1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نظام الدين قيصاري: ۹ کلن عبدالروف د «نور» افرادو تښتولی

۱۳۹۹ بهمن ۳, جمعه

د افغانستان په شمال کې د مارشال عبدالرشید دوستم پخوانی سيميز قوماندان نظام الدین قیصاري ادعا کوي چې ۹ کلن عبدالروف د بلخ د پخواني والي، عطا محمد نور افرادو تښتولی دی. هغه وايي سیميز چارواکي هم پوهيږي، خو عمل پرې نه کوي.

https://p.dw.com/p/3oETt
Afghanistan Abdul Rauf entführt
انځور: Asadullah Hamid Attar

دغه ماشوم نژدې درې میاشتې مخکې په مزارشريف ښار کې کله چې ښوونځي ته په لاره وو د موټر له منځه سړي تښتونکو وتښتاوه او تر اوسه يې درک نه دی پیدا شوی. د عبدالروف پلار حاجي محمد نبي وايي چې اوس خبره تر ولسمشر پورې رسيدلې ځکه چې د بلخ سیميزه اداره ېې د زوی په خلاصولو کې پاتې راغلې ده.

نظام الدين قیصاري په شمال کې د افغانستان د ازبیک قوم، پخواني سيميز قوماندان او د ډير نفوذ خاوند دی. قیصاري د پنجشنبې په ورځ (د جنوري ۲۱مه) دويچه ويله سره په خبرو کې وويل چې ۹ کلن عبدالروف د بلخ د پخواني والي، عطا محمد نور افرادو تښتولی دی: «دې کې د نور د افرادو لاس دی. ما دا خبره پرون کله چې د تحصن خيمې ته تللی وم هم وکړه.»

قیصاري: زه له چا ويره نه لرم

د سړي تښتونکو له منګولو څخه د تښتول شوي ماشوم د خلاصون په موخه له ډیرو ورځو راهیسې، اعتراض کونکو د بلخ د ولایت مقام مخې ته خیمه درولې ده. قیصاري وايي چې پرون دغې خيمې ته تللی او هلته يې د عبدالروف د خپلوانو او خلکو سره د زړه خواله وکړه.

قیصاري خلکو سره د ليدلو پر مهال په يوه ويډيو کې چې په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوي وايي، دغه خبره ټولو ته معلومه ده خو حال نه وايي، زه له چا ويره نه لرم او دا خبره کوم چې دا غلاوې، اختطافونو ... د نور د افرادو کار دی.

Afghanistan Abdul Rauf entführt
قیصاري په بلخ کې د معترضیونو په خیمه کې هغو سره د لیدو پر مهالانځور: Asadullah Hamid Attar

هغه د دغې ويډيو په یوه برخه کې وايي: «ما څلور شپې مخکې د کورنيو چارو وزارت د کشف رئیس ته وويل لاړ شئ د پلاني کور تلاشي کړئ، وې نه کړ.» هغه زياتوی چې د بلخ والي سره ېې په تازه لیدنه کې هم دغه کسان یاد کړل خو هغوی پرې غوږ ونه ګراوه. د نوموړي پر وينا که د افغانستان ولسمشر، لومړی معاون يې او د امنیت شورا رئیس که وغواړي هغوی ته به هم دغه کسان وښيي. هغه په دغې ويډيو کې وايي چې له چا نه ويريږم او خپله خبره کوم.

دغه ځایی قوماندان دویچه وله سره په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «له کابل څخه د ملي امنیت او ملي پولیسو پلاوي راغلل ما ورته وويل چې دغه کار د دغو افرادو دی، ټول مې ورته وويل خو هغوی اجراات نه کوي، نه پوهيږم ویريږي که څه خبره ده.»

د عبدالروف د اختطاف قضیه په خپله ولسمشر تعقیبوي

په شمال کې د ازبيکو د قوم دغه مخور، ادعا کوي چې د عبدالروف اختطاف، د بلخ د پخواني والي، عطا محمد نور د افرادو کار دی. هغه د دویچه ویله د دې پوښتنې په ځواب کې چې په دې اړه څه شواهد شته، وويل: «په خپله ملي امنيت هم پوهيږي چې دا کار چا کړی خو څه نه شی کولی، د ماشوم پلار، ملي امنيت، ولایت، په داخل او خارج کې ټول خلک وايي چې دا کار چا کړی، خو څوک اجراات نه کوي.»

په همدې اړه نور:بلخ: طالبانو د تښتول شوي ماشوم په تړاو ۱۳ کسان نيولي

د تښتول شوي ماشوم پلار، حاجی محمد نبي دوه ورځې مخکې دویچه وله ته ويلي وو چې ولسمشر اوس دغه قضيه ډيره کلکه نيولې او تمه لري چې نتيجه به ورکړي. هغه وويل وروسته له هغې چې د بلخ ولایت مسئولین د هغه د زوې د خلاصون په برخه کې پاتې راغلل مرکزي حکومت ته يې مراجعه کړې ده. هغه وايي چې سړي تښتونکي د ډير ځواک خاوندان دي. پر وينا یې هغوی يې د زوې د خلاصولو په بدل کې لومړی یونیم میلیون ډالر او اوس ۱۹ لکه ډالر غواړي.

