له افغانستانه د ځواکونو تر وتلو وروسته مهمي پوښتني | افغانستان | DW | 01.07.2021
  1. Inhalt
  2. Navigation
  3. Weitere Inhalte
  4. Metanavigation
  5. Suche
  6. Choose from 30 Languages
اعلان

افغانستان

له افغانستانه د ځواکونو تر وتلو وروسته مهمي پوښتني

د وسله والو طالبانو پر پرمختګ سربیره، امريکايي او ناټو ځواکونه تر ۲۰ کلن ماموريت وروسته له افغانستان څخه د وتلو په حال کې دي. آلمان خپل ټول ځواکونه و ايستل. دويچه ويله څو مهمو پوښتنو ته ځواب موندلی.

د امريکا متحده ايالاتو ولسمشر جو بايدن د ۲۰۲۱م کال د اپريل پر ۱۴مه نېټه د امريکا د اوږدې جګړې پای اعلان کړه: «زه اوس د امريکا څلورم ولسمشر یم چې په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو د حضور مسؤليت لرم: دوه جمهوري غوښتونکي او دوه ديموکراتان. زه به دا مسؤليت پنځم ولسمشر ته [په میراث] پرې نه ږدم.»

بايدن خپله دا وينا د سپينې مانۍ له «Treaty Room» څخه وکړه، له هماغه کوټې څخه چې جورج ډبليو بوش ترې د ۲۰۰۱م کال د اکتوبر پر ۷ نېټه د امريکا په مشرتوب پر افغانستان د بريد اعلان کړی وو.

له هغه راهيسې اوس کابو شل کاله تېر شول. د دې دواړو ويناو ترمنځ بيارغونه، جګړې او ترهګري هم وشوه.

امريکا او متحدينو یې ولې پر افغانستان بريد وکړ؟

د پيل هدف غچ اخيستنه وه. امريکا د القاعدې شبکې پخوانی مشر اسامه بن لادن د ۲۰۲۰م کال د سپتمبر د ۱۱ نېټې د بريدونو او په دې توګه د ۲۹۷۷ انسانانو د وژلو مسؤل ګاڼه.

بن لادن او القاعده شبکه یې د خپلو محافظه پالو اسلامپالو متحدينو وسله والو طالبانو چې له ۱۹۹۶م کال راهيسې پر افغانستان واکمن ول، میلمانه ول.

د ناټو دفاعي ائتلاف په امريکا کې تر بريدونو يوازې يوه ورځ وروسته د دې ائتلاف په تاريخ کې دا بريدونه «د اتحاد له پاره خطر» په توګه اعلان کړل. د دې له مخې پر هر غړي هيواد بريد پر ټولو غړيو هيوادونو بريد بلل کیږي.

امريکا او متحدين یې ولې دوې لسیزې په افغانستان کې پاتې شول؟

د دې پوښتنې ځواب ساده نه دی. د امريکا تر ټولو مهم هدف د اسامه بن لادن او القاعدې په نخښه کول وو. خو د وتلو په اړه يوه روښانه سناريو هیڅ وخت موجوده نه وه. کله چې امريکا په ۲۰۰۳م کال کې پر عراق بريد وکړ، هم امريکايي عسکر په افغانستان کې پاتې شول او هغوی بيا هغه وخت هم پاتې شول چې په ۲۰۱۱م کال کې د امريکا ځانګړو ځواکونو اسامه بن لادن په پاکستان کې وواژه.

USA | Washington | Rede Präsident Joe Biden

جو بايدن د اپريل پر ۱۴مه نيټه له افغانستان څخه د خپلو ځواکونو د ايستلو اعلان وکړ

بايدن د روان ميلادي کال د اپريل پر ۱۴ نېټه وويل: «موږ لس کاله ترمخه د بن لادن په برخه کې عدالت پلی کړ او نوره يوه لسیزه هم په افغانستان کې پاته شو. اوس وار په وار زموږ د پاتيدو علتونه ناڅرګنديږي.»

د ځواکونو ايستل هم د خپلو سهوو يو ډول اعتراف دی: په افغانستان کې د القاعدې د له منځه وړولو په موخه امريکا له لومړي سره په افغانستان کې د ځواکمنو جنګي قوماندانانو لکه محمد فهيم او عبدالرشيد دوستم سره همکاري او مشارکت پېل کړل. دواړه بيا وروسته د افغانستان مرستيال ولسمشران شول که څه هم چې په جنګي جنايتونو تورن دي.

