بلینکن: طالبانو د افغانانو د وتلو او سفرکولو ډاډ ورکړی
۱۴۰۰ شهریور ۱۷, چهارشنبهبلیکن پرون سې شنبه (۲۰۲۱م کال د سپتمبر ۷) په قطر کي ژورناليستانو ته وویل: «طالبانو امریکا متحده ایالاتو ته ډاډ ورکړی دی چي هغو کسانو ته چي پاسپورتونه او د سفر اسناد لري، د وتلو ازادانه اجازه ورکوي.» هغه همدارنګه وويل: «موږ به هغوی پر دې خبره باندي ټینګ ونیسو.» د بلینکن په خبره ټوله نړی له طالبانو څخه دا تمه لري چي خپلي وعدې ته وفادره پاته سي.
د تیري اګست میاشتي په نیمايي کي واک ته د طالبانو تر رسېدو وروسته تقریباً ۱۲۳۰۰۰ انسانان د هوايي لارو راووتل. خو د امریکا د حکومت په حواله اوس هم تر سلو اضافه امریکايي اتباع په افغانستان کي پاته دي، تر ټولو دمخه دوه تابعیته کسان. سربیره پردې د امریکايي پوځ په لسونو زره نور محلي همکاران، ترجمانان او فامیلونه یې پاته دي. د هغوی اکثره کسان د طالبانو د غچ اخیستلو څخه بیره لري.
د امریکا د خارجه وزیر سره چي په دغه سفر کي د دغه هیواد د دفاع وزیر، لیود استین هم ملګری دی، د قطر له امیر شیخ تمیم بن حمد ال ثاني، سره يې هم وکتل. دا په افغانستان کي د طالبانو له خوا د قدرت تر نیولو وروسته سیمي ته د امریکا د یوه لوړ رتبه هیئت لومړی سفر دی.