1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

پرتګال د افغانستان د ښځو فوټبال لوبډلي ته پناه ورکړه

۱۴۰۰ شهریور ۳۱, چهارشنبه

د افغانستان د ښځو فوټبال د ملي ټیم ۲۶ غړيو او د هغوی د کورنيو د پناه غوښتنه په پرتګال کي منل سوې ده. هغوی د تیري دوشنبې په ورځ دغه هیواد ته پناه وړې وه.

https://p.dw.com/p/40eMk
Portugal Afghanisches Mädchenfußballteam
انځور: AP/dpa/picture alliance

د افغانستان د ښځو فوټبال د ملي لوبډلي کپتاني فرخونده محتاج د دوشنبې په ورځ اسوشيتيد پريس خبري آژانس ته ويلي ول چي په دغه ګروپ کي چي په پرتګال کي قبولي سوي دي، مجموعأ ۸۰ کسان شامل دي.

هغې ويلي دي چي دغه ټيم د ځینو انفرادي کسانو او امریکايي خیریه سازمانونو په مرسته وکولای سول چي تیره یکشنبه پرتګال ته ځانونه ورسوي.

فرخونده محتاج چي په کاناډا کي ژوند کوي او په تیرو اونیو کي یې د دغو ۱۴ او ۱۶ کلنو ترمنځ نجونو سره په اړيکو کي وه، وویل چي «هغوی خپل کورونه او هرڅه پریښول.»

قدرت ته د طالبانو له رسیدو راهیسي د ښځو فوټبال لوبغاړي نه یوازي سپورټي اینده نه لري، بلکي د ښې مسلکي زده کړي چانسونه یې هم د لاسه ورکړي دي.

دغه افغان فټبالراني غواړي په پرتګال کي هم خپل فټبال ته ادامه ورکړي او یوه ورځ د فټبال د وتلي ستوري کریستیانو رونالدو سره هم وکتلای سي.