ځکه کله چې امريکا متحده ايالاتو په افغانستان کې مداخله وکړه، په دغه هيواد کې دوې لسيزي جګړه وه: له ۱۹۷۹م څخه تر ۱۹۸۹م کاله پورې د شوروي اتحاد د اشغال پر وخت او بيا تر هغه وروسته کورنۍ جګړه يا شخړه چې تر نن ورځې لا هواره شوې نه ده.

د سرو لښکرو پر وړاندې جهادي قوماندانانو په ګډه، قسماً د امريکايي وسلو په مرسته مقاومت وکړ. خو بيا وروسته په يوه ګډ راتلونکي سره توافق ته ونه رسېدل. د واک پر سر خونړۍ او بې رحمه جګړو کابل ويجاړ کړ او دې ته یې لار هواره کړه چې طالبان واک ته ورسيږي.

خو لوېديځ دا څه په نظر کې ونه نيول. د طالبانو مخالفان یې خپل شريکان کړل. ناټو او امريکا د يوه نوي ديموکراتيک افغانستان د رامنځته کوله له پاره ډېرې پېسې مصرف کړې.

له وسله والو سره خبرې اترې امريکا په لومړي سر کې په کلکه ردولې. د نوي تاوتريخوالي، نوې ترهګرۍ او بې کچې ډېر فساد تخم شيندل شوی وو. دې کارونو د دولت جوړونه ستونزمن کړه چې نړيواله ټولنه ورته د ۲۰۰۱م کال په دسمبر کې د طالبانو تر سقوط وروسته ژمنه وه.

DW Special 20 Jahre Bundeswehreinsatz in Afghanistan

د بيارغونې د يوه ماموريت پر جکړه ایز ماموريت بدليدل

وسله وال طالبان د پاکستان او افغانستان سرحدي سيمو ته ور ټول شول او له هغه ځايه یې بريدونه پېل کړل. لومړی يو يو او بيا وروسته په منظم ډول.

د ناټو ماموريت هم کال په کال پراخېدی. په يوه وخت کې پکې کابو ۵۰ هيوادونو ونډه لرله. خو هغه ماموريت چې اصلي وظيفه یې د ولسي خلکو ساتنه او بيارغاونه بايد وای، يو جنګي ماموريت شو.

د افغانستان د چارو کارپوه ابراهيم بعيص چې د بحران نړيوال سازمان مشاور هم دی، په يوه جمله کې دا هر څه سره خلاصه کوي: «کله چې سړی برحاله واکمنانان را و پرځوي او پر ځای یې مختلف خلک چې بېلا بېل لومړيتونه او اهداف لري، وګماري نو بيا سړی پرته له دې چې دغه هيواد له پاشل کيدو وساتي، بله چاره نه لري.»

خو د امريکا حکومت تر دوو لسیزو وروسته پريکړه وکړه چې له افغانستان څخه، په هغه صورت کې چې سره وهم پاشل شي، دومره ډېره خطر نه شي پيښيدلای چې سړی دې ته مجبور شي چې هلته عسکر مستقر وساتي. دمګړۍ د امريکا د امنيتي ګټو اصلي تمرکز له چين سره رقابت دی.

د قربانيانو شمېر څومره دی؟

د افغانستان شخړه په نړۍ يوه له خونړيو شخړو څخه ده. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سياسي دفتر له ۲۰۰۹م کال راهيسې د ملکي تلفاتو شمېر ثبتوي. د دغه دفتر په حواله د ۲۰۲۰م کال تر پايه پورې څه نا څه يو لک ۱۱ زره ملکيانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د زياترو ملکي تلفاتو مسؤليت پر طالبانو او نورو وسله والو ډلو اچول کيږي. خو نړيوال ځواکونه هم د ډېرو ملکي کسانو د وژنې مسؤليت لري په تېره بيا هوايي بمباريو او بې پېلوټه الوتکو په بريدونو کې.

د امريکا پوځ په افغانستان کې  ۲۴۴۲ سرتيري او د آلمان پوځ ۵۹ عسکر له لاسه ورکړي. همدا راز ډېر افغان عسکر او پوليس هم وژل شوي چې دقيق شمېر یې معلوم نه دی. ځکه له  څو کلونو راهيسې د امنيتي دلايلو پر اساس دغه شمير نه په ډاګه کيږي.

