1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

« په تیر میلادی کال کي ۸۵۰۰ ملکیان زخمیان او یا هم وژل سوي»

۱۳۹۹ بهمن ۸, چهارشنبه

د افغانستان د بشري حقونو د کمیسیون په حواله ، په ۲۰۲۰ م کال کي په مجموعي ډول ۸۵۰۰ ملکي کسان یا وژل سوي او یا هم ټپیان سوي. په دې ډول تیر کال په اوسط ډول په هرو ۲۴ ساعتونو کي ۸ تنه ملکیان وژل سوي او ۱۵ تنه ټپیان سوي دي.

https://p.dw.com/p/3oU7Q
Kabul Autobombe Anschlag Afghanistan
انځور: Reuters/O. Sobhani

د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون د چهارشنبې په ورځ په ۲۰۲۰ م میلادي کال کي په دغه هیواد کي د ملکي کسانو د تلفاتو په اړه رپوټ خپور کړ چې پکښي ويل شوي چې په تیر میلادي کال کې د ښځو او کوچنیانو په ګډون ۸۵۰۰ کسان ټپیان او یا هم وژل سوي دي.

لکه څنګه چي نوموړي کمیسیون ویلي شاوخوا ۳۰۰۰ تنه وژل سوي او ۵۵۴۲ تنه زخمیان سوي. دغه شمیر د ۲۰۱۹ کال په پرتله ۲۱ سلنه کموالی ښيي. دغه کمیسیون په ۲۰۱۹ م کال کي د ۱۰۷۷۲ تنو د زخمي کیدو او وژل کیدو رقم ثبت کړی وو.

د بشری حقونو کمیسیون زیاتوي چي د تیرو کلونو په شان د ملکی کسانو ددغو تلفاتو علت هدفي وژني، راکټي او انتحاري بریدونه، جبهه یي جنګونه او هوایي عملیات جوړوي.

Afghanistan Kabul Bombenanschlag
انځور: Rahmat Gul/AP/picture alliance

په دغه رپوټ کي راغلي چي د ملکی تلفاتو ۵۳ سلنه عاملین طالبان، حکومتي ځواکونه او د حکومت په ملاتړ خارجي ځواکونه دي او د ملکی کسانو د وژلو ۱۵ سلنه مسوولیت پر طالبانو او ۵ سلنه پر داعش اچول کیږي.

د ملکی کسانو د تلفاتو ۲۵ سلني عاملین معلوم نه دي. په دې ډول د هغو تلفاتو شمیر چې مسوولیت یې هیڅ چا پر غاړه نه دی اخیستی، څه د پاسه دوه برابره دی. همدارنګه د ملکي تلفاتو دوه سلنه پر کونړ، خوست، پکتیکا او کندهار ولایتونو باندي د پاکستان له خاوري څخه د راکټونود بریدونو په نتیجه کي رامنځته سوې. رپوټ زیاتوي چي تیرکال د راکټي بریدونو له امله د ملکیانو تلفات په مجموعي ډول ۱۳۱۲ تنه ول چی د ۲۰۱۹ کال په پرتله ۲۸ سلنه کموالی ښيي. د بشری حقونو د کمیسیون ارزوني ښیی چي په ۲۰۲۰ م کال کي د ملکیانو ډیری تلفات چې ۳۳ سلنه دي، د افغانستان په جنوب لویدیځ کي رامنځته سوي.

پر خبریالانو او د رسنیو پر کارکوونکو باندي بریدونه

د بشري حقونو کمیسیون وایي چي په ۲۰۲۰ م میلادي کال کي د رسنیو د کارکوونکو په وړاندي د زورزیاتي ۸۱ پیښي رامنځته سوي چی په نتیجه کي یې ۱۱ خبریالان وژل سوي او ۱۷ تنه ټپیان سوي دي.

دغه کمیسیون نوموړو زورزیاتیو ته په اندیښنې سره وایي چي د ۲۰۲۰ م کال په وروستیو میاشتو کي، په دوحه کې د سولي د خبرو له پیل سره سم، د خبریالانو او مدني ټولني د کارکوونکو په وړاندي بریدونه په شدت سره زیات سول.

د نوموړي کمیسیون ارزوني ښیي چي یوازي د ۲۰۲۰ کال په وروستیو ۲۰ ورځو کي ۶ خبریالان او د مدني ټولني فعالین تربرید لاندي راغلي او خپل ژوند یې له لاسه ورکړي.