Gouverneur der Provinz Balkh in Afghanistan Atta Mohammad Noor
د بلخ پخوانی والي عطا محمد نورانځور: Getty Images/AFP/S. Marai

تر دې وړاندې د افغانستان د ولسمشر د ویاند مرستيال، دواخان مينه پال دویچه ویله ته ويلي وو: «ولسمشر د ۹ کلن عبدالروف د اختطاف قضيه په خپله تعقیبوي. هغه د بلخ ولایت امنيتي مسئولينو ته خبرداری ورکړی که عبدالروف د اختطاف چیانو له منګولو ونه ژغوري له دندو به ګوښه شي.»

 قیصاري هم په دې اړه ډاډ څرګند کړ او وې ويل چې د افغانستان ولسمشر اشرف غني د بلخ ولایت مسئولانو ته ۱۵ ورځې وخت ورکړی او يو کار به کيږي.

د اختطاف نور احتمالي اړخونه

په بلخ کې د افغانستان د ترکمنانو له قوم څخه د دغه ماشوم تښتونې ډير وخت نیولی دی. قیصاري وايي چې په دغې موده کې په دغه ولایت کې نور کسان هم اختطاف شول خو د پیسو په بدل کې د سړي تښتونکو له منګولو خلاص شوي دی. هغه وايي: «حتمن دا قضيه کوم بل اړخ لري، لکه سياسي اړخ. که نه د ماشوم پلار زه پيژنم یو عادي تجار دی چې يو د تيلو ټانګ لري.» د افغانستان د ترکمنو د خوځښت سازمان مشر، مالک ګوڼش هم وايي چې د عبدالروف د اختطاف پيښه ممکن ډير ستر ابعاد ولري.

نظام الدين قیصاري چې څه موده مخکې يې له حکومت سره ستونزه درلوده، او حتی حکومت د هغه د نیولو په موخه د هغه پر کور چاپه ووهله، پر وینا چې اوس هغه ستونزې له حکومت او مارشال دوستم سره حل شوي دي. هغه وويل: «زه حکومت سره ستونزه نلرم، مارشال صاحب زموږ مشر دی، هغه سره هم ستونزه نه لرم خو ارتباط هم ورسره نه لرم.»

Afghanistan Masar-e Scharif | Demonstranten fordern Freilassung eines entführten 9-Jährigen
د ۹ کلن عبدالروف کورنۍ او خپلوانو په مزارشريف ښار کې د عبدالروف د خلاصون په موخه د تحصن خیمه درولېانځور: Asadullah Hamid Attar

د بلخ د والي فرهاد عظيمي غبرګون

دا په داسې حال کې ده چې د بلخ والي فرهاد عظيمي تازه له نظام الدين قیصاري سره په خپل دفتر کې ليدلي دي. د بلخ والي په دې اړه پر خپل فیسبوک پاڼه ليکلي چې ښاغلي قیصاري ورته د يو شمير افرادو او اشخاصو نومونه اخیستي چې د ۹ کلن ماشوم، عبدالروف د اختطاف په قضيه کې دخيل دي. د بلخ اوسني والي په دې اړه لیکلي: «هغه د دغو کسانو نومونه د تحصن په خیمه کې هم یاد کړي ول. د هیواد عالي مقام چارواکو څخه تقاضا کوم چې د موصوف ادعا بررسي کړي،» تر څو موږ او امنيتي مسئولان وشو کړای اختطاف شوی ماشوم پیدا کړو. هغه دا هم ويلي دي که چيرته د قیصاري دغه ادعا «يو سیاسي او نمایشي حرکت» وي نو بايد ورسره قانوني چلند وشي.

د بلخ پخوانی والي عطا محمد نور په دغه ولایت کې د ځينو سرچينو په خبره اوس مهال له خپل سکرتر سره په دوبۍ کې اوسيږي. ډيره هڅه مو وکړه چې د قیصاري د څرګندونو په اړه د هغه نظر هم ولرو خو بريالي نه شو.

د بلخ پخواني والي پر خپله فیسبوک پاڼه د قیصاري د وروستيو څرګندونو په اړه څه نه دي لیکلي. نظام الدين قیصاري دویچه وله ته دا هم وويل چې نور ېې د خبرو پر وړاندې غبرګون نه دی ښودلی.

م.ک.ص./ا.خ.ح.

 او په مزارشريف ښار کې د نوروز ميلې يو انځوريز البوم هم کتلای شئ - آرشيف(21.03.2017 )!