موږ له Cookies څخه کار اخلو، تر څو خپل خدمات درته بهتره کړو. په دې اړه نور معلومات زموږ د معلوماتو د خونديتوب په برخه کي موندلای سئ.
د روسیې جمهور رئيس ولاديمير پوټین گواکی د توري بحیرې څنګ ته یوه مخفي او مجلله ماڼۍ جوړه کړې ده. خو هغه یوازنی دولتي مشر نه دی چي تر شاهي ماڼۍ لا ډیر د شان او شوکته ډک ځای لري. د دغه ډول قصرونو يو څو نمونې دلته وګوری:
له ښيښې سره کار کول او پر ښیښې نقاشۍ د آلمان د بايرن په شاهي ستوډيو کې له اوږدې مودې راهيسې دود دی. تېر کال دوی د آلمان په لويديځ کې د تولای کليسا له پاره د جوړو شويو دريو کړکيو له کبله نړيوال شهرت ترلاسه کړ. په دوی کې یوه افغانه نقاشه هم در پیژنو چې د نقاشۍ سبک یې خپل شهرت لري.
د سپينې ماڼۍ په تاریخ کې له ولسمشرانو سره له تجسس کوونکو پيشوګانو نیولې بیا د جنجال سبب شوي سپو پوري مختلف حیوانات هلته پاته شوي دي. دا وار به له جو بایدن سره د هغه حیوانات سپینې ماڼې ته انتقال شي.
په سپینه ماڼۍ کې د ناست مشر اختیارات هم محدود وي او په پریکړو کې نورې کړۍ هم دخيلي وي. د امريکا د متحده ايالاتو د ولسمشر پر چوکۍ د ناست کس د اختياراتو حدود چيري پای ته رسيږي؟ دلته ورباندي ځان پوه کولای شئ:
د يوه پوليس له خوا د تور پوسته امريکايي وگړي جورج فلويد تر وژل کيدو وروسته په امريکا کې خلک له تورپوستو وگړو سره د سيستماتيک تعيضي چلن پر ضد غوسه ښکاره کوي. دغه مظاهرې آن د سپينې ماڼۍ تر دروازې رسېدلي دي.
د آلمان د بهرنیو چارو وزارت په همکارۍ د پاکستان په لاهور ښار کې د «ورلډز اف کلچر» په نوم انځوریز نندارتون جوړ شوی. آلمان د تیرو څلورو لسیزو راهیسې په پاکستان کې د کلتوري میراثونو د ساتنې په برخه کې کار کوي.
د دغو انځورونو ليدل مو په نړۍ کې له په زړه پورو پيښو او يا هم د ښکلو او بدو پيښو څخه خبروي. په دغه انځوريز البوم کې به د ورځنيو په زړه پورو پيښو علاوه، د ځينو هیوادونو د پخوانيو دوديزو جشنونو انځورونه هم وګورئ.
د بريتانيې شهزاده هېري او مېرمنې مېګن يې فيصله وکړه چي د شاهي کورنۍ له القابو، وظايفو او مراعاتو سره مخه ښه وکړي. څو نور هغه کسان چي په خپله خوښه يې پلاز يا د پلاز مؤقف پرېښود دلته وپېژنئ:
د نومبر له ۲۵مې نېټې راهیسي د هالنډ ملکې مکسیما په پاکستان کې خپل درې ورځنی رسمي سفر پېل کړ. په بیلابیلو وختونو کې د نړۍ د یو شمیر شاهي کورنیو غړي پاکستان ته تللي دي. دلته یې په هکله معلومات لوستلی شئ.
د میسور ماڼۍ په هندوستان کې یو له تر ټولو لویو او د لیدو وړ قصرونو څخه شمیرل کیږي. یو تن سیلاني دویچه ویله ته د دې معبد انځورونه استولي دي چې موږ یي له تاسې سره شریکوو.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د چهار شنبې په ورځ له ولسمشر غني او یو شمېر نورو سیاسیونو سره په ارګ کې ولیدل. سیاسي شنونکي وايي د خلیلزاد سفر دا ځل په افغانستان کې اوږدیږي تر څو ټول اړخونه د سولې مذاکراتو ته متحد او قانع کړي.
د امریکايي رسنیو د معلوماتو له مخې ترمپ د خپلې ادارې چارواکو ته لارښونه کړې ده چې له افغانستانه د نیمايي امریکايي عسکرو د وتلو بندو بست وکړي. که څه هم چې سپيني ماڼۍ تر اوسه پوري لا په دې هکله رسمي اعلان نه دی کړی، خو دغې موضوع د آلمان په گډون د ناټو نورو غړو ته اندیښنې پیدا کړي. عبدالباري حکیم له آریانا نیوز سره پر دې موضوع غږیدلی دی.
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ اعلان کړی دی چې ډېر ژر به د «سولي مشورتي بورډ» جوړ کړي. د چارو کتونکي له دغه بورډ څخه د هرکلي ترڅنګ غوښتنه کوي چې په دې سره باید د سولي عالي شورا منحل شي، خو د دې شورا ځنې غړي بیا وایې چې د سولي عالي شورا په شتون کې مشورتي بورډ ته اړتیا نه لېدل کیږي.«انځور له آرشیف څخه»
د افغانستان د سولي عالي شورا د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې له احتمالي مخامخ خبرو څخه هرکلی کړی. د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د رپوټ له مخې سپینې ماڼۍ امریکايي دېپلوماتانو ته سپارښتنه کړی چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو زمېنه برابره کړي.
د شاهزاده هيري او ميگن مارکل د واده مراسم د شنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د می پر ۱۹) د لندن په ختيځ وينزور کې په سانت جارج کليسا کې ترسره شول. د نړۍ تر۸۰۰ زياتو مشهورو څېرو په دې واده کې گډون وکړ.
د ملګرو ملتونو د یونسکو نړیوال عملي او کلتوري سازمان په فهرست کې هغه سیمي شاملې وي چې د کلتوري او تاریخي پلوه ډیر مهم وي. یونسکو شپږ پاکستاني لرغوني ځايونه په خپل دې لیست کې شامل کړي دي.
ان د امریکايي خبریال مایکل ولف د تازه لیکل شوي کتاب تر خپريدو مخکې، دې کتاب په واشنګټن کې قهر را پارولی. له چارواکو او ترمپ سره په مرکو سره هغه توانیدلی دی چې په سپینه ماڼۍ کې ځینې په زړه پوري صحنې ثبت کړي.
په ۲۱مه پېړۍ کي لا هم په زياتو هيوادونو کي پاچاهۍ نظامونه سته او د شاهي کورنۍ زیات مراعت کيږي. دلته د شاهي کورنیو هغه غړي وپېژنئ چي ښايي په راتلونکي کي پاچهان او يا د کابینې غړي وي.
په ۱۹۴۴م کال کې ډیر شمیر شاهي میلمانه د «د عمید بهون محل» د پرانیستې په غونډه کې راټول شوي وو. دغه شاهکار چې له تیږو جوړ دی د هند د شمال لویدیځ ښار جودهـ پور، ویاړ هم بلل کیږي.
د امریکا ولسمشر ترمپ تر بل هر چا ژر د سپنې ماڼۍ کارکوونکي یو په بل پسې له دندې ګوښه کوي. په دې انځوریز البوم کې تراوسه پورې د هغه د ادارې تلفات در پیژنو.