1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کندهار؛ په تېره يوه میاشت کې ۱۸۰ کسان وژل سوي

محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۰ مرداد ۱۹, سه‌شنبه

د کندهار روغتيايي چارواکو په حواله په دغه ولايت کې په تېره يوه میاشت کې ۶۰۰ کسان ټپيان شوي هم دي چې ډېر یې ملکیان دي. په دې ډله کي ښځي او ماشومان هم شامل دي. ډېر ملکیان د هاوانونو د ګولیو د پرزو له امله ټپیان سوي دي

https://p.dw.com/p/3ynSD
Pakistan Afghanistan Flüchtlinge kehren zurück
آرشيف انځورانځور: Getty Images/AFP/J. Tanveer

شپږ کلن کریم الله د مور یوازینی زوی ؤ، چي له پنځو لوڼو وروسته خدای ورکړی ؤ، خو په کندهار ښار کي د ننه د جګړو پرمهال يې یوه ګولۍ پر سر لګېدلې او ځای پرځای وژل سوی دی.

د هغه دوې نورې خويندې ټپيانې سوي دي.

یوه میاشت کېږي، چي د کندهارښار په بېلا بیلو برخو کي وسله وال طالبان له افغان ځواکونو سره په جګړه اخته دي.

دا یوازي کریم الله نه دی چي په دې جګړه کي وژل سوی دی، نه هم دا یوازي دده دوې خویندي دي، چي د جګړې له لاسه ټپیان دي.

د میرویس حوزوي روغتون امر ډاکټر محمد داؤد  فرهاد نن المان ږغ  ته وویل،  په روانه یوه میاشت کي دوی ته ۶۰۰ ټپیان ور وړل سوي دي، چي  ۴۰۸ تنه ملکیان دي،  په دې کي ۲۴۲ سطحي ، ۱۸۸ متوسط او  ۱۶۴ سخت ټپیان دي.

فرهاد وايي، د ټپیانو په ډله کي يې ۱۳۷ نارینه، ۱۰۱ ښځي او ۱۳۲ تنه ماشومان دي. هغه زياته کړه: «په یادو کسانو کي يې ۳۱۱ په مرمۍ لګېدلي دي،  ۷۰ تنه په ماین، ۱۲ بمباري او ۲۰۰ تنه په هاوان پرزو ټپیان سوي دي.»

نوموړی وايي، په همدې یوه میاشت کي ۱۸۵ جسدونه هم ور وړل سوي دي.

طالبانو د کندهار پر هوایي ډګر راکیټي برید کړی دی

د وژل سوي کریم الله مور، خپلي دوې ټپیاني لوڼي میرویس حوزوی روغتون ته راوړي او وايي، د یوازیني زوی مرګ به يې هیڅکله هېرنه سي.

هغه وايي: «طالبان او عسکر دي سوله وکړي، جنګ نوري کورنۍ يې هم په غم کښېنوي.»

دا په داسي حال کي ده، چي له تیرو ۳۱ ورځو راهیسي د کندهار ښار په بیلا بیلو برخو کي وسله وال طالبان له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره په جګړه اخته دي.

د یادي جګړې له امله د کندهار ښار له اوومي ناحیې، میرویس مېني، میربازار، حاجي عرب، د ۱۳ حوزې سره غونډۍ او ځینو نورو  ناحیو څخه « ۱۱۰۰۰» کورنۍ بېځایه سوي، چي د کډوالو او راستنیدونکو چارو رئیس دوست محمد نایاب وايي، د جګړې له اوږېدو سره کیدای سي نوري کورنۍ هم بېځایه سي.

هغه زياتوي: «اوس مو دغه بېځایه سوي کورنۍ په حاجي کېمپ، یو شمیر لېسو او امام بارګاه کي ځای پرځای کړي دي.  دوی ته درې وخته ډوډۍ او نوري اړتیاوي د همکارو مؤسسو او په ځانګړي ډول د کندهار د سوداګرو په مرسته برابروي.»

کندهار: وروستیو جګړو ۲۲ زره کورنۍ بيځایه کړي دي

سپين ږیري خدایداد اکا، چي له پنځلسمي حوزې سیمي رابېځایه سوي وايي، چي د لته يې یوازي د اولادونو سر پنا کړی، نور د کور سامان يې ټول چور سوی دی.

هغه وايي تر هرڅه اول يې غوښتنه داده، چي:

«دخدای لپاره دا جنګ ودروئ!»

د کندهار ترڅنګ د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه کي هم له تیرو څو ورځو راهیسي سخته جګړه روانه ده، چي دواړي غاړي په دغه ښار کي د پرمختګونو خبره کوي.

عام هلمندیان، چي کندهار ښار ته را ګډه سوي وايي، چي سختي جګړې يې د ژوند هرڅه ګډوډ کړي دي.

دوی له نړۍ والي ټولني او نورو بشري ټولنو غواړي، چي د افغانانو پر حال زړه وسوځي.