1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د څرخي الوتکې سقوط او يوه چاودنه کې ۱۳ کسان وژل شوي

۱۳۹۹ اسفند ۲۸, پنجشنبه

په کابل کې د سړک د غاړي بم په چاودنه کې نن پنجشنبه ۴ کسان وژل سوي دي. افغان چارواکو دغه راز د يوې څرخۍ الوتکي د سقوط په پېښه کې د ۹ کسان د وژل کېدو خبر ورکړی دی.

https://p.dw.com/p/3qn4R
Afghanistan | Luftangriff
انځور: Reuters/M. Ismail

د افغانستان د مخابراتو او تکنالوژۍ وزارت د معلوماتو له مخي، په کابل کې د سړک پرغاړي ځای پر ځای شوی ماين هغه مهال چاودلی دی چې د دغه وزارت د مامورينو موټر له هغه ځايه تيريده. په دغه پېښه کي ۴ کسان وژل شوي دي او ۹ نور ټپيان شوي دي.

د دې چاودني مسؤوليت تر اوسه کومي ډلي پرغاړه نه دی اخيستی، خو افغان حکومت د وروستيو تاوتريخوالو او هدفي وژنو پړه پر وسله والو طالبانو اچوي. خو طالبان بيا په دغو پيښو کي لاس لرل ردوي.

د څرخي الوتکې سقوط

د افغانستان د دفاع وزارت د پنجشنبې په ورځ ويلي چې د چهار شبنې (د مارچ ۱۷ مه نيټه) په ماښام کابل ته څېرمه د يوې پوځي څرخي الوتکې د رالوېدو په نتيجه کې د امنيتي ځواک ۹ غړي وژل شوي دي. د دفاع وزارت ويلي چې د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړي دي.

د افغان هوايي ځواک يوې سرچينې رويترز خبري آژانس ته ويلي دي چې دغه څرخي الوتکه د پاڅيدو پر وخت په يوه توغندي لګيدلې ده.

اړونده موضوع: کابل: په جلا چاودنو کې لږ تر لږه ۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

د طلوع نيوز شبکې په حواله پېښه هغه مهال رامنځته شوې چې څلورو څرخي الوتکو بهسود ولسوالۍ ته تجهیزات، خواړه او همدا راز کوماندو ځواک انتقالوه.

د تاوتريخوالي شديدل او د ځنډ ښکار مذاکرات

په افغانستان کې د ناامنيو پېښو په داسي حال کی زور اخيستی چي په مسکو کي نن پنجشنبه د روسيې د حکومت په کوربتوب افغان حکومت، طالبان او د امریکا متحده ایالاتو استازي سره راټوليږي. په دې يوه ورځنۍ غونډه کې چين او پاکستان هم ګډون کوي څو د افغانستان د سولې د ځنډ ښکار خبرې بيرته ګړندۍ کړي.

په دوحه کې د افغان حکومت او طالبانو د استازو ترمنځ د سولې خبرې اترې د ځنډ ښکار دي. 

په تېر ميلادي کال کې په افغانستان کې تاوتريخوالي ډېر زور واخيست او پر امنيتي ځواکونو، حکومتي کارکوونکو او ملکيانو ډېر بريدونه وشول. ځيني کارپوهان وايي چې طالبانو په مذاکراتو کې د امتیاز ترلاسه کولو په موخه تاوتريخوالي ته زور ورکړی دی.

د امريکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بايدن هم د مي تر لومړۍ نیټې پورې د خپلو عسکرو د رايستلو په اړه شک څرګند کړی دی. نوموړي د «ای بي سي نيوز» سره په يوه مرکه کې وويل چې تر دغه ټاکل شوې نيټې پورې د خپلو پاتو ۲۵۰۰ را ايستل «سخته» ده.

زموږ له آرشيف څخه: