1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهافغانستان

غیر دولتي سازمان: طالبانو دری بریتانوي اتباع نیولي دي

۱۴۰۲ فروردین ۱۳, یکشنبه

له لندن څخه د فرانسې خبري آژانس (AFP) د یوې غیر دولتي سازمان په حواله رپوټ ورکړی دی چې په افغانستان کې دری تنه بریتانوي اتباع په دغه هیواد کې د حکومت کوونکي سخت دریځه اسلامپاله ډلې طالبانو له خوا نیول شوي دي.

https://p.dw.com/p/4PbCP
Afghanistan I Selbstmordanschlag in Kabul
انځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د پریزیډیم نټ ورک په نامه سازمان د شنبې په ورځ (د ۲۰۲۳ کال د اپريل لومړۍ نېټه) په خپل یوه ټویټري پيغام کې ویلي دي چې دوی د درو نیول شوو کسانو له ډلې څخه د دوو تنو له کورنیو سره له ډیر نږدې نه په تماس کې دي.

«طالبانو د نجونو د زده کړو ملاتړی مطیع الله ویسا نیولی»

د بریتانیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې دوی پر دې کار کوي، څو وکولی شي په افغانستان کې د نیول شوو بریتانوي اتباعو سره د قونسلګرۍ له طریقه ارتباط ټينګ کړي.

په افغانستان کې د جنګي جرم په تور يو آستراليايي عسکر نيول شوی

ګمان کیږي چې د نیول شوو کسانو له ډلې دوه تنه یې د جنورۍ په میاشت کې په افغانستان کې د طالبانو له خوا نیول شوي دي او دا چې دریم کس کله یا څه وخت نیول شوی دی، تر اوسه پورې په دې اړه معلومات نشته.

زمونږ د فیسبوک شبکې سره یوځای شئ:

زمونږ د یوټیوب شبکې سره یوځای شئ:

د رسنیو د رپوټونو په حواله یو له دغو کسانو څخه د یوه مرستندویه سازمان داکتر دی چې د پرمختیایي مرستندویانو له پاره د استوګنې ځایونو د برابرولو د یوه مرکز منیجر یا مشر دی او دویم تن یې د یوټیوب شبکې یو پيژندل شوې څیره (یوټیوبر) ده چې مختلفو ځایونو ته سفرونه کوي.

طالبانو یو ځوان نيولی وو، اوس يې جسد کورنۍ ته سپارلی

پریزیډیم نټ ورک، د تویتر ټولنیزې شبکې له لارې پر طالبانو غږ کړی دی چې دغه کسان خوشي کړي او د دغو کسانو نیول کیدل شاید د سوء تفاهم په اساس شوی وي.

له پریزیډیم نټ ورک، یا شبکې څخه سکاوټ ریچرډز، له Sky News تلویزونې شبکې سره په مرکه کې ویلي دي چې د دوی د سازمان د موندنو په اساس دغه کسان «په ښو شرایطو» کې دي او ښه چلند ورسره کیږي. د نوموړې شبکې په حواله د شکنجې یا ناوړه چلند په هکله هیڅ شواهد نشته دی.

آژانسونه: ش.ن/ ا.و.ا