1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د بین الافغاني مذاکراټي ټيمونو له يو بل سره لیدلي دي

۱۴۰۰ اردیبهشت ۲۵, شنبه

طالبان وايي چې د بین الافغاني مذاکراتو د ټيمونو يو شمیر غړو د دوی په سیاسي دفتر کې له يو بل سره کتلي دي. دغه کتنې داسې وخت شوي چې د کمکي اختر په درو ورځو کې د اعلان شوي اوربند سربیره د خونړيو پیښو رپوټونه ورکړل شوي دي.

https://p.dw.com/p/3tQZ9
Russland Gespräche zwischen Taliban und afghanischen Politiker in Moskau
انځور: Reuters/E. Novozhenina

طالبان وايي چې د بین الافغاني مذاکراتو د ټيمونو يو شمیر غړو د دوی په سیاسي دفتر کې له يو بل سره کتلي دي. طالبان دغه خبر په داسې وخت کې ورکوي چې دغې ډلې د روان کمکي اختر په درو ورځو کې اوربند اعلان کړی خو بیا هم د خونړيو پیښو رپوټونه ورکړل شوي دي.

د فرانسې خبري آژانس، د چارواکو له قوله چې نومونه یې نه دي ذکر کړي ويلي دي چې بین الافغاني مذاکراتي ټيمونو د سولې خبرو د چټکولو په موخه له يو بل سره کتلي دي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر وياند، محمد نعيم، هم د می په ۱۴مه پر خپل ټويټر ليکلي دي چې نن مازديګر د بین الافغاني مذاکراتو د ټيمونو د یو شمیر غړو تر منځ ناسته ترسره شوه. نعیم زیاته کړې چې په دغې ناسته کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر، ملا برادر آخوند هم ګډون درولود.

هغه په پر له پسې دوهم ټيوټ کې ويلي دي چې په دغې ناسته کې «د اختر مبارکۍ تر څنګ د هیواد د روان وضعیت او بین الافغاني مذاکراتو د چټکتيا په اړه خبرې وشوې.» طالب ویاند زياته کړې چې دواړو لورو وپتيله چې له اختر وروسته به هم د دوی ناستې ادامه ولري.

Afghanistan Taliban Waffenstillstand
طالبانو د اختر په درو ورځو کې اوربند اعلان کړ افغان حکومت هم خپلو ځواکونو ته امر وکړ چې اروبند رعایت کړیانځور: Rahmat Gul/AP Photo/picture alliance

دغه کتنه په داسې وخت کېږي چې د اختر په ورځو کې د طالبانو له خوا د اعلان شوي اوربند او د حکومت له لخوا د هغه د رعایت سر بيره، په افغانستان کې بمي چاودنو ملکیانو ته درانه تلفات اړولي دي. د رپوټونو مطابق، د اختر په لومړۍ ورځ په کندهار، غزني او کندز کې چاودنو لږ تر لږه ۱۱ ملکيان ووژل او تر دې ډير کسان يې ټپيان کړل او پرون د اختر په دوهمه بیا د کابل په شکردرې ولسوالۍ په یو مسجد کې چاودنې د مسجد د امام په ګډون یو شمیر لمونځ کونکي ووژل.

 طالبانو د می په نهمه د کمکي اختر په درو ورځو کې اوربند اعلان کړ چې د اعلان له مخې نن شنبه د می ۱۵مه د دغه اوربند وروستۍ ورځ ده. د طالبانو له دغه اعلان سره افغان حکومت هم خپلو امنيتي ځواکونو ته امر وکړ چې اوربند رعایت کړي.

د افغانستان د مصالحې شورا مشر عبدالله عبدالله هغه مهال وویل چې د اختر په ورځو کې اوربند کولی شي د افغانانو له پاره يو ښه فرصت برابر کړي خو زیاته کړې يې وه چې په موقتی اوربند باندې د افغانستان بحران نه حل کيږي.

Afghanistan Bombenanschläge auf Schule in Kabul
د اختر په ورځو کې د اوربند سربیره د خونړیو پيښو رپوټونه هم شول - انځور د کابل د سیدالشهدا ښوونځي د مرګونې پيښې انځور: Haroon Sabawoon/AA/picture alliance

د طالبانو لخوا د اروبند تر اعلان یوه ورځ وروسته د پاکستان لوی درستيز جنرال قمر جاوید باجوه د بریتانیا د لوی درستيز جنرال نیکولاس پاتریک سره کابل ته راغی او له افغان ولسمشر سره يې وکتل.

د ارګ يوې سرچينې په هماغه ورځ دویچه وله ته ویلي وو چې باجوه به له غني سره پر افغان سوله خبرې کوي.

د باجوه تر سفر پر مهال، رويټرز خبري آژانس په خپل يو رپوټ کې وويل چې په وروستيو کې طالبانو او ځینو ديپلوماتيکو سرچينو دغه آژانس ته ویلي دي چې پاکستان له طالبانو سره پر مذاکراتو بوخت دی تر څو دغه ډله له امریکا سره د سولې تړون پر اساس په افغانستان کې يو اوربند رامنځته او د سولې مذاکراتو د ادامې له پاره د ترکيې په پلان شوي کنفرانس کې ګډون وکړي.

د افغانستان ولسمشر اشرف غني د اختر په لومړۍ ورځ خپلې وینا کې وويل چې جنرال باجوه ورته په ډير وضاحت سره اعلان وکړ چې د اسلامي امارت احیا د «پاکستان د ملي منافعو په ګټه نه ده.» غنی هغه مهال وویل چې طالبان دوه انتخابه لري «سوله او بربادي» او دغه ډله باید اوس ثابته کړي چې څه غواړي.