1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د مهاجرو د کښتۍ ډوبیدل: شاوخوا ۶۰ کسان لادرکه دي

۱۴۰۰ فروردین ۴, چهارشنبه

د یوه مرستندویه سازمان په حواله د لیبیا ساحل ته نږدې د یوې کښتۍ د ډوبیدو په پيښه کې شاوخوا ۶۰ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. دغه سازمان ویلي دي چې په کښتۍ کې تر ۱۰۰ ډیر پناه غوښتونکي سپاره ول.

https://p.dw.com/p/3r247
Symbolbild I Schiffsunglück vor Libyen
انځور: picture-alliance/dpa/S. Palacios

د یوه مرستندویه سازمان په حواله د لیبیا ساحل ته نږدې د پناه غوښتونکو د یوې کښتۍ د ډوبیدو په پيښه کې احتمالاً شاوخوا ۶۰ کسان مړه شوي دي. Alarm Phone مرستندویه سازمان ویلي دي چې د تیرې پنجشنبې په شپه د پناه غوښتونکو د هغې کښتۍ چې په سمندر کې د بیړني حالت سره تر مخامخ کیدو وروسته یي له دوی سره تماس نیولو وو شاوخوا ۶۰ تنه سپاره کسان لادرکه شوي دي.

د نوموړي سازمان په حواله د پناه غوښتونکو د دغې لرګينې کښتۍ په انجن یا ماشین کې اور لګېدلی. په دغه کښتۍ کې تر ۱۰۰ ډیر کسان سپاره ول.

نوموړي سازمان د دغه بیړني تماس په اړه مسؤلو چارواکو او همدارنګه د "Ocean Viking"  ژغورونکي کښتۍ ته معلومات ورکړي وو. نوموړي کښتۍ د ژغورنې عملیات پيل کړي ول، خو نه ده توانېدلې چې هغه کښتۍ پيدا کړي چې په کې سپرو کسانو د مرستې غوښتنه کړې وه.

له پيښې څخه د ژوندي پاتې شوو کسانو د معلوماتو له مخې په دغه کښتۍ کې د سوډان، سنیګال، سوریې، پاکستان، مراکش او مصر هیوادونو پناه غوښتونکي سپاره ول.

د رپوټونو له مخې په دغه کښتۍ کې د سپرو کسانو له ډلې څخه ۴۵ نته یې د لیبیایي کب نیونکو په وسیله ژغورل شوي دي. د مدیترانې سمندر مسیر اروپا ته د راتلونکو پناه غوښتونکو یوه له مهمو لارو څخه شمیرل کیږي.

همدارنګه د ایټالیا او مالتا پر لور د شمالي افریقا مسیر هم د پناه غوښتونکو له پاره یو له خطرناکو مسیرونو څخه دی. د مهاجرت نړیوال سازمان (IOM) په حواله یوازې د جنورۍ میاشتې راهيسي تر ۲۰۰ ډیر پناه غوښتونکي ایټالیا یا مالتا ته د رسیدو په مسیر کې په مدیترانه کې ډوب او یا هم لادرکه شوي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز