1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«له افغانستانه د راايستلو بهير يو ناورين وو»

۱۴۰۰ شهریور ۲۳, سه‌شنبه

د امريکا د بهرنيو چارو وزير استدلال وکړ چې پخواني ولسمشر ترمپ له افغانستان څخه د ځواکونو د راايستلو د بهير بشپړولو پرته بايدن ته بل کوم انتخاب نه وو پريښی. خو جمهوري غوښتونکو بيا د راايستلو بهير «يو ناورين» وباله.

https://p.dw.com/p/40Hlv
USA Washington | Aussage Anthony Blinken zum Afghanistan Rückzug
انځور: J. Scott Applewhite/AP/picture alliance

د امريکا د بهرنيو چارو وزير د دوشنبې په ورځ له افغانستان څخه د ځواکونو د راايستلو په اړه د کانګرس د بهرنيو چارو کميټې ته د ځواب ويلو پر وخت د جمهوري غوښتونکو له سخت انتقاد سره مخ شو خو هڅه یې وکړه د هغوی پوښتې ځواب کړي.

د نوموړي له خبرو داسې بريښيدل چې د اخراج ټول مسئوليت د پخواني ولسمشر دونالد ترمپ پر ادارې د اچولو هڅه کوي.

بلينکن له افغانستان څخه د ځواکونو د راايستلو بهير د دفاع په توګه وويل: «موږ ته [د ځواکونو د راايستلو] ضرب الاجل په ميراث پاتې وو، نه يو پلان.»

هغه چې د سه شنبې په ورځ به د سنا مجلس د بهرنيو چارو کميټې ته هم ځواب وايي، وويل: «موږ د امريکا د تر ټولو اوږدې جګړې په ختمولو سره سمه پريکړه وکړه.»

د استازو مجلس د بهرنيو چارو کميټې جمهوري غوښتونکو غړيو د اخراج پروسه يو «ناورين» او «سپکاوی» وباله. په داسې حال کې چې د دغه کميټې ځينو ديموکرات غړي په دې آند وو چې د ايستلو بهير لا په سمه توګه پرمخ تلای شوای، ډېرو یې بيا خپلې پوښتې پر پخواني ولسمشر دونالد ترمپ د انتقاد په موخه مطرح کړې.

خو پر بهرنيو چارو وزارت بيا د دواړو لوريو له دې کبله سخت انتقاد وشو چې د امريکايي اتباعو، افغان کارکوونکو او له خطر سره مخ افغانانو د راايستلو په برخه کې یې کافي چټک ګامونه پورته نه کړل.

بلينکن په دې اړه هم چې څومره هغه کسان چې غواړي له افغانستان څخه ووځي لا بند پاتې دي، دقيقې شميرې په ډاګه نه کړې. هغه وويل چې څه نا څه سل امريکايي اتباع  او نور په زرونه د «ګرين کارډ» لرونکي هلته لا پاتې دي.

د جمهوري غوښتونکو څخه مايکل مک کاول په دې اړه وويل: «دا يوه بې ساري ستر ابعاد لرونکي فاجعه وه.» هغه زياته کړه: «په چټک توګه وتلو او د امريکايانو او افغانانو پر شا پريښوولو طالبان او د امريکا نور دښمنان زړور کړل «او زه دا هر څه يوازې په يوه ټکي کې وايم: چې هغه خيانت دی.»

بلينکن له افغانستان څخه د اخراج پروسې په اړه وويل: «دا يوه غير معمولي هڅه وه – تر ډېرو ستونزمنو شراېطو لاندې چې زموږ د ديپلومانو، پوځ او استخباراتي متخصيصينو له خوا یې تصور کيدلی شو.»

Konflikt in Afghanistan | Bundeswehr in Taschkent
انځور: Marc Tessensohn/Bundeswehr/dpa/picture alliance

نوموړي زياته کړه: «موږ د هوا له لارې د تاريخ تر ټولو ستره د ايستلو پروسه ترسره کړه او ۱۲۴ زره انسانان مو په خوندي توګه انتقال کړل.»

امريکا د افغانستان د دې وضيعت وړاندوينه ولې ونه کړه؟

د بهرنيو چارو وزير د کانګرس د بهرنيو چارو کميټې پوښتنو ته د ځواب ورکولو پر وخت وويل چې امريکايي ځواکونو د اخراج په ترڅ کې د ولسمشر بايدن او هغه د عملې ټول تمرکز د امريکايي اتباعو پر خونديتوب وو.

هغه وويل چې د بايدن ادارې د عسکرو تر راايستلو وروسته چې «څه کيدونکي ول، هغې ته د ځواب ويلو له پاره مناسبه تګلاره جوړه کړې وه او هغه تګلاره یې عملي کړې ده» او دغه تګلاره په دوامداره توګه ارزول کیدله هم.

خو هغه وويل چې «په ډېرو مايوسه کوونکو ارزونو کې هم دا وړاندوينه نه وه شوې چې د امريکايي ځواکونو په شتون کې به په کابل کې افغان ځواکونه له دې ډول ماتې سره مخ شي.»

د پاکستان رول؟

بلينکن وويل چې امريکا متحده ایالات به په راتلونکو څو اوونيو کې له پاکستان سره خپلې اړيکي د افغانستان د راتلونکي په رڼا کې وارزوي.

نوموړي په دې ترڅ کې وويل چې «پاکستان ډېرې موخې لري چې ځيني یې زموږ له موخو سره په ټکر دي.»

هغه وويل چې «دا هېواد له يوه اړخه د طالبانو غړيو ته د پټنځای په ورکړه کې لاس لري او همدا راز د ترهګرۍ ضد مبارزې په ترڅ کې هم په بېلا بېلو برخو کې زموږ سره همکاري لري.»

د دې پوښتنې په ځواب کې آیا اوس له پاکسان سره د اړيکو له سره ارزولو وخت نه دی رسېدلی، بلينکن وويل چې ډېر ژر به دغه څه ترسره شي.

بلينکن زياته کړه: «دا هغه څه دي چې موږ یې په راتلونکو ورځو او اونيو کې د ترسره کولو اراده لرو. هغه رول چې پاکستان په تېرو شلو کلونو کې لوبولی هم به ارزول کيږي او موږ به دې ته هم وګورو چې پاکستان د هغه رول له پاره چې موږ غواړو دغه هېواد یې ولوبوي، څه اقدامات کوي.»

ب. ص/ ن. ز (AP)