DW Special Motassadeq Südturm des World Trade Centres

د سبتمبر ۱۱مه نيټې بريد

خو د ۲۰۱۹م کال په جنوري مياشت کې ولسمشر محمد اشرف غني په داووس کې د نړيوال اقتصادي فورم په غونډه کې وويل چې په ۲۰۱۴م کال کې واک ته د هغه له رسېدو راهيسې د افغان امنيتي ځواک  ۴۵ زره غړيو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د وژل شويو طالب جنګياليو او نورو وسله والو کره شمېر هم په لاس کې نه شته. په رود آيلند کې براون پوهنتون د « Costs of War Project» په نامه پروژې د محاسبو او د رسنيو د رپوټونو څخه د ترلاسه شويو شميرو په حواله تر اوسه د تر ۵۰ زرو ډېرو طالب جنګياليو وژل کيدل حقيقت ته نږدې بريښي.

پر دې جګړې څومره لګښت راغلی؟

د براون پوهنتون پروژې ارزولې چې امريکا متحده ايالاتو د ۲۰۰۱م د اکتوبر او ۲۰۲۱م کال د اپريل مياشت ترمنځ د افغانستان پر جکړه تر دوه تريليونه يعني ۲۰۰۰ ميليارده ډالرو زياتې پېسې مصرف کړي دي.

د دې مبلغ کابو نيمايي یې، ۹۳۳ میليارده امريکايي ډالر پر پوځي ماموريت مصرف شوي. د سپينې ماڼۍ په حواله امريکا په عين موده کې ۱۴۴ ميليارده ډالر د افغانستان په بيارغونه لګولي دي.

د دې پېسو ډېره برخه، يعني تر ۸۸ ميليارده ډالرو ډېرې پېسې د افغان امنيتي ځواک په پر پښو درولو په برخه کې مصرف شوي دي.

په برلين کې بيا د بهرنيو چارو وزارت وايي چې آلمان د ۲۰۰۲ او ۲۰۲۰م کلونو ترمنځ د افغانستان پر ماموريت تر ۱۸ میليارده يورو ډېرې پېسې مصرف کړي دي. د دفاع وزارت په حواله د دې پېسو ډېره برخه يعني ۱۲،۵ ميليارده يورو د آلمان پوځ پر ماموريت مصرف شوي دي.

د بهرنيو چارو وزارت يوې وياندې دويچه ويله ته وويل چې وزارت یې په افغانستان کې په ملکي برخه کې ۲،۴ میليارده يورو مرسته کړې ده. زیاته شوې چې د ۲۰۰۲م څخه تر ۲۰۱۹م کال پورې د دولتي نهادونو پر بيارغونه ۹۵۰ ميليونه يورو مصرف شوي دي.

نړيواله پانګونه څه لاسته راوړنې لري او په کومه برخو کې ناکامه شوې؟

کله چې د ۲۰۰۱م کال په اکتوبر مياشت کې پانګونه پېل شوه نو افغانستان يو منزوي او ويجاړ هيواد وو چې ښځې پکې سنګسار کيدلې او سياسي مخالفين اعدامیدل.

نن افغانستان يو اسلامي جمهوري هيواد دی چې د نړيوالو له خوا په رسمیت پيژندل شوی حکومت او ديموکراتيک اساسي قانون لري، ښځې په پارلمان کې ناستي دي او نجونې ښوونځي ته ځي.

Infografik Afghanistan Bundeswehr gestorbene Soldaten PS

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسيون مشري شهرزاد اکبر په دې اړه وويل: «د بشري حقونو په اړه پراخ عامه پوهاوی شته او د بشري حقونو په تړاو بحثونه روان او ژوندي دي.» نوموړې دا يوه ستر لاسته راوړنه بولي.

په افغانستان کې اوس يو ځوان، د زده کړو او پوهې تږی نسل شته چې په ډېره لیوالتيا سره د ښوونځيو او پوهنتونو له ټولو وړاندیزونو څخه استفاده کوي. په هيواد کې ډېرې فعاله رسنۍ شته او نوي روغتونونه جوړ شوي. همدا راز سړکونه، بندونه او برېښنا او اوبو ته لاس رسی شته.

خو له دې ټولو لاسته راوړنو سره هيواد امن شوی نه دی او ډېر ويشل شوی دی. د بهرنيو مرستو ډېره برخه يوازې په سترو ښارونو کې اوسيدونکي قشر ته رسېدلې ده.

د افغانستان تر نيمايي ډېر نفوس په ډېره بې وزلۍ کې ژوند کوي. په ځانګړي توګه د هيواد جنوب او لويديځ کې جګړه ځپلې سيمې ډېرې بې برخې دي. هغه سيمې چې د طالبانو نفوذ پکې ډېر دی.

