1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

خليلزاد او ملا برادر په قطر کې سره ليدلي

۱۳۹۹ اسفند ۱۶, شنبه

طالبانو ويلي چې په قطر کې يې د افغانستان سولې له پاره د امریکا له ځانګړې استازي زلمي خليلزاد سره لیدلي دي. خلیلزاد تر دې د مخه تيره اوونۍ په کابل کې د افغان ولسمشر اشرف غني او ځینو افغان سیاسي مشرانو سره هم لیدلي ول.

https://p.dw.com/p/3qIe3
Afghanistan Friedensgepräche in Doha
انځور: Hussein Sayed/AP/dp/picture alliance

زلمی خليلزاد په داسې حال کې خپل سفرونه يو ځل بيا پیل کړي، چې په افغانستان کې د تاوتريخوالي کچه لوړه شوې او د امريکايي ځواکونو د وتلو نهايي نيټې ته هم لږ وخت پاتې دي.
خلیلزاد، تيره اوونۍ په کابل کې د افغان ولسمشر اشرف غني او د مصالحې د عالي شورا د مشر، عبدالله عبدالله په ګډون د یو شمیر افغان سياسي مشرانو سره لیدلي وو او پر افغان سوله ورسره غږیدلی وو.

له دوحې څخه د فرانسې خبري آژانس د شنبې په ورځ خبر ورکړ چې د طالبانو ویاند، محمد نعیم پر ټويټر لیکلي چې خليلزاد او په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو قوماندان د جمعې په ورځ ناوخته، په دوحه کې د ملا عبدالغني برادر په ګډون د طالبانو د سولې مرکچي پلاوي سره کتلي دي.

هغه ليکلي دي: «دواړو لورو د دوحې پر تړون خپل نظرونه شريک او د هغې پر بشپړ عملي کولو وغږيدل. دغه راز د افغانستان پر موجوده وضعيت او د بین الافغاني مذاکراتو بهیر پر چټکيدو خبرې وشوې.»

په همدې اړه نور:غني: د سیاسي قدرت ليږد یوازېني لار انتخابات دي

امريکا او طالبانو د ۲۰۲۰م کال په فبرورۍ میاشت کې يو تړون لاسليک کړ چې په هغه کې امريکا ژمنه کړې چې د روان کال په می میاشت کې به خپل ټول پوځيان له افغانستان څخه وباسي. دغه تړون دغه راز د طالبانو او افغان حکومت تر منځ مخامخ خبرو ته هم لاره هواره کړه کوم چې اوس په دوحه کې روانې دي.

خو له کله چې د امريکا د نوي ولسمشر، جو بايدن ادارې اعلان وکړ چې طالبانو سره پر شوي تړون باندې له سره غور کوي، په افغانستان کې د امریکا د راتلونکې يا د حضور د ادامې په اړه ګونګسې ډيرې شوي دي.

د تړون له مخې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو حضور ته نور د ګوتو په شمیر ورځې پاتې دي، خو په دغه هیواد کې د جګړو او تاوتريخوالو ډيريدو داسې انديښنې راپورته کړي چې په بيړې سره د امريکايي ځواکونو له وتلو سره به وضعیت نور هم خراب شي او حتی د طالبانو او حکومت ترمنځ مذاکرات به هم ودريږي.

له کله چې د امریکا نوي ولسمشر، جو بايدن د روان کال په جنوري میاشت کې په خپل کار پيل کړی، دا قطر ته د زلمي خلیلزاد لومړنی سفر دی.

burs-gw/hc/mks.m.n.sburs-gw/hc