د نړۍ په کومو ښارونو کې ميلیاردران ژوند کوي
نيويارک اوس هم د نړۍ شتمن ښار دی، خو په ۲۰۲۱م کال کې په پيکنګ ميلياردران ډېر شوي. په دې انځوريز راپور کې د نړۍ له شتمنو ښارونو سره اشنا شئ.
پيکنګ
پيکنگ په۲۰۲۱م کال کې د نړۍ ډيرو ميلياردرانو ته ځاې ورکړی دی. په دغه ښار کې سل تنه ميلياردران اوسیږې چې د شتمنيو اندازه يې ۴۸۴ ميليارده ډالر ده. په دغه ښار کې په يو کال ۳۳ نوي ميلياردران زيات شوې دي.
ژانګ يمينګ
ژانګ يمينګ د آي تې و جوړونکی او د «تیک توک» ماليک (په عکس کې د اپل له ريس تیم کوک) سره دی. هغه په پیکنګ کې د ۳۸ ميليارده ډالرو په درلودلو سره تر ټولو شتمن کس دی.
نیويارک
نيويارک په ۲۰۲۱م کال کې د ميلياردرانو لرلو له مخي دويم ځای ته کښته شوی. په نيويارک کې ۹۹ ميلياردران ۵۶۰ ميليارده ډالر شتمنې لرې.
مایکل بلومبرګ
مایکل بلومبرګ له ۵۹ میلیارد ډالرو شتمنۍ سره د نيويارک ښار تر ټولو شتمن اوسیدونکی دی.
هانګ کانګ
په ۲۰۲۱م کال کې په هانګ کانګ کې ۸۰ شتمن کسان ژوند کوي چې د هغوی ټولو شتمنې ۴۴۸ میليارده ډالره اټکل شوې ده.
لی کا شینګ
دغه متقاعد سوداګر له ۳۴ ميليارده ډالرو شتمنۍ سره د هانګ کانګ تر ټولو شتمن کس دې.
مسکو
په مسکو کې ۷۹ ميلیاردران چې شتمني يې ۴۲۰ ميليارده ډالرو ته رسيږي، ژوند کوي. د هغوی اکثره يې د روسيې له جمهوررئيس ولاديمیر پوتين سره ډيري ښې اړيکې لري.
آلکسی موداشف
د فولادو دا روسی سوادګر په ۲۹ ميليارده ډالره شتمنۍ سره د مسکو ښار تر ټولو بډای اوسیدونکی دی.
شنژن
د چين په شنژن ښار کې ۶۸ ميلياردران اوسیږې چې د ټولو شتمني ۴۵۱ ميليارده ډالرو ته رسیږې. په شنژن ښار کې د يو کال په موده کي ۲۴ ميلياردران نور زیات شوې دې.
هانګژو
د چين په هانګژو ښار کې ۴۷ ميلياردران اوسيږې چې د تیر کال په پرتله پکې ۲۱ اضافه شوې دي. د دغو کسانو شتمنۍ ۲۷۰ ميليارد ډالرو ته رسيږې.
ژونګ شانشان
په هانګژو کي يو له شتمنو کسانو څخه ژونګ شانشان دی، چې د معدني اوبو او درمل جوړوني کارخانې بنسټ ايښودونکی دی. د فوربس اقتصادي مجلې د رپوټ په حواله د هغه شتمنې ۹۵ ميليادر ډالره ده.
شانګهای
د چين په شانګهاي ښار کې ۶۴ ميليادران اوسیږي چې د تير کال په پرتله د هغوی په شمير کې ۱۸ کسان زیات شوي دي. د هغوی د ټولو شتمني ۲۶۰ ميليارده ډالره ده.
کالین هوآنګ
د ګوګل پخوانې مهندس او د الکترونيک شرکت بنسټ ايښودونکی په ۵۵ ميليارده ډالرو سره د شانګهای تر ټولو شتمن اوسیدونکی دی.
لندن
په لندن کي ۶۳ ميلياردران اوسیږې چې د ټولو شتمنۍ ۳۱۶ ميليارد ډالره دي. په روان ميلادې کال کې اوه کسان نور پرې اضافه شوي دي.
بمبی
د هند په بمبی ښار کې ۳۸ ميليادران اوسیږې چې شتمنۍ يې ۱۴۹ ميليارده ډالرو ته رسيږې او په نړۍ کې يې د شتمنو ښارونو په نوم لړ کې اتم مقام خپل کړی دی.
موکش آمبانی
موکش آمبانی د جام نګر بنسټ ايښودونکی د ۸۴ ميليارد او ۵۰۰ ميليونه ډالرو په درلودلوسره د هند په بمبی ښار کې يو له اوسیدونکو ميلياردرانو څخه دی.
سان فرانسیسکو
د نړۍ د بډايو کسانو ۳۷ يې د امريکا په سان فرانسیسکو کې اوسېږي، چې شتمنۍ يې۹۰ ميليارده ډالره اټکل شوي دي.
داستین موسکویتز
په سانفرانسيسکو کي يو اوسیدونکی ميلیاردر داستین موسکويتز دی. هغه د فيسبوک يو له بنسټ ايښودونکو څخه دی چې د دغه کمپنۍ په سلو کې ۲ او ۳ سلنه برخه يې په اختیار کې ده.