1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهافریقا

په سومالیا کې یوې چاودنې سخته مرګ ژوبله اړولې ده

۱۳۹۹ اسفند ۱۶, شنبه

د پولیسو په حواله یوه ځانمرګي بریدګر د سومالیې د پلازمېنې موګادیشو د یوه ډیر مشهور ریسټورانټ مخې ته د موټر بم چاودنه کړې ده. په دې برید کې تر ۲۰ ډیر کسان وژل شوي دي.

https://p.dw.com/p/3qILS
Selbstmordanschlag in Somalia
انځور: Farah Abdi Warsameh/AP/picture alliance

د جمعې په ماښام (د مارچ میاشتې ۵ نیټه) د سومالیا هیواد پلازمېنې د یوه مشهور ریسټورانټ مخې ته موټر بم چاودنه کې د ډیر شمیر کسانو د وژل کیدو رپوټ ورکړل شوی دی. د چارواکو په حواله اوس هم د ویجاړې شوې ودانۍ تر خرابو له لاندې د بند پاتې شوو کسانو د را ایستلو کار روان دی، نو له دې امله ممکن د قربانیانو شمیر زیات شي.

سیمه ایزو چارواکو د آلمان خبري آژانس ته په دې چاودنه کې تر اوسه پورې د ۲۱ تنو وژل کیدل او د ۳۰ نورو ټپي کیدل تائید کړي دي. مخکې تر دې چارواکو ایسوشیټډ پریس خبري آژانس ته لږ تر لږه د ۱۰ تنو وژل کیدل تائید کړي ول.

چاودنه داسې وخت رامنځته شوې وه چې ریسټورانټ له میلمنو ډک وو او د ماښام ډوډۍ ته ناست ول. دغه ریسټورانټ او تر څنګ یي یو شمیر نورو ودانیو ته هم زیان اوښتی دی او د چاودنې غږ تر ډیر لیري ځایونو پورې اوریدل شوی دی.

چارواکي د دې برید مسئولیت د الشباب افراطي ډلې پر جنګیالیو ور اچوي. دغې ډلې مخکې تر دې هم د موګادیشو یو شمیر هوټلونه او ریسټورانټونه د بمي چاودونو په ترڅ کې په نښه کړي دي. اوسمهال د سومالیا په سویل مرکز کې یوه لویه سیمه د دغې ډلې تر کنترول لاندې ده.

پر زندان برید او چاودنه

پر دغه ریسټورانټ تر برید مخکې د الشباب ډلې شکمنو کسانو د دغه هیواد د نیمه خپلواکمن ایالت په بندري ښار بوساسو کې پر یوه زندان برید وکړ او د دغه زندان لږ تر لږه ۸ تنه محافظین یي ووژل.

پولیسو ویلي دي چې د دې برید په پایله کې د شکمنو ترهګرو ترڅنګ ډیر شمیر بندیان هم په تیښته بریالي شوي دي. د الشباب افراطي ډلې پر دغه محبس د برید مسئولیت په غاړه اخیستی دی او ویلي يي دي چې نږدې ۴۰۰ تنه بندیان یي آزاد کړي دي.

آژانسونه: ش.ن/ ن. ص