1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

تبصره: ولې امریکا نه شي کولی اوس افغانستان ترک کړي؟

۱۳۹۹ اسفند ۱۰, یکشنبه

یو کال مخکې امریکا په دوحه کې له طالبانو سره تړون لاسلیک کړ. هلته مسئله د افغانستان پر سر نه، بلکې د دونالد ترمپ د سیاست «لومړی امریکا» په هکله وه. د دویچه ویله ژورنالیستې سندرا پیترسمن په نظر دا به وژونکي پایلې ولري.

https://p.dw.com/p/3q1nA
Afghanistan Konflikt l US-Army
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

پر میز دوه وحشتناکه خراب انتخابونه پراته دي: اول دا چې د دوحې د موافقتنامې په اساس به ټول نړیوال ځواکونه د مې میاشتې تر لمړۍ نیټې له افغانستانه ووځي او یا هم دا چې د امریکا په مشرۍ دغه نړیوال ماموریت چې نږدې ۲۰ کاله مخکې پيل شوی دی، لاس پسې وغځول شي. زه په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د پاتې کیدو پلوي یم او غواړم واضح یې کړم چې ولی؟

نړیوال ځواکونه نه هم جګړه ګټلی شي او نه هم سوله راوستلی شي، خو په دوحه کې د سولې په ستونزمنو خبرو کې د داسې یو معاملې حیثیت لري چې له پامه نه شي غورځول کیدای.

یو تریخ حقیقت

طالبان په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د دوی په اصطلاح د «اشغال ختمولو» او د دغې اسلامپالې ډلې پر وړاندې د ټولو بندیزونو د ختمولو غوښتنه کوي. دوی واک غواړي او دا چې په نړیواله توګه په رسمیت وپيژندل شي دا دوی له پاره مهم دی. لویدیځ پر طالبانو د فشار واردولو له پاره یوازې همدا دوه وسیلې لري چې دغه ډله اوربند ته په غاړه ایښودلو او د سولې مذاکراتو جاري ساتلو ته قانع کړي.

DW Kommentatorenbild Sandra Petersmann
ساندرا پيترسمن له ۲۰۰۱م کال راهیسې د دویچه ویله له پاره د افغانستان په هکله لیکنې کويانځور: DW/R. Oberhammer

که په واضح ډول وویل شي دا دواړه وسیلې یعنې د فشار واردول او بندیزونه د افغانستان درد ته داسې دوا نه ده چې په څو ثانیو کې کار وکړي او ستونزې حل کړي. اټکل کیږي چې په راتلونکو میاشتو کې به هم په افغانستان کې د تروریزم او جګړې په پایله کې د ښځو او ماشومانو په ګډون نور انسانان هم خپل ژوند له لاسه ورکړي.

د ملګرو ملتونو د یوه رپوټ پر بنسټ یوازې د تیر کال اکتوبر او دسمبر میاشتو ترمنځ هره ورځ په افغانستان کې لږ تر لږه ۳۰ تنو ملکیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او یا هم ټپیان شوي دي.

دا د "America First" یا «امریکا لمړی» سیاست تریخ حقیقت دی چې د امریکا پخواني ولسمشر دونالد ترمپ هغه د دوحې له موافقتنامې سره د افراط اوج ته رسولی دی. ترمپ غوښتل په هر صورت ټاکنې وګټي او د امریکا د داسې یوه ولسمشر په توګه یي نوم په تاریخ کې ثبت شي چې خپل ځواکونه یي بیرته پخپل کور کړل. خو نتیجه معلومه ده.

له هم هغه پيل څخه «امریکا اول»

خو ترمپ لومړنی کس نه وو چې د امریکا د داخلي سیاست په اساس یې د افغانستان د برخلیک په اړه تصمیم نیولی دی. د «امریکا لمړی» سیاست د ۲۰۰۱م کال د سپټمبر د ۱۱ د بریدونو په غچ اخیستونکو تعرضي حملو سره پيل شو.

