UNFPA: افغانستان کې به بشري بحران لا زیات شدت ؤ مومي
۱۴۰۰ مهر ۴, یکشنبهد ملګرو ملتونو د نفوسو صندوق (UNFPA) په افغانستان کې د بشري بحران د لا زیاتیدو څخه خبرداری ورکړی دی. د نوموړي صندوق اجرائیه مشرې ناتالیا کانم د شنبې په ورځ (د سپټمبر میاشتې ۲۵ نیټه) د فرانسې خبري آژانس ته وویل چې د طالبانو واک ته تر رسیدلو وروسته دغه هیواد د «بیړنۍ قحطي» له ګواښ سره مخامخ دی.
د میرمن کانم په خبره د دغه هیواد د وګړو یو پر دریمه برخه د ولږې له ګواښ سره مخامخ ده او په نږدې راتلونکي کې به د ژمې په را رسیدو سره لیري پرتو سیمو ته د مرسته شویو توکو رسول لا زیات ستونزمن شي. د دې ترڅنګ د کرونا ویروس وبا هم را روانه ده.
د ملګرو ملتونو سازمان دغې چارواکې وویل چې له خلکو سره: «په دې اړه لویه انديښنه موجوده ده چې مونږ به څنګه روغتیایي انديښنو ته د حل لاره پیدا کوو او راتلونکې وخت ډوډۍ به له کومه کوو.»
هغې زیاته کړه: «دا عاجل دی، تر ټولو په لومړي قدم کې د ښځو او نجونو له پاره». افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه دی چې د نوي زیږدونکو ماشومانو او امیدواره ښځو د مړينې تر ټولو لوړ رقم لري.
هدف دا دی چې په افغانستان کې یو کارآمده روغتیایي سیستم رامنځته او وساتل شي. خو هغې زیاته کړه، د کابل نړیوال هوایي ډګر بندیدو او له دغه هیواد څخه د ماهره او په کار پوه کسانو وتلو دې هدف ته رسیدل لا زیات ستونزمن کړی دی.
د ملګرو ملتونو سازمان د چهارشنبې په ورځ د افغانستان د روغتیایي سیستم د فعاله ساتلو له پاره د ۴۵ میلیونه ډالرو بیړنیو مرستو اعلان کړی و.
آژانسونه: ش.ن/ ا.ا