نهه ځایونه چې سړی یې په برلين کې د شتون تمه نه لري
برلين د عصري ناحيو او د لوړو او تاريخي ودانيو له پاره شهرت لري. خو په دغه ښار کې داسې ځايونه هم شته چې د دغو ذکر شويو ځانگړنو سره سمون نه لري او آن خپله د برلين د اوسيدونکو د حیرانتيا وړ هم گرځيدلی شي.
د سمندر پر غاړه د شگو ساحل
په برلين کې ډېرې جهيلونه موجود دي. خو تر ټولو مشهور یې د «وان زې» په نامه جهيل دی چې پر غاړه یې د تر ۵۰ زور کسانو پاره د ځای شته. د جهيل پر غاړه پر ۱۲۰۰ کيلومتره ساحه ميده شگه سړي ته دا احساس ورکوي چې د آلمان په پلازمينه کې نه بلکې د کوم سمندر پر غاړه دی. دا احساس ډېر غلط هم نه دی ځکه چې د دې ريږ ډېره برخه یې د بالتيک سمندر له غاړو راوړل شوې ده.
د جاپان په څير د گيلاسو گلان
د برلين د لشترفيلد جنوب او تيلتوف سيمو پر پوله په پسرلي کې کابو ۲۰۰۰ د گيلاسو ونې غوټۍ سپړي. څوک چې دلته راځي داسې حس کوي لکه جاپان ته چې رسيدلی وي. دا خيال به یې دومره غلط هم نه وي ځکه په ۱۹۸۹م کال کې د برلين ديوال د ړنگيدو د هرکلي په توگه د جاپان يوه تلويزون د بسپنې يو نوښت پیل کړ. په هغه پېسو په برلين کې د گيلاسو ونې کینول شوې.
آزاد گرځيدونکي طاوسونه
وان زې ته څېرمه د هاول سيند په منځ کې د طاوسونو په ټاپو کې سړی نور ډېر طبيعت هم ننداره کولی شي. دا د طاوسونو ټاټوبي بلل کيږي. د پرويس پاچا فريدريش ويلهیلم دويم پر دې ټاپو نمونه يي طبيعت رامنځته کړی وو. اوسمهال د طاوسونو دا ټاپو د ملگرو ملتونو په کلتوري ميراث پورې اړه لري او د چکر او سېل په زړه پورې سيمه ده.
د سوانا په څېر د اوبو ميښې
د طاوسونو په ټاپو کې د اوبو ميښې هم شته. د برلين بلې غاړې ته د په تيگلر فليس کې ددې ميښو ۱۳ نورې یې هم د خلکو توجو ځان ته رااړوي. د برلين په رانيکن دورف سيمه کې د تيگلر فليس د برلين د ښکلو طبيعي سيمو څخه يوه ده.
کلیوال ژوند
څوک چې غواړي د تيگلر فليس ولې پر غاړه چکر ووهي د الليوبرز سيمه ته هم رسيږي. د ريکنن دورف دا سيمه د برلين يو ډېر زوړ کلی دی چې اوسمهال پکې زراعتي فعاليتونه ترسره کيږي.
د الپ غرونو په څېر «چیر لفت»
برلين د الپ په څېر غرونه نه لري خو هوایي «چیرلفت» یا هوایي لفتونه لري. دغه غرفې په ۲۰۱۷م کال کې د باغونو د نړيوال نندارتون له پاره چمتو کړل شوې وې او د ښار ختیځې برخې مارزان سيمه کې پروت پارک ته رسيږي. له دغو ۶۴ غرفو څخه سړی د ښار او د نړۍ د باغونو ننداره کولی شي.
لکه د فلمونو زاړه ځایونه
څوک چې د پلانتروالد څخه تیريږي داسې فکر کوي چې د جوريسک پارک ۲ په نامه فلم کې دی. د برلين په دې پارک کې چې د سپری سیند پر غاړه پروت دی، سړی زاړه زنگ وهلي د ساعت تیرۍ شيان ليدلی شي. د ۲۰۰۲ م کال راهيسې دلته د ساعت تیرې د يوه پارک بې کاره شوي موټرې او نور شيان پراته دي.
د هند په څېر معبدونه
د برلين ښار د نيوکولن د سيمې د هانس هايد ولسي پارک کې د سري - گانيشا د هندوانو رنگا او ښه سينگار شوی معبد پروت دی. دا معبد د ۲۰۰۹ م کال راهيسې د جوړيدو په حال کې دی او د روان ميلادي کال په اکتوبر میاشت کې بايد پرانیستل شي. دا معبد يو ۱۷ متره لوړ برج هم لري.
تر اوبو لاندې
په برلين کې د «AquaDom» په نوم سالندر ته ورته د نړۍ تر ټولو ستر اکواريم د خلکو پام ځانته را اړوي. دمگړۍ دا د ترميم په حال دی خو ډېر ژر به دلته راتلونکي د شيشه يي لفټونو څخه په دغه اکوريم کې د ۱۵۰۰ استوايي کبانو ننداره وکړای شي.