1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
د مطبوعاتو آزاديشمالی امریکا

«افغان ژورناليستان له خطر سره مخامخ دي»

۱۴۰۰ شهریور ۲۵, پنجشنبه

په تیرو شلو کلونو کي په افغانستان کي یو ژوندی رسنیز چاپیریال رامنځته سو. خو اوس د طالبانو په واکمنۍ کي ژورناليستان له خطر او حتی مرګ سره مخامخ دي. په جرمني کي فعالان کوښښ کوي له هغوی سره مرسته وکړي.

https://p.dw.com/p/40O0g
Nepal | Mahnwache für den in Afghanistan getöteten Journalisten Danish Siddiqui
زموږ د ارشیف څخه یوعکس انځور: Prabin Ranabhat/SOPA Images/ZUMA/picture alliance

دا تقریباً یو پټ مطبوعاتي کنفرانس غوندي دی چي د « بې سرحده خبريالانو» سازمان پرون چهارشنبه(د سپټمبر ۱۵ مه) د برلین د شونه برګ په ناحیه کي دایر کړ. په دغه کنفرانس کي یوازي شلو ژورناليستانو ته د ګډون اجازه ورکړل سوې وه.

هغه څه چي د کرونا د شیوع راهیسي معمول دي، برخلاف دا وار یې په انترنیت کي ویدیو هم نه اچول کیږي او نه نشریږي. ځکه چي له هغوی سره ځیني داسي افغان ژورناليستان هم وجود لري، چي په افغانستان کي د خپلو خپلوانو او دوستانو پخاطر بیره لري. په هغه صورت کي که یې هویت معلوم سي.

خو احمد وحید پیمان بیا بل ډول دی. هغه چي په کابل او هرات کي له یوې ورځپاڼي سره کار کاوه، خپل هویت نه پټوي او پریږدي چي عکسونه یې هم واخیستل سي. هغه د لسو ورځو راهیسي جرمني ته راغلی دی.

پیمان د هغه راهيسي چي طالبان قدرت ته رسیدلي دي، د خپلو هغو هم مسلکانو رپوټ ورکوي چي له خطر سره مخامخ دي او کار ته نه پریښول کیږي. هغه وايي چي اکثره خبريالان په خپلو کورونو کي پټ دي او یا همسایه هیوادو ته تښتیدلي دي. د پیمان په خبره: «طالبان د زغم او تحمل سیاست بازي کوي، تر څو په بین امللي سطح په رسمیت وپيژندل سي، خو پر ژورنالیستانو باندي د حملو او تعرض بې حسابه مثالونه وجود لري.»

د هغو ۵۵ ورځپاڼو، راډيوګانو او انلایني شبکو د جملې څخه چي یوازي په هرات کي فعاله وې، اوس یې فقط شپږ پاته او لا فعالیت کوي. خو په دغو کي هیڅ یوه ښځه د کار کولو اجازه نه لري، یا موسیقي او یا نور د ساتیري پروګرامونه نشر کړي.

د «بې سرحده خبريالانو» اداري رئیس، کریستیان میر د دغو خبرونو په اوریدو سخت متأثره دی. خو په دغه ورځ(چهارشنبه) باندي یې په خبره یو مثبت خبر موجود دی او هغه داچي د جرمني داخله وزارت د بلقوه خطر سره مخامخ ۲۶۰۰ افغانانو ته د راتګ او اقامت اجازه ورکړې ده. په دغه ګروپ کي د بشر د حقوقو د فعالینو تر څنګ ډیر ژورنالیستان هم شامل دي. هغوی مجبوره نه دي چي د پناه غوښتنه ورکړي او راساً د اقامت کولو اجازه ورکول کیږي.

Deutschland | PK  Reporter ohne Grenzen
احمد وحید پیمان او د « بې سرحده رپورټرانو» سازمان اداري رئیس، کریستیان میر په برلین کښيانځور: Jens Thurau/DW

افغانستان باید په اینده کي هم د توجه په مرکز کي پاته سي

د میلر په خبره په اینده کي هم باید د هغو ژورنالیستانو غمخواري وسي چي پر نوو شرایطو او حالاتو سربیره نه غواړي له افغانستان څخه ووځي: «داچي د جرمني پوځ نور هلته حضور نه لري، دا په دې معني نه دی چي افغانستان دي نوره توجو نه کيږي.»

میلر همدارنګه وايي چي په تیرو ورځو کي یې د جرمني له څو وزارتونو سره خبري کړي دي چي اکثرو یې «په افغانستان کي د وضع د سمیدو خبري کولې، خو اوس ددغه ډول خبرو وخت تیر سوی دی.»

طالبانو په اول سر کي د قدرت تر نیولو وروسته مثبت زیګنالونه ورکړل او ویې ویل چي ژورنالیستان کولای سي، خپلو کارونو ته ادمه ورکړي. خو اوس بیا واقعیت بل څه بیانوي.

میلر اضافه کوي او دا نه پټوي چي «طالبان موږ د ډیرو کلونو راهیسي د بیان د ازادۍ د دښمنانو په حیث پيژنو او اوس هم د مطبوعاتو او ازادۍ د بیان دښمنان دي.»

Afghanistan PK der Taliban
انځور: Rahmat Gul/dpa/AP/picture alliance

افغانستان د طالبانو لخوا د قدرت تر نیولو دمخه د ۱۸۰ هیوادونو په منځ کي د مطبوعاتو د ازادی په ۱۲۲ مقام کي شامل ؤ، خصوصاً په دې خاطر چي هم طالبانو او هم داعش د مطبوعاتو کارکوونکي په نخښه کړي او وژلي دي.

د امریکا متحده ایالاتو د ژورنالیستانو د یوې اتحادیې(CPJ) په حواله، له ۱۹۹۲م کال راهیسي په افغانستان کي ۵۵ ژورناليستان وژل سوي دي، چي دوه یې په همدې کال کي وه. د دغي اتحادیې په خبره تر ټولو دمخه بیا ژورناليستاني ډېر له خطر سره مخامخ دي.