1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

«په پکتیکا کې ۶۵ طالبان وژل سوي»

۱۳۹۹ مهر ۴, جمعه

افغان چارواکو په پکتیکا کې د نښتو په ترڅ کې د ۶۵ طالبانو د وژل کیدو خبر ورکړی. دا په داسې حال کې ده چې په قطر کې د سولې پر مذاکراتو سربیره په افغانستان کې تاوتریخوالی ادامه لري.

https://p.dw.com/p/3iz2x
Afghanistan | Angriff auf Gefängnis in Dschalalabad
آرشیف انځورانځور: imago images/Xinhua

د افغان امنیتي ځواکونو د خپلو معلوماتو له مخې په پکتیکا ولایت کي يې له طالبانو سره د څو ساعتونو د نښتو په ترڅ کي  ۶۵ یاغیان وژلي دي. د فرانسې خبري آژانس د پکتیکا د پولیسو ویاند شاه محمد آرین، له قوله رپوټ ورکړی چي دغه پیښه هغه وخت رامنځته سوه کله چي طالبانو د چهارشنبې په ماښام د وازه خوا په سیمه کي د پوځ پر مرکزي هډې باندي برید وکړ.

هغه زیاته کړې چي تر سختو نښتو وروسته امنیتي ځواکونو  یو متقابل برید پیل کړ چي په نتیجه کي یې طالبانو ته سخت درنه مرګ ژوبله واوښته. د محمد آرین په خبره په دغه پیښه کي درې تنه پولیس هم وژل سوي دي. دا خبر د ولایتي شورا مشر بختیار گل ځدراڼ هم تأیید کړی دی. 

طالبانو تر اوسه په دې هکله څه نه دي ویلي. یوه ورځ مخکي د طالبانو له لوري په ارزگان ولایت کي د ۲۸ امنیتي ځواکونو د وژل کیدو رپوټ ورکړل شوی وو.

د یاد خبري آژانس د رپوټ له مخې د تاوتریخوالي دغه نوې څپه په داسې وخت کې زور اخلي چې طالبان او افغان حکومت د سپتمبر له ۱۲مې نېټې راهیسې په قطر کي د دوو لسیزو جگړې د سوله ایز حل له پاره خبرې اترې کوي. خو دغه بهیر ډیر په کراره روان دی او لکه څرنگه چي انتظار کیده په دغو خبرو اترو کي کوم ډیر پرمختگ نه لیدل کیږي.