موږ له Cookies څخه کار اخلو، تر څو خپل خدمات درته بهتره کړو. په دې اړه نور معلومات زموږ د معلوماتو د خونديتوب په برخه کي موندلای سئ.
د اوبدل سوو او گنډل سوو خوړو هنر
په بامیان ولایت کې د مچیو روزنه او د شاتو تولید ډیر شوی دی. په دغه ولایت کې د شاتو تولید ۲۵ زره کیلوګرامه ته رسیدلی دی. د مچیو روزنه د زراعتي ځمکو او باغونو د حاصلاتو د ودې سبب شوې هم ده.
له ایران څخه یوه راستانه شوي ځوان ځواک قادري د بې وزله او یتیمو ماشومانو د زدکړې له پاره پر یوه نوي ابتکار لاس پورې کړی دی. نوموړی د دغو ماشوماتو د ښوونې او روزنې ترڅنګ هغوی ته یوه اندازه نقدې پيسې هم ورکوي. نور جزئیات په غږیز رپوټ کې اوریدلی شئ:
د آلمان په پارلمان کې د آزاد دیموکراتانو د ګوند فرکسیون له حکومت څخه غوښتي دي چې د هغو حیواناتو د استفادې ډول او شمیر په اړه معلومات ورکړي چې د دغه هیواد پوځ ترې ګټه اخلي. حکومت په دې اړه ارقام وړاندې کړي دي.
سیاست وال له دې کبله هم شهرت لري، چې څه ډول په ډير مهارت سره خپل کورني حیوانات له ځان سره نندارې ته وړاندې کوي. د عسکونو په دي البوم کي د يو شمير اوسنیو او پخوانيو واکمنانو چلند له خپلو سپيانو سره ګورئ.
د توپخانې په برخه کي د ملي اردو سرتیرو او افسرانو د روزني بهير. دوی ته د ناټو د پريکړه ملاتړ ماموريت په چوکاټ کي روزنه ورکول کیږي. په هرات کي د دغه بهير يوه څنډه په انځورونو کي.
په نړۍ کې د روژې یا له خوراک څخه د پرهیز داسې مختلف میتودونه شته چې د بدن زهري مواد لمنځه وړي. د روغتیا روژه کې روژه لرونکی ټوله ورځ په بشپړ ډول خوراک او څښاک نه کوي. آیا داسې روژه روغتیا ته ګټه لري؟
یوه وتلي پاکستاني طراح په دې هیواد کې یوې ډلې افغان مهاجرینو ته د زیوراتو «ګاڼو» او جامو د تولید په برخه کې روزنه ورکړې او تر تولید وروسته یې د هغوی په لاس جوړ شوي توکي په کراچۍ کې نندارې ته وړاندې کړل.
د روسیې په پوځي ښوونځيو کې ماشومانو ته د رياضي او تاريخ د زده کړې ترڅنگ د جنگي وسايلو د استعمال روزنه هم ورکول کيږي.د دې ښوونځيو موخه د دولت په نظارت او سرپرستۍ کې په پوځي مهارتونو د وطن دوست قشر روزنه ده.
نجیب امیري د څلورو کلونو راهیسې په کابل کې د سلګونو ځوانانو او نجونو له پاره د نقاشۍ او انځورګرۍ د هنر، ترڅنګ د انګلیسې ژبې او سائنسي مضامينو د زده کړې زمينه برابره کړې ده. د «ماشومانو له پاره تود غېږ» بنسټ تر اوسه پورې ۵۰۰ تنه فارغان لرلي دي. له دغه با احساسه ځوان سره مرکه دلته اوریدلی شئ.
د افغانستان حکومت د یوې نوې طرحې له مخې پریکړه کړې چې د کانکور د سهمیه بندۍ له لارې د لږو پرمختللو ولایتونو د دولسم ټولګي فارغانو ته لا زیات تحصيلي امکانات برابر کړي. یو شمیر کسانو د دې طرحې پر وړاندې غبرګون ښودلی، خو ځنې نور یې بیا د انډولیز پرمختګ له پاره اغېزمنه بولي.
د افغانستان د ملي دفاع وزارت، د محلي پوځ جلب و جذب پيل کړی دی. چارواکي وایې چې دا محلي ځواک په نا امنو سېمو کې ځای پرځای کیږي، چې د ولسوالیو د سقوط مخنیوی وکړي. خو ځيني پوځي شنونکي او د پارلمان ځیني غړي بیا د حکومت له دې طرح سره سخت مخالفت ښيي. بشپړ غږیز مطلب دلته اوریدی شئ.
په پلازمېنه برلين کې د «میډیا ریزیډینټس» په نوم د یوې پروژې له مخې مهاجرو ته په رسنیو کې د کار کولو په برخه کې روزنه ورکول کیږي. په دې پروګرام کې شامل یو افغان ځوان امید فیروزي، ډاډه دی چې یوه ورځ به د یوټیوب ستوری شي.
په پام کې ده چې ناټو او امریکا په افغانستان کې د خپلو عسکرو حضور ډیر کړي، څو د افغان امنیتي ځواکونو روزنیز ماموریت پیاوړی شي. د افغانستان ځانګړو ځواکونو د نړیوالې ټولنې توجه ځان ته رااړولې ده.
د ايران د «کردستان د آزادۍ گوند» مشر ويلي دي چي د دغه گوند غړو ته د غربيانو له خوا له داعش سره د مبارزه له پاره پوځي روزنه ورکول کيږي. هغه ويلي دي چي له داعش سره مبارزه د ايران د حکومت پرضد مبارزې ځای نه نيسي.
د جرمني پوځ په جرمني کي د کردانو د پيشمرگي ځواک يوه ډله روزي. جرمني له داعش سره د مبارزې په برخه کي د کردي جنگياليو ملاتړ کوي. په دې انځوريز راپور کي د هغوی پوځي زده کړي ښوول کیږي.