1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«د افغانستان خاوره دې د ترهګرۍ له پاره نه کارول کیږي»

۱۴۰۰ شهریور ۱۹, جمعه

د هند د لومړي وزیر په مشرتوب د برکس هیوادونو سرمشریزې پر «ټول شموله افغان مذاکراتو» ټینګار وکړ. د دې مجازي کنفرانس په لړ کې له طالبانو غوښتل شوي چې اجازه دې نه ورکوي د افغانستان خاوره د ترهګرۍ له پاره وکارول شي.

https://p.dw.com/p/40AMv
BRICS Virtuelles Gipfeltreffen 2021
انځور: BRICS Press Information Bureau/AP/picture alliance

د پنجشنبې په ورځ را برسیره کیدونکو پنځو اقتصادي قدرتونو «برکس ګروپ» سرمشریزه د هند د لومړي وزیر نریندر مودي په مشرتوب په آن لاین بڼه ترسره شوه. په دې کنفرانس کې د روسیې، چین، برازیل او سویلي افریقا ولسمشرانو هم برخه اخیستې وه.

که څه هم دغو مشرانو د طالبانو نوم وانه خیست او نه یې هم د افغانستان روان وضعیت له پاره دوی تورن کړل، خو په دغه هیواد کې په رامنځته شوي پرمختګ یې خپله اندېښنه څرګنده کړه. دغو مشرانو د تشدت د بندولو او په پر امنه فضاء کې د وضعیت د کنترولولو غوښتنه وکړه.

نوي ډهلي تر کنفرانس وروسته په خپره کړې یوه اعلامیه کې وویل چې دغو مشرانو د افغانستان د روان وضعیت په پام کې نیولو سره پر«ټول شموله بین الافغاني مذاکراتو» ټینګار وکړ.

په اعلامیه کې ویل شوي دي: «موږ د ترهګرۍ پر ضد داسې جګړې ته د ترجیح ورکولو پر اهمیت ټينګار کوو، چې د افغانستان خاوره د ترهګریز سازمانونو له خوا استعمال نه شي، د ترهګرو له پاره د امن ځای برابر نه شي او د نورو هیوادونو پر ضد د ترهګریزو بریدونو مخنيوی او همدارنګه په افغانستان کې دننه د نشه یي توکه پر کاروبار بندیز لګول پکښې شامل دي.»

برکس کنفرانس: ټوله پاملرنه د افغانستان پر وضعیت

د ستراتیژیکو چارو د کارپوهانو په حواله د نوي ډهلي له نظره دغه خبرداری د حقاني شبکې، لشکر طیبه او جیش محمد په څیر د هند مخالف ترهګرو ډلو له پاره دی، په داسې حال کې چې د بیجینګ له لید لوري څخه دا ای ټي آې (ختیځ ترکستان اسلامي غورځنګ) ته یو خبرداری دی چې په سینکیانګ سیمه کې فعال دی.

ټول شموله مذاکرات

د نوي ډهلي په اعلامیه کې زیاته شوې ده: «موږ د ټول شموله بین الافغاني مذاکراتو د مستحکم کولو له پاره پر همکارۍ ټینګار کوو، څو په هیواد کې امنیت، ثبات، قانون او نظم تضمین کړای شي.»

Brasilien BRICS-Gipfel in Brasilia
د ۲۰۱۹م کال د نومبر ۱۴ نیټهانځور: Reuters/P. Golovkin

دری ورځې مخکې د طالبانو له خوا د اعلان شوي سرپرست حکومت په تشکیل کې د دغه هیواد د مختلفو قشرونو استازي نه لیدل کیږي.

د نوي ډهلي په اعلامیه کې په افغانستان کې د بشري وضعیت په اړه ویل شوي دي «موږ هلته د بشري وضعیت د ښه کولو پر ضرورت او د ښځو، ماشومانو او اقلیتونو د انساني حقونو پر استقرار ټینګار کوو.»

روان وضعیت د امریکا د بې مسئولیتۍ نتیجه ده

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین کنفرانس ته د وینا پر مهال وویل چې په افغانستان کې روان کړکیچ، پر دغه هیواد «د بهرنیو ارزښتونو د تحمیلولو او د غیر مسئولانه ګامونو پورته کولو» مستقیمه نتیجه ده.

پوتین یوازنې کس و چې د برکس په کنفرانس کې یې په مستقیم ډول د افغانستان نوم واخیست. د تاس روسي خبري اژانس په حواله پوتین وویل چې له افغانستان څخه د امریکا او متحدینو د ځواکونو له وتلو سره یو نوی بحران پیدا شوی دی او دا اوس هم واضحه نه ده چې دا به پر سیمه ایز او نړیوال امنیت کومې اغیزې ولري. نوموړي وویل چې برکس هیوادونه باید دې مسئلې ته متوجه شي.

دا د برکس هیوادونو ۱۳ سرمشریزه وه. برکس د نړۍ د پنځو را برسیره کیدونکو قدرتونو یوه ډله ده چې د نړۍ د نفوس د ۴۱ سلنه برخې استازیتوب کوي او د نړۍ ۱۶ سلنه تجارت په همدغو پنځو هیوادونو پورې اړه پیدا کوي.

جاوید اختر: نوی ډهلي/ ش.ن/ ن.ز