د dw.com بیټا بڼه تر اوسه پورې بشپړه شوې نه ده. ستاسې نظر د دې پاڼي په لا ښه جوړولو کې مرسته کولی شي.
موږ له Cookies څخه کار اخلو، تر څو خپل خدمات درته بهتره کړو. په دې اړه نور معلومات زموږ د معلوماتو د خونديتوب په برخه کي موندلای سئ.
سږ کال د روژې میاشت د کرونا له وبا سره یوځای وه او په زیاتره سیمو کې د کرونا له کبله ښارونه، بازارونه، دولتي او تعلیمي مراکز تړلي وو. په دې ګالرۍ کې به ووینئ چې افغانانو په روژه کې پر انترنت کوم موارد ډیر پلټلي دي.
په دې ورځو کې چې له یوې خوا د کرونا وبا ژوند سخت کړی له بلې خوا بیا د حکومت ضد ځواکونو هم خپلو بریدونو ته شدت ورکړی دی او امنیتي ځواکونه په دفاعي حالت کې دي. دغه سرتیري د روژې پرمهال د سولې او روغتیا دعاګانې کوي.
روژه د اسلام یو له مقدسو میاشتو څخه شمیرل کیږي، خو سږنی روژه د کرونا د وبا سره مل ده؛ ګڼ شمیر هیوادونو جوماتونه، بازارونه او ان ټول ښارونه تړلي دي. د نړۍ په مختلفو هیوادونو کې مسلمانان د کرونا وبا پرمهال څنګه روژه نیسي؟
په تیرو وختونو کې به د پاکستان په نیږدې ټولو سترو ښارونو کې بډایه خلکو او خیریه سازمانونو د روژې په میاشت کې د بې وزله کسانو له پاره روژه ماتي برابرول خو سږ کال د کرونا وبا له کبله د وضع شویو محدودیتونو په نتیجه کې دغه څه امکان نه لري. دا چې اوس دغه سازمانونه څه ډول فعالیت کوي، په ویډیو کې یې وګورئ.
کرونا ویروس او ګرځبندیز نړیوال اقتصاد ته سخته ضربه رسولې ده. پر افغانستان یې اغیزې ډیرې دي، ځکه چې زیات شمیر خلک په ورځني مزد ګوزاره کوي او د روژې میاشتې په رارسیدو سره د توکو بیې هم لوړېږي.
افغان ځواکونه په قرارګاه وو او امنیتي پوستو کې روژې نیسي. هغه سرتیري چې په قرارګاه کې میشت وي، هره شپه یوځای روژه ماتوي. په دې انځوریز البوم کې د ۲۰۷ ظفر قل اردو د سرتیرو روژه ماتی ليدلای سئ.
په آذربايجان کي د بېلابېلو عقايدو او متفاوتو اديانو د پيروانو تر منځ په سوله او پيوستون کي د ګډ ژوند تاريخ ډېر اوږد دی. په دغه هيواد کي د شيعه او سني تر منځ اتحاد سته او په يوه مسجد کي لمونځ کوي. د آذربايجان د مذهبي ټولنو اتحاديې د نړيوالو اړيکو د ادارې معاون رفيع قرابانف ورباندي نور جزيات راکوي:
د دوشنبې په ورځ په اروپا او د نړۍ په بيلا بيلو هېوادونو کې لومړۍ روژه ده. د نړۍ په مختلفونو هيوادونو کې ميشت مسلمانان د روژې هرکلی څه ډول کوي؟ په دې انځورونو کې یې وگورئ.
په نړۍ کې د روژې یا له خوراک څخه د پرهیز داسې مختلف میتودونه شته چې د بدن زهري مواد لمنځه وړي. د روغتیا روژه کې روژه لرونکی ټوله ورځ په بشپړ ډول خوراک او څښاک نه کوي. آیا داسې روژه روغتیا ته ګټه لري؟
څو ورځي وروسته د روژې مياشت ده او مسلمانان روژه نيسي. په نورو اديانو کي هم په مختلفو ډولو روژه سته. ځيني يې دلته وپېژنئ:
له جګړه ځپلو هیوادونو څخه راغلي مهاجر په آلمان کې خوندي دي، خو هغوی د روژې په میاشت کې خپلې کورنۍ او ټاټوبي یادوي. ځيني خپلې کیسې شریکوي. نور معلومات په دې ویدیو کې لیدلی شئ:
مسلمانان په روژې میاشتې کې د معنوي اړخ د پیاوړتیا له پاره د ورځې په اوږدو کې څو ساعته خوراک او څښاک نه کوي. له څو ساعتونو وروسته بیا د روژه ماتې د دسترخوان وخت رارسیږي. په کومو هیوادونو کې کوم خواړه مشهوره دي؟
د پاکستان په خیبر پښتونخوا کې د سکانو ټولنې په رمضان میاشت کې روژه لرونکو ته د روژه ماتي برابرولو مرکزونه جوړوي. په دې انځوریز رپوټ کې تاسې د هغه یوه مرکز څو انځورونه لیدلې شي چې د پښور د یوه روغتون ترڅنګ جوړ شوی.
د نړۍ په بیلا بیلو هیوادونو کې د روژې نیولو وختونه د ورځې د رڼا او یا جغرافیايي موقعیت له مخې سره توپیر لري. همداشان د روژې نیولو د وخت ټاکلې مرجع هم په دې کې نقش لري.
د افغانستان د ملي اردو سرتیري په لویو او کوچنیو قرارګاو، پوستو او د جګړې په لومړۍ لیکه کې هر ماښام ګډ افطار او عبادت کوي. په دې انځویز رپوټ کې په ۲۰۷ قول اردو کې د عسکرو د افطار د مراسمو انځورونه کتلای شئ:
د بالکان مسیر تر بندیدو وروسته اوس ډیري مهاجر د لیبیا له لارې اروپا ته راځي. دلته د دوی لمړی منزل ایټالیا دی. د سیسلي په ټاپو کې چیرې چې مسلمان مهاجرو ته یو نوی هیواد او نوې ټولنه ده، ورباندي د رمضان میاشت څنګه تیریږي؟
سږ کال د روژې میاشتې پر مهال گرمي هم اوج ته رسېدلې ده. خو په افغانستان او پاکستان کې عامو خلکو ته د بریښنا نشتوالی یو لوی سرخوږی دی. په پاکستان کې په ځینو برخو کې خلکو د بریښنا د پارچاوۍ پر ضد لاریونه هم کړي دي.
په دوبي کي نه يوازي دا چي ورځي اوږدې وي بلکه ګرمي هم وي. کله چي دوبی او روژه سره برابر سي نو روژه لرونکي بايد څه ډول غذا وخوري. په هکله يې انځوريز راپور دلته وګورئ:
په افغانستان کې د روژې په میاشت کې ځیني کاروبارونه ښه بازار پیدا کوي او کارونه زیاتیږي. له دې ډلې څخه د قنادانو بازار ډیر ګرم وي خو بیا د ځینو کاروبارونو بازارونه د روژې له امله اغیزمن کیږي.
د نړۍ په بيلو برخو کي د روژې د مياشتي استقبال په بيلو دودونو کيږي. په دغه انځوريز راپور کي د بعضو اسلامي هيوادونو اړونده دودونه کتلای سئ: