1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د نړيوالې لوږې له کبله د مرستندويه سازمانونو خبرداری

۱۴۰۱ مهر ۲۲, جمعه

مرستندويه سازمانونه وايي چې د تغذيې د نړيوالو بحرانونو له امله د نړۍ تقريبا دريمه برخه وګړي يا ۲،۳ ميليارده کسان کافي خواړه نه لري.

https://p.dw.com/p/4ICv6
Afghanistan | Bäckerei in Kabul spendet Brot
انځور: Ali Khara/REUTERS

د »ډوډۍ د نړۍ له پاره« په نوم د سازمان رئيسې، داګمار پروين، د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲ کال د اکتوبر ۱۶مه) د تغذيې د نړيوالې ورځې څخه دوې ورځې مخکې وويل چې نړيوالې لوږې ته بايد د يوې هر اړخيزې سياسي تګلارې له مخې غبرګون وښودل شي.

دوی ويلي دي چې د دې موخې له پاره بايد کافي پيسې موجودې وي، نه دا چې د آلمان د پرمختيايي چارو د وزارت په څېر مرجعې د مرستو دغه بودجه حتی راکمه کړي.

د پرمختيايي سياست د ټولنو اتحاديې (فېنرو) هم وويل چې د پرمختيايي همکارۍ او بشري مرستو د حکومتي بودجې د راکمولو پرځای بايد دغه بودجه زياته کړل شي.

د فېنرو مشرې، مارتينا شاوب وويل چې »د تغذيې ډراماتيک وضعيت د خوراکي توکو او انرژۍ د بيو د لوړېدو له کبله د اوکراين د جګړې په پايله کې، د اقليمي کړکېچ له امله او د کرونا پانديمۍ د پاتېدونکو پايلو له کبله لا ترينګلی کيږي.« د هغې په خبره د لوږې بحران د افريقا په ښاخ، د صحرا په جنوب کې پرتو هيوادونو او په جنوبي آسيا کې د افغانستان په شمول تر ټولو سخت دی. افغانستان کې د لوږې کړکیچ

د بودجې د يوه لومړني وړانديز له مخې د آلمان د پرمختيايي چارو په بودجه کې د راتلونکي کال له پاره تقريبا ۱۱ ميليارډه يورو په نظر کې نيول شوي دي چې د روان کال په نسبت ۱،۳ ميليارډه يورو لږوالی پکې ليدل کيږي.

البته د فدرالي بودجې په برخه کې د آلمان پارلمان هم وروستۍ رايه ورکوي او دغه بودجه لا زياتولی شي. د ملګرو ملتونو د کډوالو سره د مرستې ټولنې په ختيځه افريقا کې ناوړه وضعيت ته د خلکو پام اړولی دی.ملګري ملتونه: ۳۴۵ ميلیونه انسانان د لوږې له بحران سره مخ دي

دغه مرستندوی سازمان وويل چې »د اقليمي کړکېچ او د اوکراين د جګړې ډراماتيک عواقب د افريقا د ښاخ اوسېدونکي په ډېر شدت سره اغېزمن کوي.« په خبره يې يوه ډېره خرابه وچکالي دا مهال په سوماليا، اتيوپيا او کېنيا کې ۲۰،۵ ميليونه انسانان ګواښي.

په يمن کې چېرته چې د ۲۰۱۵ کال راهيسې جګړه حاکمه ده، دريمه برخه وګړي په ډاډمن ډول خوړو ته لاسرسی نه لري.

آ./ن. ص./ن. ز.