نور نو څنګه تشریح کړای شي چې وروسته له هغې امریکا متحده ایالات او متحدین یې د طالبانو په سزا رسولو او القاعده د ښکار کولو له پاره د عبدالرشید دوستم په څیر جنګي مجرمینو او د بشري حقونو سرغړونکو سره یوځای شول؟ دغه حمله په ۱۹۷۸ کال کې پیل شوې کورنۍ جګړه نه شي توجیه کولی چې تر اوسه پورې یې هیڅ حل نه تر سترګو کیږي.

نوموړي هغه ټپ له پامه وغورځاوه چې د سړې جګړې او په افغانستان کې د پخواني شوروي اتحاد د اشغال په نتیجه کې رامنځته شوی وو. همدا رنګه دغې جګړې ته د ورګډیدو پر مهال د سیمه ایز قدرتونو لکه پاکستان، هند او ایران هغه مهم رول هم له پامه وغورځول شو چې دغه هیوادونه یې په افغانستان کې لوبوي. دا کار د افغانستان د جګړې په ډګر کې د حد اکثر توکمپالنې اور ته د لمن وهل کیدو سبب شو.

له همدې تر شلو کلونو جګړې وروسته اوس د امریکا د متحدینو د میز پر سر، په مجموع کې د افغانستان د خلکو د دوامدارې څلویښت کلنې جګړې د حل له پاره کوم ښه انتخاب نه دی پروت.  

آلمان هم له جګړې ستړی شوی

د امریکا متحدین به د جوبایډن د حکومت پیروي وکړي او که چیرته امریکا له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي نو ټول به خپل عسکر وباسي. که امریکا پاتې شي، نو ناټو به هم پاتې شي. په اوس وخت کې شاوخوا ۱۰ زره نړیوال ځواکونه په افغانستان کې موجود دي چې د هغو له جملې څخه نږدې ۱۱۰۰ یې له آلمان څخه دي.

DW Special 20 Jahre Bundeswehreinsatz in Afghanistan
د ۲۰ کلونو راهیسې آلماني سرتیري په افغانستان کې ماموریت ترسره کويانځور: picture-alliance/dpa/Anja Niedringhaus

لکه د امریکایانو په څیر دننه په آلمان کې هم خلک د افغانستان د ماموریت پلویان نه دي. همدارنګه د آلمان ولس هم په دې نه پوهیږي چې ولې اوس هم آلمان دویم هیواد دی چې په افغانستان کې تر ټولو ډیر ځواکونه لري.

آلمان پارلماني ټاکنې په مخ کې لري او په برلین کې سیاستوال نه غواړي چې د افغانستان د موضوع په خاطر انتخاباتي کمپاین له لاسه ورکړي او له دې امله له ډیر صادقانه بیړني او اړین بحث څخه چې (اول آلمان!) ځان تیر باسي.

د «اول افغانستان» له پاره وخت

اوس د حقیقت ویلو وخت را رسیدلی دی: هغه چې ۲۰ کاله مخکې په قهر او غوسې سره یې بی له فکر کولو پر افغانستان حمله وکړه، اوس نباید په همدومره بیړه په اصطلاح بی له فکر کولو پښه له موزې وباسي او د افغانستان د دیموکراسۍ هڅو ته وژونکي ضربه ورسوي.

امریکایي ائتلاف د ملګرو ملتونو په غوښتنه پر دغه هیواد برید وکړ، دغه جګړه یې تنظیم او تمویل کړله او له همدې امله اوس باید ځواب ووایې او مسئولیت یې ومني. پر طالبانو او سیاستوالو، چې په شدید ډول په فساد تورن دي او نور جنګي قوماندانان باید حد اکثر تر فشار لاندې راوستل شي او دا کار د سیمې د مهمو هیوادونو د هغو له جملې د دوو سترو قدرتونو روسیې او چین د لویې کچې ګډې همکارۍ ته اړتیا لري. دا کار کیدای شي ستړی کونکی او خطرناک هم وي.

خو که اوس په ټول قوت، وخت او حوصلې سره د «لومړی افغانستان» تګلاره اختیار نه کړای شي، نو د افغانستان ولس چې ترهګرۍ ځپلي دی به د خپل ټاټوبي له لاسه ورکولو خطر سره مخامخ شي او دا به د ټولې نړۍ له پاره عواقب ولري.

سندرا پيترسمن: ش.ن/ خ. ح