1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پاکستان: طالبان له شرایطو سره د عیاریدو وړتیا لري

۱۴۰۰ فروردین ۲۶, پنجشنبه

د پاکستان د بهرنیو چاو وزیر ددې خبري پخلی کوي چي طالبان به په افغانستان کي تر يو حده ځانونه له شرایطو سره عیار کړي. د هغه په خبره، طالبانو په تیره بیا د ښځو د حقونو په برخه کي پرمختګ کړی.

https://p.dw.com/p/3s2qM
Deutschland, Berlin | Außenminister: Qureshi trifft Maas
انځور: Kay Nietfeld/dpa/picture alliance

د پاکستان د بهرنیو چاو وزیر شاه محمود قریشي د «ډي ویلت» په نامه آلمانۍ ورځپاڼي ته وویل «طالبان اوس په بشپړ ډول په دې پوه سوي چي افغانستان بدل سوی او هغوی باید دغه بدلون ته غاړه کښیږدي.» په عین حال کي هغه له افغانستانه د ناټو ځواکونو له چټک وتلو څخه خبرداری ورکوي.

قریشي تر ټولو د مخه د ښځو د حقونو په برخه کي د طالبانو پرمختګ ته اشاره کوي. د هغه په خبره طالبانو دا منلې ده چي نجوني هم باید ښوونځیو ته ولاړي سي. دا خبره په ټاکنو کي ملیشو ته د لاري د خلاصون په برخه کي هم صدق کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر د اپریل په پای کي د سولي په پلان سوو خبرو اترو کي د طالبانو د ګډون د مساوي حق غوښتنه کوي. د هغه په خبره که له طالبانو سره د همکار په توګه چلند وسي، نو امکان لري چي امتیازاتو ته چمتو سي.

قریشي په عین حال کي له افغانستان څخه د ناټو ځواکونو له چټک وتلو سره مخالفت ښودلی او په دغه هیواد کي یې د واک له یوې خطرناکي خلا څخه خبرداری ورکړ.

هغه ټینګار وکړ چي «موږ تل دا خبره کړې چي د ځواکونو د منظمو وتلو پلوي کوو، دا په دې معنی چي عاجلانه شاته تګ به نه وي.»

امریکا متحده ایالات او د ناټو متحدین یې غواړي د می میاشتي په پیل کي له افغانستانه د خپلو ځواکونو په وتلو پیل وکړي او له ۲۰ کلونو راهیسي په دغه هیواد کي خپل پوځي ماموریت ته د پای ټکی کښیږدي.

د ناټو د ۳۰ غړو هیوادونو د بهرنیو او دفاع وزیرانو د چهارشنبې په ورځ پریکړه وکړه چي د می پر لومړۍ نیټه به د خپلو ځواکونو منظم راایستل پیل کړي.

GP/NZ/AG