په کندهار کي د اختر په اوله چاودنو ۷ کسان وژلي دي
۱۴۰۰ اردیبهشت ۲۳, پنجشنبهد کندهار د امنیه قومندانۍ مطبوعاتي ویاند جمالناصر بارکزي دويچه ويله ته وویل چي د کوچني اختر په لومړۍ ورځ تر غرمې مخکي د میوند ولسوالۍ په بازار کي د ملکي خلکو پر موټر د سړک غاړي ماین چاودلی او ۵ کسان پکښي وژل سوي دي.
په دوهمه پېښه کي بیا د پنجوايي ولسوالۍ د صلوات په سیمه کي د ملکي وګړو پر موټر د سړک غاړي ماین چاودلی چي ۲ کسان پکښې وژل سوي او ۳ ټپیان دي. د پيښي په قربانیانو کي ښځي او ماشومان هم شامل دي.
یاد کسان د اختر مبارکۍ له پاره د خپلو دوستانو کورونو ته روان ول چي د سړک د غاړي ماینونه پرې چاودلي دي.
د دواړو پېښو د مسؤلیت په اړه تراوسه چا څه نه دي ویلي.
دا په داسي حال کي ده چي تېره شپه د روژه مات پرمهال یو چسپکي ماین چاودني د زابل په مرکز کلات کي د ملي اردو د ۳ سرتیرو په ګډون ۱۴ تنه عام وګړي ټپیان کړل، چي په ټپیانو کي د ۲ تنو حالت نازک ښوول سوی وو.
طالبانو په ټول افغانستان کي د کوچني اختر په مناسبت ۳ ورځنی اوربند اعلان کړی دی.
محمدابراهیم سپېڅلی/ کندهار