1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

بدخشان: د سرو زرو کان نړيډلو په پيښه کي ۴ کسان مړه شوي

۱۳۹۹ اسفند ۴, دوشنبه

د بدخشان سيمه ايز چارواکي وايي چې د سرو زرو د يوه کان د نړېدو په پيښه کې ۷ کسان مړه او ټپيان شوي دي. دغه کان د باران او واورې له کبله نړيدلی دی.

https://p.dw.com/p/3piHu
Afghanistan Erdrutsch Naturkatastrophe
بدخشان - د آرشيف انځورانځور: picture-alliance/dpa

د بدخشان ولايت سیمه ايزو چارواکو خبر ورکړې چې په دي ولایت کې د سرو زرو کان نړيدلو له کبله څلور کسان وژل شوي او درې نور ټپيان شوي دي.

دغه پيښه د يکشنبې په ورځ د ياد ولايت په راغستان ولسوالۍ کې د طلا په کان کې هغه مهال رامنځ ته شوی چې کاريګر د سرو زرو په استخراج او مينځلو بوخت ول.

د بدخشان د پوليسو وياند ثناالله روحاني وويل: «دغه کان د واورې او شديد باران له کبله نړيدلی دی.» پولیسو ويلي دي چې ټپيان د درملني له پاره د دغه ولسوالۍ مرکز ته لیږدول شوي دي.

د کانونو او پطروليم وزارت د معلوماتو له مخې په بدخشان کي د ويکادر او راغ په نوم د سرو زرو کانونه په افغانستان کي مهم کانونه دي.

د بدخشان ولايت د راغستان ولسوالي څو کاله د طالبانو په واک کې وه او چارواکي وايې چې طالبانو په غيرقانون ډول د دغي ولسوالۍ د سرو زرو کان کيندی.

دا لومړي ځل نه دي چې په افغانستان کي د کان نړيدلو له کبله انسانان قرباني کيږې. څو کاله پخوا د دغه ولایت په کوهستان ولسوالۍ کې د سرو زرو په کان کې، په لسونو کسان چې په غيرقانون توگه د سرو زرو په استخراج او کيندلو بوخت ول، د ځمکې ښويدي له کبله مړه شول.