آیا د سولې چانس شته؟

سملاسي هيڅ داسې څه نه ليدلي کيږي. د ۲۰۰۱م کال په ژمي کې کله چې طالبان له واکه را وپرځول شول په ډېر کمروزي دريځ کې ول، خو امريکا هغه وخت خبرې اترې په قاطعيت سره رد کړې. هغوی اوس خپل غچ اخلي ځکه نن هغوی ځانونه بريالي بولي، په ځانګړي توګه د ۲۰۲۰م کال په فيبرورۍ کې له امريکا سره د تړون له لاسليکولو راهيسې.

طالبانو د پاکستان په ملاتړ د خپلو مهمو اهدافو يو ترلاسه کړ: د بهرنيو ځواکونو بې قيد او شرطه وتل. په پوځي توګه هغوی اوس په تهاجمي دريځ کې دي او د ښاري مرکزونو پر لور حرکت کوي. د اوربند ټولې غوښتنې یې تر اوسه رد کړي دي.

په قطر کې د سولې بين الافغاني خبرې اترې چې د ۲۰۲۰م کال په سپتمبر کې پېل شوي، هم له ځنډ سره مخ دي.

د تېر میلادي کال د همدې مودې په پرتله د روان ميلادي کال په لومړيو دريو میاشتو کې د ملکي تلفاتو شمیر کابو ۳۰ سلنه ډېر شوی دی. په تېره بيا خبريالانې، قاضيانې او فعالانې په هدفي بريدونو کې ووژل شوې.

Afghanistan Menschen unterstützen Regierung gegen Taliban

کابل: د طالبان پر ضد د خلکو بسيج کیدل

د افغانستان د چارو کارپوه ابراهيم بعيص ویره لري چې که چېري طالبان په رښتيا د زور له لارې واک ته ورسيږي، نو دغه هيواد به د نويمې لسیزې په څېر له انزوا سره مخ شي. هغه وويل: «دا به بيا يو «مطرود» يا منزوي هيواد وي د چين په ګډون به یې ټول ګاونډيان هله معامله او خبرې ورسره کوي چې کله یې زړه غواړي. ټولې مرستې به له منځه ولاړې شي.»

لوېدیځ بايد څه ترې زده کړي؟

د ولسمشر بارک اوباما په مشرتوب امريکا متحده ایالاتو د ۲۰۱۰م کال په شا او خوا د لنډې مودې له پاره په افغانستان کې تر سلو زرو زيات عسکر درلودل. خو ابراهيم بعيص وايي چې «جګړه يوازې په دې نه ګټله کيږي چې سړی پکې ډېر عسکر دخيل او ډېر پېسې مصرف کړي.»

همدا وو چې امريکا بالاخره د ۲۰۱۸م کال په جولای مياشت کې پرته له دې چې د ناټو خپل شريکان او يا افغان حکومت پکې شريک کړي، له طالبانو سره خبرې پېل کړې.

بايدن د اپريل پر ۱۴ نېټه کله چې یې دا اعتراف هم وکړ چې د يوه دولت جوړول يوازې په پوځي لارو امکان نه لري، زياته کړه: «موږ شل کاله پخوا د يوه ډېر وحشتناک بريد له وجې افغانستان ته ننوتلو.»

هغه وويل: «د افغانستان جګړه مو د ډېرو نسلونو له پاره په نظر کې نه وه نیولې. پر موږ بريد شوی وو. موږ له څرګندو هدفونو سره جګړه پېل کړې وه. موږ دغه هدفونه ترلاسه کړي دي. بن لادن وژل شوی او القاعدې ماته خوړلې ده، په عراق او افغانستان دواړو کې. اوس وخت دی چې دغه دوامداره جګړه ختمه شي.»

د افغانستان کارپوه ابراهيم بعيص لویديځوالو ته د راتلونکي له پاره دا مشوره ورکوي: «هڅه وکړی يو څه عاجزي خپله کړی او د هغو ټولنو په اړه د ډېرو معلوماتو د ترلاسه کولو هڅه وکړئ، چې تاسې غواړئ بدلې یې کړئ.»

نوموړی زياتوي په تېره بيا د افغانستان بيلګه ښيي چې «هر څه ته د يوه پوځي ستونزې په توګه کتل» څومره ناسم کار دی.

ب. ص/ ن. ز ( Sandra Petersmann )