1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په اندونیزيا کې افغان مهاجرو د احتجاج په پار شونډې ګنډلي دي

۱۴۰۰ آذر ۱۶, سه‌شنبه

د اندونیزيا په بېلو ښارونو کې په سونو افغان مهاجرو د څو کلونو تر بې سرنوشتۍ وروسته په مظاهرو او احتجاج لاس پورې کړی دی. په دې ترڅ کې د پکانبارو په ټاپو کې څلور افغان پناه غوښتونکو خپلې شونډې ګنډلي دي.

https://p.dw.com/p/43wpT
Indonesien Asylbewerber Protest
انځور: Mosa Sazawar

په دې وروستيو کې د اندونیزيا په سوماترا ټاپو کې يوه افغان پناه غوښتونکي د ملګرو ملتونو د سيمه ایز دفتر مخې ته ځان ته اور اچولی وو. همدا راز څلور تنو پناه غوښتونکو چې له اوږدې مودې راهيسې یې برخليک معلوم نه دی، د هغو هېوادونو پر ضد د احتجاج په توګه چې مهاجر مني، خپلې شونډې ګنډلي دي.

په هغو عکسونو کې چې په اندونیزيا کې ميشتو نورو افغانانو دويچه ويله ته استولي دي، ليدل کيږي چې دغه کسان غواړي د پناه غوښتنليکونو ته یې رسيدګي وشي.

دې پناه غوښتونکو چې خپلې خولې یې ګنډلي دي، خپلې غوښتنې پر کاغذ ليکلي دي او له ملګرو ملتونو څخه یې د پناه غوښتنې د خپلو دوسيو د ارزونې غوښتنه کړې ده.

د موسی سزاوار په نوم يوه پناه غوښتونکي چې د ۲۰۱۳م کال راهيسې په اندونیزيا کې ژوند کوي، له دويچه ویله سره په خبرو کې وويل: «په اندونيزيا کې ميشتو افغان مهاجرو دا اعتراضات پر لاره اچولي دي او هغوی غوښتنه کوي چې په اندونيزيا کې ځای پر ځای شي.»

اندونیزيا: ولې يوه افغان مهاجر ځان ته اور اچولی دی؟

هغه زياته کړې چې افغان مهاجر په اندونیزيا کې له اووه تر لسو کلونو راهيسې ميشت دي او تر څو ځلي غوښتنې وروسته اوس هم د کوم هېواد له لوري نه دي منل شوي.  سزاوار زياته کړه: «د ملګرو ملتونو سازمان او د مهاجرو نړيوال سازمان د مهاجرو پر مخ خپلې دروازې تړلي دي. هغوی د مهاجرو پر برخليک لوبې کوي او هغه زموږ سرنوشت یې يرغمل کړی دی.»

Indonesien Asylbewerber Protest
په اندونیزيا کې ځيني افغانان له اووه تر لسو کلونو راهيسې برخليک ديانځور: Mosa Sazawar

موسې سزاوار زياته کړه چې د افغان مهاجرو د څو کلونو د انتظار او بې برخليکتوب له کبله په مختلفو ډولونو خپله غوسه او اعتراض څرګند کړی دی او په مظاهرو، تحصن، د شونډو په ګنډلو او ځان ته اور اچولو یې لاس پورې کړی دی. هغه وويل: «هغوی شپه او ورځ او د اورښت په حال کې په خيمو کې اعتراض کړی دی خو څوک یې په درد دوا شوي نه دي.»

اميد شريف جاغوري لس کاله تر مخه د پناه غوښتنې د عريضې د ورکړې په موخه اندونیزيا ته تللی وو. هغه اووه کاله تر مخه د ملګرو ملتونو د مهاجرو د مرستې ادارې «يو ان ايچ سي آر» له خوا د پناه غوښتونکي موقف ترلاسه کړی دی خو تر اوسه کوم دريم هېواد ته نه دی انتقال شوی. هغه وويل چې له دريو کلونو راهيسې افغان مهاجر په بېلابېلو شکلونو احتجاج کوي خو تر اوسه یې لا برخليک نه دی ټاکل شوی.

Indonesien Asylbewerber Protest
دا افغان مهاجر غواړي د هغو هېوادونو له خوا ومنل شي چې مهاجرو ته پناه ورکويانځور: Mosa Sazawar

مجتبی قلندري يو بل افغان پناه غوښتونکی دی چې له اوو کلونو راهیسې په اندونیزيا کې ژوند کوي. هغه دويچه ويله ته وويل: «دلته داسې خلک شته چې له لسو تر پنځوو کلونو راهيسې دلته دي خو برخليک یې معلوم نه دی او د کار په پروسه کې یې هیڅ بدلون نه دی راغلی. ټول دغه کسان عصبي شوي، ناروغ دي او د کار اجازه هم نه لري. دلته ټول په رواني ناروغيو اخته دي. د مهاجرو ستونزې ډېرې دي.»

د دې پناه غوښتونکو په خبره تر اوسه ۱۲ پناه غوښتونکو د دې وضعيت له کبله ځان وژنه کړې ده. په دې وروستيو کې هم يوه افغان مهاجر ځان ته اور اچولی وو او څلورو نورو خپلې خولې ګنډلي دي.

ب. ص/ ن.ص (حسين سيرت)