیره د ښارونو د کوڅو، پارکونو او د هستوګنې ځایونو د ښایست له پاره کينول کیږي. د دغې ونې له ګلانو څخه د خرڅلاو په موخه استفاده نه کيږي.
د بن ښار يوه بله کوڅه
. که چيرته پسرلی سوړ راشي په هغه کال د ګیلاس د ونو ګلان هم تر یوه یا دوه اوونۍ ځنډ غوړيږي.
کوم ګیلاس؟
سوې تفاهم ونشي. دا هغه ګیلاس ونې نه دي چې آلوبالو يا ګیلاس نیسي. دا زينتي وني دی، خو ډډ او شاخونه يې د ميوه يي ګیلاس ونو په څير دي.
ګڼ ګلان
د ګیلاس ونو يو مهم خاصيت دا دی چې ډير ګڼ ګلان نیسي. حتی د ونې پر ډډ راوتلې وړې لښتې يې هم له ګلانو ډګې وي.
ډیر ګلان خو کم عمر
حتی د ونې پر ډډ راوتلې وړې لښتې هم له ګلانو ډګې وي. خو د دغو ګلانو عمر کم دی. شاوخوا ۲ اوونۍ
نړیوال شهرت
دغه ونې او ګلان يې که څه هم نړیوال شهرت لري، خو په جاپان کې يې جشنونه لمانځل کيږي. د ځينو سرچينو په حواله جاپانيان دغو ګلانو ته «ساکورا» وايي چې په خپلو ادبیاتو او اشعارو کې هم د هغې ډيره يادونه کوي.
ښه روزنه
د ونو له ظاهري بڼې ښکاري چې په ځوانۍ کې په نيم قد کې يعنې له ځمکې شاوخوا ۲ متره لوړه کې قطع کیږي چې بیا د وخت په تیريدو سره ښایسته ببره ونه ورڅخه جوړیږي. دې سره ونې په يوه شکل سره ښکاري.
ډیر ښایست کم عمر
د ګیلاس ونو د ګلانو یوازیني منفي اړخ دا دی چې د ګلانو عمر يې کم دی. شاوخوا دوه اوونۍ. انځورنه او جوړونکی: محمد کریم صالح