1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«افغانستان کې د پاکستان په اړه غلط تصور د هند پروپاګند دی»

۱۴۰۰ مرداد ۷, پنجشنبه

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي چې په افغانستان کې د پاکستان په اړه تصور د هند د پروپاګند نتیجه ده. خان ویلي‌ ترڅو چې هند د کشمیر په هکله خپله پریکړه وانه خلي، د افغانستان د مسئلې په هکله له هند سره خبرې نه کوو.

https://p.dw.com/p/3yHH6
Screenshot Exklusivinterview mit Imran Khan

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په اسلام آباد کې د پاکستان او افغان ځوانانو له یوه پلاوي سره په خبرو کې وویل چې په افغانستان کې یو غلط نظر یا تصور موجود دی چې پاکستان د پوځي ادارو له خوا کنترولیږي، چې له بده مرغه دا ټول د هند له خوا خپریدونکی پروپاګند دی.

په دې ناسته کې د پاکستان د اطلاعاتو او نشریاتو وزیر فواد چوهدري او د یو شمیر لوړپوړو چارواکو سربیره افغان ژورنالیستان، فلم جوړونکي، سوداګر او د دفاعي چارو کارپوهان هم موجود وو.

عمران خان د افغانستان د کړکیچ پړه پر پاکستان د اړولو په ارتباط د افغان سیاستوالو وروستۍ څرګندونې خواشینوونکې وبللې او ویې ویل: «پاکستان لومړی له امریکا او وروسته له افغان حکومت سره مذاکراتو ته د طالبانو قانع کولو له پاره ډیرې هڅې وکړې. د سیمې بل هیڅ هیواد د پاکستان په اندازه د کوښښ کولو ادعا نه شی کولی، کوم چې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد هم تائید کړې ده.»

عمران خان زیاته کړه: «زما تل همدا دریځ وو چې د افغان ستونزې حل له پوځي لارې نه، بلکې له سیاسي لارې ممکن دی. له تیرو پنځلسو کلونو راهیسې د خپل ګوند د مشر په حیث او د تیرو دریو کلونو راهیسې په حکومت کې پر خپل دریځ ولاړ یم او پوځي ادارې په بشپړ ډول د حکومت د دې دریځ ملاتړ کوي.»

د پاکستان لومړي وزیر زیاته کړه: «پاکستان د بل هر هیواد په پرتله ډیر په افغانستان کې امن غواړي، ځکه چې که په افغانستان کې امنیت وي، نو پاکستان به د مرکزي آسیا هیوادونو ته لاسرسی پيدا کړي.»

کشمیر او پر افغانستان یې اغیز

د پاکستان او افغانستان د ځوانانو فورم له خوا د افغانستان د سولې په بهیر کې د پاکستان او هند د مشارکت په اړه د یوه پوښتنې په ځواب کې عمران خان وویل چې هند د ۲۰۱۹م کال د اګست میاشتې پر پنځمه نیټه د نړیوالو تړونونو برخلاف په یو اړخیز ډول د کشمیر ځانګړی حیثیت بدل کړ، او تر هغې پورې چې هند خپله دغه پریکړه بیرته نه وي اخیستې پاکستان ته به د افغانستان په اړه د سولې په درې اړخیزو خبرو اترو کې ګډون کول د منلو وړ نه وي.

د پاکستان د اطلاعاتو او نشریاتو وزیر چوهدري فواد حسین وویل چې د نړۍ ستر قدرتونه د خپلې لوبې تر لوبیدو وروسته ځي او اوس باید د پاکستان او افغانستان ولسونه د خپلو ګټو په پام کې نیولو سره پریکړه وکړي.

فواد چوهدري وویل: «د پاکستان رول ډیر محدود دی او بالاخره دا افغانان دي چې باید پریکړه وکړي چې په خپل هیواد کې د تل پاتې امنیت او ثبات له پاره کوم ډول سیاسي نظام خوښوي.» نوموړي وویل چې پاکستان په افغانستان کې د ثبات غوښتونکی دی. د دواړو هیوادونو ترمنځ پر لوړو ژورو سربیره دواړه تاریخي، مذهبي او کلتوري اړیکي لري.

چوهدري وویل چې روسیې او امریکا پر کابل قبضه وکړه، خو موږ یې ناوړه اغیزې تر اوسه پورې ګالو: «په افغانستان کې د امریکا پالیسي ناکام ثابته شوه، چې پایلې یې پاکستان او افغانستان دواړه ګالي. خو سره له دې هم موږ د افغانستان له ولس سره اوږه پر اوږه تللو ته تیار یوو. پاکستان د سلګونو زرو افغان کډوالو کوربتوب کوي.»

ج ا/ اا: ش.ن/ ن.ز