1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

امریکا خپلو اتباعو ته آلمان ته د سفر نه کولو خبرداری ورکړی

۱۴۰۰ آذر ۲, سه‌شنبه

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د دغه هیواد د روغتیایي ادارو تر ارزونې وروسته آلمان د کرونا وبا له کبله یو له خطرناکو هیوادونو څخه بللی دی او امریکایان یي دغه هیواد ته له سفر کولو څخه منع کړي دي.

https://p.dw.com/p/43MIt
Coronavirus - Sachsen - Dresdner Weihnachtsmarkt
انځور: Robert Michael/dpa-Zentralbild/dpa/picture alliance

په امریکا کې د ناروغیو د کنترول او وقایع مرکزونو CDC،آلمان د کرونا وبا د شرایطو له پلوه د خطرناکو هیوادونو په کتار کې طبقه بندی کړی دی. له همدې امله د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت امریکایي اتباعو ته خبرداری ورکړی دی چې آلمان ته دې سفر نه کوي.

په دې خبرداري کې راغلي دي چې حتی هغه کسان چې په بشپړ ډول واکسین شوي هم دي کیدای شي په آلمان کې د کرونا ویروس په نوو ډولونو اخته او بیا نورو ته یې انتقال کړي.

د آلمان ترڅنګ ډنمارک، بلجیم، کرواسیا، هنګري، اتریش او هالنډ هیوادونو هم د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا د سفر کولو د څلورمې درجې په خبرداري کې ځای نیولی دی.

دا د سفر کولو د خبرداري تر ټولو لوړه درجه ده چې د کرونا تر پانډمۍ مخکې یوازې د جنګي سیمې لکه افغانستان او عراق په برخه کې صادر شوې وه. څلورمه درجه خبرداری یعنې «دغو هیوادونو ته سفر مه کوئ.»

فرانسه او ایټالیا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له خوا په دریمه درجه کې طبقه بندي شوي دي. دا په دې معنی چې بهتره به وي مسافرین د خپل سفر پروګرامونه یو وار بیا و ارزوي.

د امریکا له خوا آلمان ته د سفر کولو د خبرداري تر ټولو لوړه درجه په داسې حال کې صادریږي چې دغه هیواد یعنې آلمان تیره اونۍ امریکا د کرونا له نظره د خطرناکو هیوادونو له لیست څخه حذف کړ. په دې ترتیب هغه مسافر چې له امریکا څخه آلمان ته راځي، نور نو لازمه نه ده چې باید قرنطین شي.

امریکا متحده ایالاتو د نوامبر مياشتي پر لومړۍ نېټه وروسته له یوه نیم کال څخه دغه هیواد (آلمان) ته د واکسین شوو کسانو پر سفر ممنوعیت لغوه کړ او خپل سرحدونه یي د مسافرو پر مخ پرانیستل.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز