د dw.com بیټا بڼه تر اوسه پورې بشپړه شوې نه ده. ستاسې نظر د دې پاڼي په لا ښه جوړولو کې مرسته کولی شي.
موږ له Cookies څخه کار اخلو، تر څو خپل خدمات درته بهتره کړو. په دې اړه نور معلومات زموږ د معلوماتو د خونديتوب په برخه کي موندلای سئ.
ددې اونۍ د پوهي د مجلې مطالب: د مچيو په مرسته څنگه هنري اثار جوړيږي؟ د ايډز يا ايچ آي وي د مخنيوي له پاره نوي دارو درمل او د سختو بارانونوپه هکله د خبرداري رادار
ریچارد جرج راجرز د رواني ميلادي پيړۍ زړه ور او بې باکه معمار تيره اونۍ ومړ. د هغه ژوند په هکله معلومات او اثار په دي انځورېز رپوټ کي وګورئ.
د آلمان په مونشن ښار کي د يو لرغونې نندارتون دروازې د مینه والو پر مخ پرانیستل شوې. د موټرو په برخه کې نوې لاس ته راوړنې په دې انځوريز راپور کي کتلې شئ.
د لرغوني مصر د ۱۸ پادشاهانو او ۴ ملکو مومیایي شوي جسدونه په ډیرو شاندارو مراسمو په تحریر میدان کې د مصر له موزیم څخه د مصر ملي تمدن موزیم ته انتقال شول. دغه مراسم د فرعونیه «طلایي رسم ګذشت» تر نامه لاندې ترسره شول.
د ملګرو ملتونو د یونسکو ادارې د جوړیدو ۷۵ کاله پوره شول. دغې ادارې د نړۍ په ۱۷۰ هیوادونو کې تر۱۰۰۰ زیات لرغوني ځایونه د خپل نړیوال میراث په فهرست کې شامل کړي دي.
هند لرغونی فرهنګ او تمدن لري. د هند ډير وګړي د هندو دين پيروان دي. د طالع کتنه، باليوود او کریکټ لوبه په هند کي خاص مقام لري. د دغه ستر هيواد د وګړو ټولنيز دودونه او عقايد په دې انځوريز رپوټ کي:
د ننګرهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي دغه ولایت کې د لرغونو اثارو د کیندنو په ترڅ کې د ۱۶۰ قلمه تاریخي اثارو د موندنې خبر ورکوي. نور معلومات د انځورونو په دې ګالرۍ کې ترلاسه کولی شئ.
دغه لرغوني اثار ښيي چې آلمان د اروپا په وچه کې د مهمو انکشافاتو او د کلتوري تبادلۍ په زړه کې قرار درلود.
نړیوالې ننګونې څنګه پر انساني خوړو اغیز کولای شي؟ د آلمان د روغتیا موزیم د «فیوچر فوډ» یا د راتلونکي خواړه: تر عنوان لاندې د لرغوني وخت او راتلونکي وختونو د خوړو د مختلفو اړخونو ځانګړنې نندارې ته وړاندې کړي دي.
د ماشومانو پالونکي، يا خيالي خلک ـ دغه هنرمندان ډير يې سوریالیستان وو. هغوی د کليشه يې نقش څخه ووتل او مستقل اثار يې خلق کړل. په دغه عسکونو کې ننداره کولې شئ.
د اوسني وخت د ساينس ریښې له عیسوي، مسلمان او یهودي څیړونکو سره یوځای کیږي. په منځنۍ پيړۍ کې دوی د پخوانیو مفکرینو آثار ژباړلي وو. په برلين کې پر دې موضوع د یوه نندارتون انځورونه دلته لیدلی شئ:
مصر د پيړۍ تر ټولو ستر لرغوني آثارو پر موندلو بریالی شو. د لوکسور په ښار کې دېرش موميايي شوی تابوتونه کشف شوي دي چې درې زره کلن تاريخ لري. د تابوتونو په سر کتيبې او نقاشیانې لا پر خپل حال ثابتې پاتې دي.
په استانبول کې د ګرینډ تاریخي بازار د نړۍ یو له لرغونو بازارونو څخه شمیرل کیږي. په ۱۴۵۵م کال کې د عثماني سلطنت پر مهال د دې بازار د بنسټ ډبره ایښودل شوې وه. دا بازار۶۱ کوڅې او بې شماره دوکانونه لري.
د عربستان ولیعهد محمد بن سلمان، په دغه هیواد کی د نوو بدلونونو په ترڅ کی اوس غواړي د "العلا" په نامه یوې لرغوني سیمې دروازې هم د سیلانیانو پر مخ پرانیږي. په دغه ځای کي د "مداین صالح" په نامه تاریخي ودانۍ هم سته.
د ملګرو ملتونو د یونسکو نړیوال عملي او کلتوري سازمان په فهرست کې هغه سیمي شاملې وي چې د کلتوري او تاریخي پلوه ډیر مهم وي. یونسکو شپږ پاکستاني لرغوني ځايونه په خپل دې لیست کې شامل کړي دي.
ډیري خلک د ایټالیا تر ټولو لوی او پر نفوسه ښار «روم» د «ابدي ښار» په نوم هم پيژني. د علي دنیا دیده په نوم د دویچه ویله یو تن له مینه والو څخه د دې تاریخي ښار د لیدو وړ ځایونه په یو انځوریز رپوټ کې ځای پر ځای کړي دي.
د فبرورۍ ۱۴مه د والنتاین ورځ ده. د افغانستان په یو شمیر ښارونو کې هم خلک دغه ورځ د «مېنانو ورځ» په نامه پيژني. که څه هم په افغانستان کې د دغې ورځې لمانځل دود نه دی، خو سړی کولای شي چې د ګلانو پلورنځیو کې يي اثار وویني.
په گوانتانامو کي زندانيان د ډيرو محدودو کارونو اجازه لري. هغوی کولای سي کتاب ولولي او تلويزيون وگوري. له ۲۰۰۹م کال راهيسي ئې د نقاشۍ اجازه هم ترلاسه کړې ده. اوس په نيويارک کي د هغوی آثار نندارې ته وړاندي سوي دي.
د برلين دیوال یوه برخه چې د «ختیځې برخې ګالري» نومول شوې د هنر خاوندانو ته فرصت ورکړی چې خپل آثار نندارې ته وړاندې کړي. د شټیفن رولف په څیر آلماني-امریکایې هنرمندان چې د ۸۰ لسیزې انځورونه یې د ټولو د لید وړ ګرځولي دي.
بی له شکه هر څوک غواړي چې بارسلونه وویني. د هسپانیې دغه لوی ښار په نړیواله کچه په تیرو دریو لسیزو کې د سیلانیانو له پاره ډیر په زړه پورې وو. د دغه ښار ځینې لرغوني او د لیدو وړ ځایونه تاسې په دې انځوریز رپوټ کې لیدلی شئ: