1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

ARM:د ملېشو بيا راژوندي کول يو بل ناورين دی

۱۳۸۹ بهمن ۱۳, چهارشنبه

د افغانستان د بشري حقونو د څارني سازمان پرون په خپل خپور کړي رپوټ کي د دغو مليشو ناوړه چلندونو او جرمي سابقو ته ګوته نيولې.

https://p.dw.com/p/QxWP
پخوانۍ ملېشې
پخوانۍ ملېشېانځور: AP

« دغه وسلوالي ډلي په جنايي جرايمو کي لاس لري، ولسي خلک له هغو څخه کرکه لري او هغوی د بشري حقونو په سرغړونو تورني دي لکه د وسلوالو فعايلتونو لپاره د ماشومانو استخدام او له هغو څخه جنسي استفاده.»

د افغانستان حکومت تيره اونۍ له ملګرو ملتو سره يو تړون لاس ليک کړی چي له مخه يې افغان حکومت مکلف دی چي د خپلو وسلوالو ځواکونو په ليکو کي ماشومان استخدام کړي.

د نوموړي سازمان په رپوټ کي پر افغان حکومت باندي نيوکه سوې چي د متحده ايالاتو او ناټو په مرسته د محلي مليشو يا «اربکيو» په نامه پروګرام له څو مياشتو را په دي خوا پيل کړي.

په رپوټ کي يادونه سوې چي د حکومت دا دليل د منلو وړ نه دی چي ګواکي «اربکيان» په کلو او بانډو کي کولای سي امنيتي خلاوي ډکي کړي.

افغان حکومت تر دې د مخه ويلي دي چي دغه محلي وسلوال ځواکونه خپل سري مليشي نه دي، بلکه هغوی د کورنيو چارو د وزارت په چوکاټ کي هسي مکلفيت لري لکه ملي پوليس.

د حکومت د وينا له مخه يوازنی توپير دا دی چي د هري سيمي لپاره ځانکړي«محلي پوليس» جوړ سوي چي صلاحيت يي په اړونده سيمي پوري محدود کيږي.

د بشري حقونو د څارني سازمان په خپل رپوټ کي د افغانانو انديښنو ته اشاره کوي چي په تيرو کلونوکي هم پخوانيو حکومتونو دغسي محلي مليشه يي ځواکونه درلودل چي افغانستان يي په کورنۍ جګړه کي ډوب کړ.

په رپوټ کي يادونه سوي چي دغه ډول ډلي پخواني «جنايتکاران» او « جګړه ماران» راژوندي کوي.

دغه سازمان وايي: «تراوسه پوري د حکومت له خوا په داسي يو اقدام لاس نه دی پوري سوي چي، دغه مليشي د قانون په ټاکل سوو حدودو کي د خپلو ناوړه عامالو په خاطر حساب او کتاب ته را کش کړي.»

د بشري حقونو دغه سازمان په خپل کلني رپوټ کي د افغانستان په ځينو سيمو کي ځينو پيښو ته اشاره کوي چي « حکومت پلوه مليشو ولسي خلک وژلي دي، خو وروسته بيا ملامتيا يي پر ياغيانو اچولې ده.»

سازمان د خپل رپوټ په يوه برخه کي د امريکا پر متحده ايالاتو او ناټو ځواکونو هم نيوکي کړي چي د ياغيانو پر ضد د هغوی د عملياتو په نتيجه کي ولسي وګړو ته ځاني او مالي تاوانونه اړول سوي.

په رپوټ کي يادونه سوي چي، 2010 کال د افغانستان د ولسي وګړو لپاره تر بل هر کال خونړی ؤ، چي د وژل سوو ملکي خلکو شمير څه د پاسه 2400 ته ورسيد.

د بشري حقونو د څارني سازمان يادونه کوي چي په سلو کي د 60 ولسي وګړو د مرګ ژوبلو مسووليت د طالبانو او نورو ياغيانو او په په سلو کي21 د امريکا د متحده ايالاتو په مشري د نړيوالو ځواکونو په غاړه دی.

آژانسونه/ عبدالباري حکيم

کتونکی: نجيب الله زيارمل